کور / تازه خبرونه / کندهارکې کورنيوبېځايه سويوته خوراکې توکې ورکړل سول

کندهارکې کورنيوبېځايه سويوته خوراکې توکې ورکړل سول

په کندهارکې دنړيوال خوارکې پروګرام يا(ډبليو،ايف ،پي )په مټ چمتوسوي په لس ګونوټنه خوراکي توکې بې وزله ګډواولوکورنيوباندي وويشل سول .
دکندهاردطبعي پېښوپه وړاندي دچمتووالي دکمېټې مشرمحمدهاشم صدوزي لراوبرته وويل چې تازه مرسته سوي خوراکي توکې پرهغو٢٦٧٩ داخلي بيځايه کورنيوباندي وېشل کيږي چې دسيمه ييزناخوالواووچکاليوله ويري په کندهارکې مېشتي دي .
دنوموړي په خبره چې هري کډوالي کورنۍ ته سل کيلوګرامه غنم ،لس کيلوګرامه دال اواوه کيلوګرامه غوړي ورکول کيږي .