کور / تازه خبرونه / سفير فداحسين ،په کندهارکې ملي پانګه والوته دستونزودحل ژمنه ورکړل

سفير فداحسين ،په کندهارکې ملي پانګه والوته دستونزودحل ژمنه ورکړل

په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفيرفداحسين مالکي په کندهارکې له ملي پانګه والوسره ژمنه وکړه چې هيوادبه يې دافغاني سوداګرولپاره وړاسانتياوي چمتوکوي .
له ځکمنۍ لاري دوېزوترلاسه کول ،دايران له خاوري څخه بياترافغان پولي پوري دټرانزيټي مالونوپلټلل ،دافغانستان وچې اوتازه ميوې دايران په مارکه نوروهيوادونوته لېږدول اودهغوزرګونوټانکروتيلودقراردادلانجمنه مسله  چې افغاني سوداګروله ايران سره کړي ،دافغان سوداګروهغه غوښتنې وې چې دايران له سفيرڅخه يې په حل کېدوکې دمرستې غوښتنه وکړل .
افغاني سوداګروايې چې دايران دسفارت له لوري يوازي دهوايې سفر ويزې ورکول کيږي اودوهم کله چې دايران له خاوري څخه ترافغان پولي مالونه لېږدوي دايراني پوليسوله لوري يې ټرانزيټي مالونه بيابياکتل کيږي چې له کبله يې دمالونوپه لېږدولوکې ځنډرامنځ ته کيږي .
دسيمي تجارانودهغوزرګونوټانکروتيلومسله بيابياتکرارول چې دايراني شرکتونوسره يې دقراردادهوکړه سوې .
دملي پانګه والوپه خبره چې دايران دمشهددتيلوپه دوهم نمبرزيرمه کې له دوى سره د(١٥٠٠٠٠)سل زره اوپنځه سوه  ټانکروتيلو قراردادسوي اويوه اندازه پيسي هم دوى ورکړي خوافغانستان ته يې په وارېدوکې دايران اړوندوزارتونه ستونزي جوړه وي .
دکندهارتجاران وايې چې ددغوتيلودوارېدېدولپاره يې  په اسلام قلعه کې ستري زېرمي هم جوړي کړي اوټوله ماشينري يې له اوروپايې مماليکوڅخه ورته راوړې ده .
په کندهارکې دتيلوسوداګرزياته ويي چې پرقاچاقي لاروباندي دتيلوواريدل دوام لري خوهغه قانوني قراردادچې دوى کړى په وړاندي يې دايران چارواکې ستونزي جوړه وي .
فداحسين مالکي وويل هيواديې چمتودى چې له افغانستان سره ديوه ښه ګاوڼدي په توګه داقتصادي ،ښونېزواوکرنيزوچاروپه برخه کې خپلي پراخي مرستې وکړي .
نوموړي چې په يوه ورځني سفرکندهار ته راغلى ملي پانګه والوته ډاډورکړچې دستونزوپه حل کېدوکې به يې پروخت ګامونه اخلي .