کور / کیسه / بې ځــــــــوابـــه

بې ځــــــــوابـــه

دمني سړې سيلې له ونو پاڼې رژولې وې ، ساړه باد دهغوى لغړ او سپېره  ښاخونه  لکه زمو ږ ولس په خپلو منځو کې په جنګ اچولي وو .
 دکلي مشران د جو مات اخوا څنډې ته چېرته چې د باد مخه بنده وه ، پيتاوې ( لمر ) ته سره  غوڼد ناست وو. خو موږ لا د نن په سر ناتوا نه نه وو . په يخ مو پروا نه راتله   ګرد خط مو ايستلى و او په منځ  کې موورته چا ر مغز ايښي وو.
  د مشرانو د خبرو غږ مو اوريد ، له خبرو نه يې خندا ډېره وه اونوره هم ډېرېده . لو به مو بس کړه   دهغوى په لور روان شو و .
مجيد ديواله ته جو خت ولاړ و ، ترپټولاندې سينې پورې ټينګ څه نيولي و  او دنورو خولې د هغه لورته له خندا وازې وې ،يوه غږ کړ : ښه نوکر يې موندلى، دا وايه چې ډوډۍ خو در باندې نه پخوي ؟ بيا د خند ا هر شو ، ابل سر له پټو راو ويست : يو ځان شر موي او بل … که زوى واى بيا هم يوه خبره  په تا څه سخته ده چې لور ځان سره ګرځوې ؟
  مجيد ټولو ته وکتلې اوبيا يې غږ کړ : ګورئ ظالمانو ! زړونه مو نه خوږيږي ، څه ګلالي زامن مې وو ، خو چې د خداى رضا نه وه رانه وايې خستل ، په خپلو لاسونو مو راسره خښ کړل ، لورا وزوى چا راښکلي او بيا زه خو ټوله زندګي کې ايکه يوه لور لرم او هغه هم دا سې لور ، مخ يې ورته له پټو راوويست ، هغې    تورچنګ باڼه   له سترګوو پورته کړل لمريې سترګې وه برېښولې په شوڼدو يې  موسکا خپره شوه اوبېرته يې  سر د پلار پر سينه کېښود ،  ناست خلک ټول دهغه مظلوميت او ددې ما شومې ښکلا منتر کړل ، غلي کېناستل او مجيد مخ په کور روان شو .
×××
   د نرګس کوچنۍ پښې دتګ راتګ جوګه شوې وې  او په ځينو کارونو کې خپل وس له مور سره مر سته کوله ، مجيد چې به کله دهغې په وړولاسونو کې لوټکه وليده رنګ به يې وغوړيد او سترګو کې به موسک شو .
 نن شپه يې تر ډېره څنګ ته کېنولې وه ، سترګې څو ځلې خوب پټې کړې خو دده تر ې زړه نه مړېده بېرته به يې ويښه کړه .
  اسويلى يې  وويست ،   ميرمن ته يې مخ راواړو : وطن کې نورې  شپې نه تېريږي ، څه چې مو زده وه هغه ارزښت نه لري ، ته خبره يې زه سبا روان يم خو تا ته ايکي يو امانت پرېږدم ، منم چې له ما تا ته ډېره ګرانه ده خو بياهم ډېر اتياط پرې کاوه  بې ځايه لو بو ته يې مه پريږده هسې نه خداى نخواسته …. ستونې ډک شو ، په ويدو يې ښکل کړه او بيا خپل ځاى کې وغزيد .
  سبا چې څنګه نرګس  له خوب نه  پورته شوه او د پلار په خالي کټ يې سترگې ونښتې ، په منډه مورته راغله ، هغې په اخوا ديخوا خبرو تېر ويسته.
. مورچې به يې کله ورته دکوم کار  وويل ، د خاوند خبره ( ډېر اتياط پرې کوه .. ) به ورياده شوه بېرته به يې  ورغږ کړ :ځه  لورې ته کينه زه خپله ورځم ،  ټو ل کارونه يې  په خپل  سر ا خستي وو ، خو ونه شوه دا څو مه ورځ وه چې کورکې خس خلاص شوي وو ، وړه لوريې له نورو کليوالو نجونو سر ه خاشاکو ټولولو ته وليږله ، تر ډېره ځايه يې ورپسې دبام له سر نه کتلې  هغه له مخامخ غوڼدۍ واوښته .
 زړه يې اوارډبيده ، غرمه شوه ، کله به بام ته وخته ، کله به يې دانګړ ور ته  ورمندې کړې ، دخاوند خبرې ذهن ته تلې را تلې ، بيا بام ته وخته په مخامخ غونډۍ يې سترګې نښلولې وې ،شيبه وروسته يو ډوب غږ دغونډې له سرنه راوا وښت  ، په منډه له بام نه را ښکته شوه ، کله به بام او کله دروازې ته تله زمکې ځاى نه ورکاوه .
