کور / کیسه / د میرزکې دمسکوکاتوخزانه

د میرزکې دمسکوکاتوخزانه

دهېواد په جنوب او جنوب ختیځ کې د لرغونو سیمو د څېړنې په سیمینار کې، زما لپاره، د میرزکې د مسکوکاتو خزانه ، په نامه موضوع ټاکل شوې وه. کله چې ما ددغې حیرانوونکې اولرغونې خزانې بډاینې، غنامندي او تاریخي اهمیت په اړه خپله دویمه مقاله لیکله، نو دا موضوع دومره ژوره او ستره را ته ښکاره شوه چې،له ځانه سره مې وویل :
کاشکې ! ددغه سیمینار نیمه ورځ یوازې د میرزکې د مسکوکاتو خزانې ته وقف شوې وای. یا ددې لرغونې پانګې په اړه، په راتلونکې کې یو ځانګړی یو ورځنی علمي ـ څېړنیز سیمینارجوړ شوی وای. ځکه دغې خزانې نه یوازې د هېواد پوهان، بلکې بهرني سیکه پېژندونکي او لرغونپوهان لکه فرانسوی سیکه پېژندونکی او لرغونپوه اوسموند بوپراچي او فرانسوی ژورنالیست فلیپ پلاندرن چې د لرغونپوهنې په برخه کې څېړنې اوعلمي رپوټونه لري، بېخې حیران کړي او په سخت تعجب کې اچولي دي. ان دغه پوهان خو لا څه کوي چې، د ټولې نړۍ د لرغونپوهنې او سیکو متخصیصین یې هک پک کړي دي. ځکه د نړۍ په نورو سیمو کې د لرغونو سیکو ډېرې کمې نمونې ، یانې زیاتره یو دوه یا درې څلور یوځای پیداکېدلی شي او پیداشوې هم دي، مګر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیزښار ته څیرمه، د میرزکې په سیمه کې ،د سرو او سپینو زرو او د مسو په ټنونوسیکې اوپه سلګونوکیلوګرامه نور قیمتی شیان چې، په هغو کې تر ۳۵۰ کیلو ګرامه زیاتې ګیڼې ، ډول ډول زیورات او قیمت بیه لوښي شامل وو، ټول غونډ یوځای او په یوه چینه کې پیدا شول . په دغو څیزونو سربیره ،« یو مسي سپی،۹ ماران،۲۳ د سروزرو جامونه،۷۰ سرې سیکې، ۱۲ شپېلۍ (تولې) او نورد سروزرو شیان، ا۳۰ مسي سیکې،  ۸۳د سپینو زرو سیکې،۷۰ د سروزرو غشي(تیر) او طلایي چاقوګان، ۱۷۰ کیلو سره زر او نور بېلابېل توکي،۳۵۰، ۱منه سره زر (کابو۲۱۵۰  کیلو ګرامه طلا) او نور ې ډول ډول سیکې شاملې وې.» (۱)په دې اړه ، تر دې سرلیک لاندې « کار حفریات غیر فنی وغیر مجازتپه های میرزکه » په نامه په پېښور کې د ۱۹۹۴ م. کال د جولای په ۲۲ نېټه (۱۳۷۳ـ چنګاښ)د (وفا) په اخبار کې یوه مفصله مقاله چاپ شوې ده او لیکوال یې ددغې فرهنګي پانګې دخبراو معلوماتو د خپریدو په برخه کې،حقیقت ته ډېرنژدې ،لومړني او ډېر ګټور ټکي خپاره کړي دي. پورتني قیمت بیه  شیان ، ددغې سیمې یوه سړي ددغې مقالې لیکوال ته ورښودلې او هغه په خپلو سترګو له دغو آثارو نه لیدنه کړې وه. «دغه ټول آثارپه یوه کانتینر کې ځای پر ځای شوي وواو څو کسو د هغو ساتنه کوله. خریدار به د کانتینر په منځ کې دغه ټول شیان کتل او بیا به یې بیه ورسره کوله. په لومړی سر کې ددغو لرغونو آثارو خریدار پاکستانیان وو.
