کور / نثر / دپښتو نړيوال كنفرانس ځخه دليكوالانو غوښتني

دپښتو نړيوال كنفرانس ځخه دليكوالانو غوښتني

دپښتو نړيوال كنفرانس لپاره دتياري دغونډي ته : سلامونه اونيكي هيلي :په پاڼوكې مې ولوستل او دښاغلي ډاكترصاحب يحې وردګ له خوانه ايمل هم راورسيدو– ترينه يوه نړۍ مننه –چې په جرمني كې دپښتو دنړيوال كنفرانس لپاره وركشاپ جوړيدونكې دي ،چې پردغو موضوعاتو را څرخې :- په پښتنوكې په عام ډول او په نجونوكې په ځانګړي ډول دزړده كړي اوتعلم عامول – په پښتنو كې دمنفي رواجونو سمون .- دپښتنو دكلتوري پرمختګ لپاره داړيكو دشبكې جوړول .*[لمړى دايوه خبره كوم دوركشاپ كليمه ډير ناوړه بهرنۍ ده كارولوته يې هيځ اړتيا نشته دوهم دادغربي دموكراسې غوندي ده موږ نه ورسره جوړيږو هيله ده له كارولو يې ډه ډه كړلي شي .]په دي ورستيو كلونوكې دپښتو ژبي او كلتور دغوړيدو لپاره ډيري پراخې اوپه زړه پوري هلي ځلې شوي،ا و ډير اغيزمن اړين ګامونه پورته شويد ي ،چې دباړي له سيمناره رانيولي بيا د2006 كال دسهيلي پښتونوخواپه زيارت كې چې دكوټي پښتونپالو ډير زيارګاللي وو، وروسته په ننګرهار كابل اونوروسيموكې دغوڼدو ځيړنغونډو جوړيدل ،داټول هغه سترګامونه دي چې دپښتو دغوړيدو په تاريخ كي ساري نه لري ،همداډول دورستيو هلو ځولو لويه لاسته راوړنه په ورستيو وختونوكې په ننګرهار كې دشاعرانودخدمتونودستاينې په وياړدغونډو جوړول ، چې ډيره پرځاي غوره اوښه كارو ،دايو نوښت وو ،پخوابه خلګو مړه ستايل په ژونديې ورته اهميت نه وركاو و خوله مرګه وروسته به دوهم نسل دهغه دخدمتونو ددرناوي لپاره دهغه ستايل پيل كړل ، نه پوهيږم داله ځان غوښتني و، او كه نور ي ستونزي و ي ،خونن دادي نه ځان غوښتنه شته نه هم كوم بل ځه په ميړانه اوخوښي خپل خواږ ه درانه مشران دادب سالاران په تودو ولولواو احساساتو سره لمانځو ،دالويه لاسته راوړنه ده ،بايد دوام وركړل شې ، دي ورستيو لاس ته راوړنوته په پام سره كولاشو په ډاډ ووايواو پوره ډاډمن يو چې پښتو ژبئ او پښتو كلتورته يو روښانه او ځلانده راتلونكې دهر كلى لپاره تيار ى نسيږي .په دي پيركې دادب سالارانواومخكښانواو ټولو شاعرانو ليكوالانوپه پوره پښتني هوډ ،افغانې غرور دپښتو ژبئ اوكلتوردغوړيدواوپياوړي كيدو لپاره علمې او پاخه پلې ګامونه پورته كړي دي ،پښتني تيز نظرونه يې مونده كړل ويې روزل او ددښمن په سترګوكې خښ كړل ، له هيچاسره يې مصلحت ونه كړ ترهرځه يې پښتني ګټوته لمړيتوب وركړ ،وچه ډوډي يې وخوړه خوپښتويې وژغورله ، داددوي دميړانې اوپښتنوالي ښه بيلګه ده ،چې نن موږدپښتني كلتوراوادب دغوړيدو ليدونكې يو ،په هركاركې ميړنتوب ته اړتيا ده ځكه ميړنتوب منزل ته رسيدل دي ،دليكوال ګټه دهغه په خدمت كې ده دهغه په ازادي،ا و ايمانداري كې ده ،ټول داوايو چې ليكوالان اوشاعران دټولنې سترګې دي نوسترګې دمهال له هرډول ناخوالواوغبارونوپاكې وساتلي شي ، ترځو تيزنظرونه اولوړ سرونه ولري ، اوټيټ نه شي ،ګرانو، درنو ملګرو اوعزيزانو :دپښتو دي نړيوال كنفران جوړيدوته دهركلي دويلوسره سم غواړم څو وړانديزونه وړاندې كړم هيله ده پښتني ادبي اوكلتوري ګټي پكې نغښتي وي ،اووكولاي شي په دي لويه پاكه لاره كې يوځه ګټوري تمامې شې :== پرمختللي ټولنې دپياوړي كلتوراوادب دلرولوپه اساس دزمانې ټولي ناخوالي شاته كړي اواوس روښانه ژوند لري .