کور / تازه خبرونه / زابل کې بياولسي وګړي په ماين کې وژل سوي

زابل کې بياولسي وګړي په ماين کې وژل سوي

په زابل کې ملکي وګړوپرمازداموټردسړک دغاړي دماين چاودنه سوې اودرې تنه يې ځاى پرځاى وژلي دي .
پېښه نن سهارڅه باندي نهه بجې دکلات اوسيوري والسوالۍ ترمنځ پرغځېدلې لويه لارباندي رامنځ ته سوې .
دزابل امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ لراوبرته وويل چې دولسي وګړويوباروړونکې مازداموټرله سيمي څخه دتيرېدوپه حال کې وچې دسړک دغاړي پرماين وربرابرسو.
دنوموړي په خبره چې په مازداموټرکې سپاره درې واړه کسان ځاي پرځاى وژل سوي اوموټريې هم ويجاړسوى .
سرجنګ دپېښي پړه ددولت دوسله والومخالفينوپرغاړه ورواچول چې په وينايې تل په ورته پېښوکې ولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه وي
تردې مخکې هم ددغه ولايت دشينکۍ اوشملزو والسواليوترمنځ پرلويه لارپه ورته پېښه کې دکوچيانويوتراکتورپرماين وخوت چې دمېرمنواوچنيانوپه ګډون يې دولس تنه ووژل .


دغه راز دزابل امنيه قومندان په شهرصفاوالسوالۍ کې دوسله والوغلودهغې ډلې دنيول کېدوخبرهم ورکړچې په وسله والوغلاويې لاس پوري کاوه .
مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وويل چې نيول سويووسله والوغلوتيره شپه په شهري صفاوالسوالۍ کې هڅه کول چې ديوې سراچې موټرچلوونکې ووژنې اودهغوى موټرغلاکړي .
ده زياته کړل چې نيول سوي غله پنځه تنه دي چې په نوروغلاواوشکونوکې هم لاس لري اودپاتي ملګرودنيول کېدوپه هڅه کې يې دي .