د پکتیا خلکو روایت کاوه چې، د شوروی ځواکونویوځل د میرزکې د غونډیو په لمنو کې بم وغورځاوه او هغه کار په دغه سیمه کې چې چاودنه پکې شوې وه ، د میرزکې دخزانې د کشف سبب شو.دغه خزانه، وروسته د دغې سیمې خلکو په خپله ولکه کې د هغې د راوستلو لپاره کوښښ پیل کړاو له دې امله، د سیمې د خلکو تر منځ جګړه هم وشوه. په پای کې داسې پریکړه وکړه چې،د میرزکې خزانه د ټولو هغو خلکو ګډ مال دی، کوم چې ددغې سیمې په ګاونډ کې پراته دي. له دغې پریکړې وروسته یې ددغې خزانې په نافني اوغیر علمي کیندنه باندې پیل وکړاو په دې ډول، دغه خزانه د لرغونو آثارو د قاچاق وړونکو لاسته ورغله.»(۲) د میرزکې په سیمه کې ، د غیر رسمی کیندنې په پایله کې، د سرواو سپینو زرو ستره خزانه او طلایی مجسمې او همداراز، دوه درې ټنه د سرو اوسپینوزرو سیکې چې، د یوه نامتو سیکه پېژندونکي په قول: تر دغه وخته پورې، په ټوله نړۍ کې د سیکو ستره خزانه وه، مګر دغه ټول مسکوکات په چټکۍ سره له هېواد نه وایستل شول او د نیویارک، زوریخ، توکیو اولندن نړیوالو بازارونو ته یووړل شول اوپه ډېره جګه بیه باندې خرڅ شول .» (۳ ) همدا علت و چې، «یونسکو د ۱۹۹۴م .کال د اپریل په لومړۍ نېټه دا اعلان وکړ چې،اروپایی بازارونه د لرغونوافغاني آثارو له [خوشبویی] نه ډک شول.» (۴) دا چې دغوآثارو څنګه د آسیا، اروپا او امریکا بازارونو ته خوشبویی ورکړه، داویلی شو چې، دا د میرزکې د لرغونو مسکوکاتو د قیمت بیه خزانې د سیکو زور وو!
هسې خو د افغانستان بېلا بېلې سیمې ، د لرغونو شتمنیو له پلوه، ډېر پراخ اړخونه او ابعاد لري، مګر د هېواد په جنوب کې ، د میرزکې د لرغونو آثارو او مسکوکاتو خزانې دا وښوده چې، د ګران افغانستان د جنوب او جنوب ختیځ سیمې ، که ښې په غور او زیات دقت سره وپلټل شي، د هېواد د شمال او شمال لویدیځ په څیر له تاریخې آثارو نه ډکې دي.ځکه د افغانستان زړه تاریخې کابل، اړخونه، څنډې او لمن یې ، له تاریخې مرغلرو نه ډکه ده. افغانستان د بشري تاریخ یوه پیاوړې پایګاه او ور سره، د سترو مدنیتونو زانګو ده. دا هېواد دورېښمو د تاریخې لارې څښتن او دآسیا د څلور لارې په توګه، له حیرانوونکو اسرارو او رموزو نه ډکه خاوره ده .
میرزکه چې ، د تاریخې موقعیت له پلوه، د لرغونې ګنداهاراحوزې په زړه کې پرته ده، ددغې سیمې په غرو اودرو،یانې لرغونې ګنداهارا کې ، زیات ویدی سرودونه ویل شوي دي او په دغه سیمه کې داندروـ ګریک تمدن او د ګریکوـ بودیک تمدنونه وروسته منځ ته راغلي دي، مګر له بده مرغه، په دې اړه ډېرې وروسته څېړنې پیل شوې دي.