موږ ته په كاردي چې دخلګو په منځ كې وه اوسو اوله دوي يې راواخلواودوي ته يې وركړو ددي كار لپاره غوره داده چې موږ ادبي اوكلتوري كارونه منظم منسجم كړو ،ټولې ادبئ اوكلتوري هځي ددي لپاره چې ښه پايله ترلاسه اوټولنې ته خدت وكړو په يو چوكاټ كې سره راټولي كړو ،داسې چوكاټ چې منظم ټاكونكې مشرتوب او سازماندهې ولري ،ادبئ هځوته سم سازمان او لوري وركړو ، اودملْي هدفونولپاره يې وكاروي،دهيواد په سطحه يوه ادبئ لويه جرګه بايد جوړه شې ا ويا هغه پخوانې نوم پښتو ټولنه ، ټول استادان ، دادب سالاران او مشران په پښتني هوډاوافغاني غرور پكې راټول شي ،* دامركزي ټولنه بايد ځلورپښي يا ځآنګې ولري ،كابل ، كندهار ، كوټه . پيښور .يعنې ځلورزونونه ولري، چې داړوندي سيمي ادبي ټولنې ترځارنې اوپالنې لاندي ونسيږي . * كلتوري اوادبې ټولنې ځانته ملې كړنلاره ولري اوديوه پياوړي ټولنيزسازمان په ډول راميدان ته شې،له دي لار ي موږكولاي شو پياوړي پښتني پيوستون منځ ته راوړو .* ددوي دندي دادبي هڅو ځيړل ځارل ، دكتابو كره كتنه ، دليكولانودروزني لپار ه غونډي جوړول ، دكتابونو چاپول ، تكړه ليكولان ستايل او داسې نور..* په هر ولايت كې اوهره ولسوالي ياكليوكې ادبي ټولنې جوړل لكه اوس چې جوړي دي دوي يو منظم تشكيلات ولري ټولنې دمشرتابه له لارښونوسره سم كاروكړي .* دټولنو غړيتوب رسمي شكل ولري دمياشتي ونډه وركړي . داټولي پيسي ومركزي جرګي ته واستولي شي .* ټولني خپلواكه وي ،ملي هدفونه ولر ي اوله هرډول سياسي لړل توب پاكې وساتل شي .* ترټولو لمړي شرط پښتونوالي افغانيت ، درانه پښتانه خويونه اوپه ټولنه كې اخلاقې مثا ل ،دادټولنې هر غړي بايد ولري ، اولس بايد دټولنې هر غړي ته په ډيره درنه او داميدپه سترګه وګوري ،* دمشاعرو جوړول دامكان په صورت كې هر ه اونې يامياشت كې دوه ځله يو ځل ، په دي مشاعروكې له بآنډار او شعر ونوسره يو ځاي دخلګو دروزلو لپاره دمركزي ټولنې لارښونې چې هر مياشت ټولوټولنوته وركول كيږي وويلي شي ، په مشاعروكې تكړه ليكولان او پوهان اولس ته وروپيژندل شي ، خلګ ګډون ته راوبلل شي .* دادبئ ټولنو اواولس ترمنځ بايد مستقيم تماس او نژديوالي پيداشي داكار دمشاعروله لاري كيږي ، هم يې ساتيريږي هم يو ځه وركول كيږي ،هم له خپلو پوهانواوليكلوالانو سره اشنا كيږي ،* دمركزي ادبي ټولنې غړي اولوي استادان مشران په منظم ډول د ولايتونواو سيمو په ادبي ټولنو كې ونډه واخلي ګډون وكړي ، او لارښونې ورته وكړ ي له نژدي يې كارونه وځيړي .