کور / نثر / مور

مور

موريوداسي ګل دی چه دظاهري خوشبويې اوښکلاسره سره دباطيني خوبيومخزن اومضمره ده٠چه کله درڼااوځلاپه صورت کي٠کله درحمت اوشفقت په صورت کي کله درنجبرئ اوغمبرئ په صورت کي کله دخوښيوپه ازانګو دترنم په صورت په کور کي ظاهريريږي٠ مورده چه دحيا پرده درئ پيکره ده ٠دمور له ژوندنه دصبراوتحمل درس اخيستل کيږي٠ مورده چه په خپله غيږه کي يې پيغمبران ،وليان،اوزاهدان روزلي ٠ دمورمقدسه غيږه ده چي د اسلام داعيانواودسباورځي غازيانوپکښي شوده رودلي دي ٠که دادمورتقدس نه وای نودادومره لويې هستئ به له کومي کيدې ٠دايوه لويه هستي ده چه څښتن تعالی هم ورته لوړ مقام ورکړی٠اومورته په درناوي اودعزت په سترګه کتلويې امر ورکړی ٠له تکليف اوايذا رسولونه ېي ممانعت کړی٠