ښاغلی اوسموند بوپراچی،چې یو سیلونی الاصل فرانسوی لرغونپوه او د سیکې پېژندنې متخصیص دی، د فرانسې دعلمی څېړنود ملی مرکز د تحقیقاتو آمر او د سوربن پوهنتون یو پروفیسور دی او ښاغلی فلیپ پلاندرن د فرانسې هېواد دلرغونو او څېړنیزو چارود ورځپانې خبریال دی. دوﺉ دواړو په ګډه سره،( د ستر سکندرتمثال) په نامه یو کتاب لیکلی دی،چې په فرانسوي ژبه خپور شوی او تر اوسه پورې، په پښتو او دري ژبو باندې نه دی ژباړل شوی. هغوﺉ په دغه اثر کې د سیکو بېلا بېل ډولونه بیان کړي دي، مګر د کتاب عمده او اساسی شاخص د ستر سکندر تمثال ته وقف شوی دی چې، د سروزرو د مډال په بڼه ده او دغه طلایي مډال هم ، د میرزکې د مسکوکاتو په خزانه کې پیدا او له همدغه ځای نه غلا او چور شوی دی.دا کتاب ، که څه هم ، په مجموع کې، د مختلفو سیکو د فورم او ډولونو په باب بیانونه لري،مګر زیاته برخه یې د ستر سکندرد تمثال  حکایت بیانوي او د هغه سرګذشت راښيي. دوﺉ په دې نظر دي چې، د میرزکې د مسکوکاتو په خزانه کې، ددغه طلایی مډال شته والی ، د ټول بشریت لپاره یو کشف و. دا تمثال په زرګونو ډالره بیه او بې کچه تاریخې اهمیت لري. ددغه طلایی مډال ډېر ارزښت په دې کې هم دی چې، د یوه سیمه ییز هنرمند له خوا ضرب پرې وهل شوی او دغه د سروزرو تمثال ، د افغانستان او هند په سیمو کې بې ساری دی.دغه طلایی مډال تر ننه پورې هم لاس په لاس ګرځي او ټاکلی ځای یې نه دی معلوم. باید دا هم ووایو چې، دغو دواړو پوهانو، د افغانستان د فرهنګي میراثونو، دافغانستان د پاچایانو د ورک شویو خزانواو د بامیانو د فرهنګي میراث په باب ، نور دوه درې آثار هم لیکلي دي.
ښاغلي اوسموند بوپراچي، په ۱۹۹۴م. کال کې د پېښور ښار په شینواری بازار کې، له مسکوکاتو او طلایی شیانو نه، یوشمېر ډکې بوجۍ ولیدلې چې، ددغو سیکو ټول قیمتی آثار له میلاد نه مخکې پنځمې پېړۍ او له میلاد نه را وروسته درېیمې پېړۍ ته منسوب وو.دغه ټول لرغونې آثار میرزکې ته په یوه د خولې سیمه کې،له یوې چینې نه لاسته راغلي دي .
ددغه پوه د نامه ایښودنې له مخې،۱۹۴۷م. کال د میرزکې د مسکوکاتو د خزانې نا څاپي(تصادفي)کشف دی او هغه د میرزکې لومړۍ خزانه(ډیپو) ۱۹۴۷ م. کال او ۱۹۹۲ م. کال د میرزکې ددویمې خزانې کشف،دمیرزکې دویمه خزانه یاده کړې ده.
موږ په دې اړه ډېر مستند او وروستني معلومات، په فرانسوي ژبه داوسموند بوپراچي او فلیپ پلاندرن له اثر نه چې،په ګډه سره یې لیکلی دی او دغه اثر د میرزکې د مسکوکاتو په اړه، ډېر په زړه پورې ټکي لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ریاست د یوه پوه څېړنیارعبدالصمد قادریان په همکاري، یوشمېرټکي په لنډون او تلخیص سره را اخیستي دي او هیله من ددې یو چې،دغه ډېر مهم اثر په نژدې راتلونکې کې، په پښتو او دري ژبو ترجمه شي،څو زموږ پوهان په دې برخه کې زیات معلوماتونه تر لاسه کړي. ددغه اثر په استناد :