* دايو ملي كاردي هيځوك ورسره حساسيت نه لر ي اواولس اوس ملي كارونوته اړتيا لري ،* – دليكولانو اودادب دلارويانو ترمنځ دميني ، باور، درناوي كلكه فضا رامنځ ته شي اوترمنځ يي يو فطري تړون پياوړ ي شي . * زه پوره بآورلرم چې د دي كار په كولوسره به پښتو ادب اوكلتورته ښه خدمت وكړل شې . هيله ده چې تاسو نورهم ښه فكر ورباندي وكړئ ، كله چې موږ ځوانان اواولس له مشاعرواوګډوناستوسره اشناكړو داكار خپله ددوي په ذهنې تكامل اوعلمې كيدو كې اغزي شيندي ، موږ بايد دالاره پيداكړو چې ځنګه ځانونه پښتنو نجونواو ميرمنوته ورسو ترځو دهغو په پوهولو روزلو كې ستركاروكړو ، فكر كوم همدادمشاعرو جوړول ترټولو غوره لارده ، * دزمانې په دي اساس پړاوكې چې دشرق اوغرب تر هرډول يرغل لاندي يو موږ بآيد داسې پاخه اواساسي كارونه وكړ ګامونه پورته كړو چې دزمانې هيځ طوفان په ټول توان ونه شي كولاي زموږ د پښتني كلتور اوادب دلوي ونې يو پاڼۀ وښوروي ،اوكه چيرته همداسي دخپل سري اوخپلي خوښي داحساساتوپراساس ، اوياهم ديوشمير كړيوله خوا جوړي شوي ادبي ټولنې ولرو نوګمان نه كوم چې د يوه كوچني بادپه وړاندې دي ودريږي،د مشاعرو عامول موهيم كاردي چې بايد ورته پراخې هلي ځلي وشي ، وګوري په مشرقي ولايتونوكې دمشاعرودډيرښت او دشاعرانو دشتون له امله يي د ټول هيوادترسيمو داوسيدونكو دشعورسطحه لوړه ، اولس يې په ژبه سره پوهيږي ، ژونديې هم له خوندونو ډ ك دي ، داپوهه دوي له مشاعرو ترلاسه كړيده ، شاعرانو دوي هڅولي دي چې دعلم اوپوهې په لوري ګامونه پورته كړي ، افسوس چې په نورو سموكي دي كارته په وړيا سترګه كتل كيږئ زموږخواته خو شاعرته دډم په سترګه كتل كيږ ي داداولس ګنانه ده ځكه دهيواد دوښمنانو هغه خلك چې دټولنيز شعورپه وده كې يې كاركاوو دخپلو ګوډاګيانوله خواپه ناوړو نومونو يادكړل ، دي خواته ځوك نه و چې داولس سترګې خلاصي اوويې پوهوي ، ګرانو عزيزانو:داو و زموږ وړانديزونه هيله ده چې ستاسو دګران بيه مها ل په نيولو باندي وارزي اوترغورلاندي ونسيږئ ، ډاډۀ اوسئ، داكار يو ازي حركت غواړي له هرډول خنډ پرته سرته رسيږئ ، هيله ده تاسو دكنفرانس په مواد كې داوړانديزونه شامل كړي اودپلي كيدولپاره يې اړين ګامونه پورته كړئ ،دايوه خبره بايد په ياد ولرو چې موږ په لستوڼې كې هم ماران لرو له هغوسره هوښيار اوسيدل ،دپښتني فرايضو ځخه دي ، هغو ي نه غواړي پښتو ادب ته پاخه اواساسې كارونه وشې يوازې په تجمل ، اوتشريفاتو موغوله وي . هغه د استاد غضنفر صاحب خبره چې موږ بايد له ماضې پرستې راتير شواو علم له طبقاتې حالت راوه باسو ، چې دي كارونوته مودغه دلستوڼې ماران ټيل وهې ، اوزموږدتكړه پوهانو ليكولانو په پيژندلو كې مو تر بغل تيره وي .ستا سو له پاملرنې يوه نړۍ مننه ،مخ په وړاندي دپښتو ادب اوكلتور دغوړيدو سمسوريدو په لور .مخ په وړاندي به ځو ا و دپښتو ادب اوژبي له لاري به هر ډول خنډونه لري كوو، او يوه لويه سراسري پراخه علمي داسې پښتو ټولنه به جوړو چې له امو ترابآسين لراوبر ټول پښتون اولس پكې غوړيدلي سرلوړي اوسمسو رژوند ولري ،پــــه دره نــاوي ســـــــره