«د لومړی ځل لپاره، د باختر لرغونې خزانه،په نامه په جاپان کې یو کتلاک خپور شو. په دغه کلیکسیون کې د ډېرو منفردو (خاصو)او کمیافته آثاروعکسونه تر سترګوشول . په دې کلیکسیون کې د بېلابېلو دورو د مسکوکاتو قیمتی شیان، لوښي(ظروف)،د سروزرو بشقاپونه، ګیڼې، نور زیورات،ښکلاییز او تجملی آثارچې، د هخامنشیانو په دورې اود ګریکو ـ باختري، اندروـ ګریک، اندروـ پارت او کوشاني تمدنونو ویندوی دي، د نندارې لپاره وړاندې شول. دغه ټول لرغوني آثارد میهو(MEHO) په موزیم کې،چې مقر یې د کیتو ښارد شیګاراکی(shigaraki )په سیمه کې دی، د قیمت بیه آثارو د قاچاق وړونکو او ددغو آثارو له د لالانو نه اخیستي او تر لاسه کړي دي.»( ۵ )
دواړه پوهان فلیپ پلاندرن او اوسموند بوپراچي، ددې کلک غوښتونکی دي چې، دافغانستان دولت دغه قیمتي خزانه چې، ددغه هېواد له سینې او زړه نه پردوغلا کړې ده او دغه هیواد په قانوني توګه د هغو مالک دی، د جاپان د میهو له موزیم نه وغواړی او بیر ته یې خپل اصلي ټاټوبي ته مسترد او واستوي
په دغه خزانه کې ، وروستۍ سیکې د واسودیواد واکمنۍ په دورې پورې اړه لري، چې د کوشانی لړۍ وروستی پاچا دی. یا په بله وینا،داسې ګمان کوو چې،دغه آثار دغې سیمې ته د ساسانیانو له ورتګ نه مخکې ځای پر ځای شوي دي، چې دا وخت ددرېیمې میلادي پېړۍ پیل او داندوس د حوزې د سوبې او فتحې وخت دی.
درنوپوهانو!
« اوس د میرزکې د مسکوکاتو ددرېوټنو(kg  ۳۰۰۰)په شاو خوا کې، د سویس هېواد په یوه نا څارونکې سیمه(غیر قابل نظارت) کې چې، د (بال) په نامه سره یادېږي، د هغه هېواد هوایي ډګر ته نژدې پرته ده، هلته غلې ځای پر ځای شوې او ساتنه یې کېږي.
په اصل کې. د میرزکې د مسکوکاتو د خزانې ډېره اصلی او مهمه برخه، د جاپان د میهو موزیم په کلیکسیون کې پرته ده. د میرزکې د مسکوکاتو او لرغونو آثارو په دغه خزانه کې، د مختلفو دورود سیکو بېلا بېل ډولونه چې، په هغو کې د نړۍ تر ټولو نه قیمت بیه سیکې او آثار موجود دي او دغه آثار ، د بانکونو د امانتونو صندوق ته ورته دي،لیدلې کېږي.
د ستر سکندر تمثال(څېره) اثرد یوې لویې غلا او حیرانوونکي چوراو د افغانستان د یوې لرغونې شتمنې او تاریخې خزانې ځلانده حکایت او کیسه بیانوي. ددغه ډېر ارزښتناک او نادر اثر لیکوالو،د خپل شخصي ذوق او د مسلک د تقدس او سپېڅلتیا په نامه، د میرزکې د خزانې د پلټنې لپاره، له اروپا نه تر جاپان پورې ، د سیند دریاب له غاړو نه د تیریدو په لاره باندې، سخت سفر کړی دی.
کله چې، په ۱۹۹۲ ز. کال کې د سیمې خلکو، د میرزکې د مسکوکاتو خزانه له تورو خاورو نه راوایستله، ددغه اثر د معلوماتو له مخې، د هغې ټول وزن کابو، څلور زره کیلو ګرامه کېده .د مسکوکاتو په دغه دویم کشف کې، بیا هم ډېر لرغونی آثاراو مختلفې د مسو، سرو او سپینو زرو سیکې، د بېلا بېلو زیوراتو مجموعې(ټولګې)، ښکلاییزاوتجملي سامان الات، د سروزرو بشقاپونه او قیمت بیه ډبرې شاملې وې چې، د هخامنشیانو د سترواکي د اعتلا تر دورې( له میلاد نه مخکې پنځمه پېړۍ)او د کوشانیانو د امپراتوري د زوال او انقراض تر وخته پورې، زمانه په غېږ کې نیسي.
قاچاق وړونکو اوغلو، دافغانستان دغه ملي او هېوادنۍ شتمنې غلا او چورکړه او وروسته یې ، د نړۍ په مختلفو بازارونو کې، په میلیاردرو کلیکسیونرانو باندې خرڅه کړه.
کله چې، په ۲۰۰۳ ز. کال کې، د لندن په یوه بازار کې،د ستر سکندر د سروزرو تمثال، د هغه کس له لاسه تر لاسه شو چې،له پېښور نه هلته تللی و. ښاغلی اوسموند بوپراچي، ددغه استثنایي او منفرد مډال تاریخې ارزښت داسې بیانوي :
« دا مډال له شک پرته، د سوبمن (فاتح) سکندریوازنی تمثال او د هغه ژوند را ښیي!»(۶)
سکندر په ۳۲۶ ق.م. کې د فارس سترواکی له نیولو نه وروسته،د سیند له دریاب نه تیر شواو د فیلانو د سپاره نظام پوځ یې، د پاروس(poros)پاچا مات کړ. دغه کار په منځنۍ آسیا او د هند په ځمکو کې، د څلور سوه کلن دوران لپاره، د یونانیانو د واکمنۍ ددورې د سر ټکی شو. ددغه طلایي مډال په مخ باندې، چې د سوبمن سکندر د بریالیتوب په ویاړ جوړاوکیښل شوی و،د سکندر یوه خولۍ پر سر ده او د فیل په شا چې، د زیوس ځواک ور سره دی، د نندارې لپاره وړاندې شوی دی.دغه مډال په ټوله نړۍ کې بل ثاني نه لري او د سکندر جنرالانو د هغه د لرلو ویاړ نه درلود. دغه ستر سوغات چې مخکې نا پېژندل شوی پاتې وو، دا ده له فراموشی او له هیرې شوې نړۍ نه را ښکاره شو او له دغه تمثال نه، دتاریخ لیکوال کولی شي، د نړۍ د ویاړمن بشر دتاریخي متن یوه پاڼه له دغه مډال نه ولیکي.  هو، د سکندر نور تمثالونه دهغه له مړینې وروسته، ډېر زیات جوړ او زیاتره یې کشف شوي هم دي. ددغې مقالې په پای کې،په لوړرتبه حکومتي چارواکو باندې ،یو وار بیا، دا غږ کوو چې،
دافغانستان اوسنی حکومت ، د هېواد د ملي شتمنیو اوبیت المال د ساتنې په اړه تاریخې مکلفیت لري. حکومت باید د میرزکې د مسکوکاتو د خزانې په څیر، د نورو تاریخې او لرغونو آثارو دفاع وکړي او له بهر نه، د یونسکو او نورو قانوني مراجعو په مرسته، دافغانستان د مظلوم ولس هېوادنۍ شتمنې ، بیر ته ددغه هېواد د فرهنګیانو او خلکو په واک کې ورکړي.
ددې په څنګ کې، دا یادونه هم لازمی بولو چې، دافغانستان د ټولو وګړو تاریخې دنده ده چې، د لرغونو ساحواو آثارو د کشف او ساتنې په برخه کې،له افغاني پوهانو سره مرسته وکړي. موږ حکومت ته دا وړاندیز هم کوو، چې د لرغونو آثارو او سیمو د ساتنې او کشف په برخه کې،  تر ټولو غوره لار داده چې، خپل ولس ددغو قیمت بیه شتمنیوپه ارزښت وپوهول شي ا و د لرغونو سیمو او ساحو د ساتنې په برخه کې، دهغې سیمې خلکو ته وړ سهم او ونډه ورکړل شي .
اخځونه
۱ـ ۱کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی،تاراج ګنجینه های فرهنګی  افغانستان.،لپه (مجله)،کابل،د څرک د مدني او کلتوري ټولنې درې میاشتنۍ خبرونه ، ۱۳۸۴ ل . کال، ۳ـ۴ ګڼه۵۶،مخ.
۲ـ تاراج ګنجینه های فرهنګی افغانستان.
 ۳ ـ پورتنی اثر!
 ۴ ـ هماغه ماءخذ!
۵ ـ اوسموند بوپراچي ـ فلیپ پلاندرن، د ستر سکندر تمثال( په فرانسوي ژبه)د څېړنیار عبدالصمد قادریان په مرسته.
۶ـ د ستر سکندر تمثال!