 د ماسپښين د اذان غږ شو بيا بام ته پورته شو ه دکلا شاته يې غږونه واورېدل  په منډه را کوزه شوه لا دانګړ ورته نه وه رسېدلې چې  دواړه پټې بېرته شوې .کليوال له کټ سره راننوتل دانګړ منځ کې کېښود . حويلى له ښځو ډک شو ، هغې دلور له مخ نه څادر پورته کړ :
ددواړو کوچنيو لاسونودبندونو پر ځاى يې سپينې لتې تاوې وې ، ديو ې سترگې ځاى يې پاغوندې نيولى و او بله سترګه يې پلستر وه .
 چيغه يې کړ ه : نه دا  زما لور نه ده ، دنرګس سترګې داسې نه وې ، داهغه نه ده اوله دې سره په زمکه راو لويده .
  ښځې پرې را ټولې شوې ، يوې يې سر غيږ کې کېښود : ګوره خورې ! اوس هم دخداى شکر دى ، که په خپل وخت يې روغتون ته نه وى رسولې ترې خلاصه به وې ، هغه ښه شيبه غلې وه د خاوند خبرې په زړه را واوښتې   يودم يې په کټ منګلې ښخې کړې ، زه به څه ځواب ورکوم هغه په ما ډېر سپارښت کړى و، وايي کنه څه ځواب … ؟
  ښځو يو بل ته کتلې ، ټولې غلې وې ، هغه يې له کټ نه لرې کړه نصيحتونه ورته پيل کړل .
                                ××××
 د لور ليدل نورهغې ته دخوشالۍ خبره نه وه ، په ليدلو يې او ښکې بهيدلې ، نرګس هماغه شان بې هوښه پرته وه کله به يې غږ کړ : دا څنګه توره شپه ده ، ريکن ولګوئ  هيڅ نه وينم، دمور په زړه کې به  يې لمبه تاوه شوه شونډې به يې په غاښ کړې بېرته به غلې شوه .
                                    ××××
مونږ ته دا حال له وطن نه را غلي يو کليوال تېر کړ  ، له دې پس مو هره ورځ په کورکې په همدې اړه خبرې کېدې ، نن  مې بيا په دې اړه   مور لګيا وه ،   لا په همدې خبرو کې وو چې  ور وټکېد ، يو بل ته مو وکتل خو سره و مو نه پيژ ندل ، دپاتې کېدو ټينګار مې وکړ ، هغه زما د مشر ورور د نوم پو ښتنه  وکړه ،  د حجرې ور مې پرانيست  هغه ويل  زه د مجيد  اوښى يم ، خورزه مې راو ستې شير پاوهسپتال  کې بستر ده .
 مورته مې دهغه په اړه ووې ، هغې  ژر راغبرګه کړه :  زمونږ چې په کې بحث وو ، د      هما غې نجلۍ  ماما دى .
 سودا مې نوره هم زياته شوه د چايو پتنوس مې وروړ، هغه ټوله کيسه وکړه ، نورجګيده ماوې نه،  نن شپه به همدلته يې . هغه وې : دامو دويمه  جمعه ده ، ايله اوس مو کور پيدا کړ ، ځمه هلته به رآته خور او خورزه دواړه په تمه وي نن مو خارجوي ، شپې ته همدلته را ځو .
 هغه له حجرې ووت او زما سودا يې نوره هم زياته کړه ، دنرګس دکو چينوالي څېره مې سترګو  ته وړاندې – وړاندې کېدله .
 کورکې مې دهغوى دراتګ ووېل او زه په منډه بازارته لاړم .
  هغوى لا نه وو را غلي ، راتګ ته يې ټول په تمه وو ، دموټر له هارنډ سره سم د دروازې د زنګ  غږ  را غى ، په منډه ووتم ور مې بيرته کړ ، هغه حجرې ته لاړ او دايې مور له اوږې نه نېوله وه کورته يې دننه کړه کټ کې وغزيده سپينه پرده يې پرې اواره کړه،  دې مې د مور پر اوږه سر کېښود ښه يې  وژړل ، خو هغه لکه چې پوره په حال نه وه ، کله به يې بې منګلو لاسونه له له پردې راوويستل مخ به يې اخوا ديخوا واړو بېرته به غلې شو ه.
  هغې دخپلې لور کيسه پيل کړه ، مشر ورور مې دنرګس له ما ما سره په حجره کې نا ست و، څو کرته به جګ شوم خو تګ ته مې زړه نه کېده بېرته به کېناستم هغې کيسه خلاصه کړه ماته يې مخ راواړو : اسده ! تا خو نرګس   ليدلې وه ، او بيا يې په چيغه وويل دا هما غه نرګس …
 مور مې بيا ترې پوښتنه وکړه ، هغې ووېل : دواړه لاسونه يې بندونو کې پرې سوي دي  ، يوه سترګه يې وتلې ده ،  خودا بله دخداى فضل ده  ټپ يې جوړشوى سبا ترې پټۍ لرې کوي .
 دچاى پياله يې کېښوده په مخامخ غټه هنداره يې سترګې نښلو لې وې ، ټول غلي وو،  يوازې راډيو وه چې غږېدله .يو دم له راډيو ديوې  امريکايي مېرمن اواز له ژړا سره راووت ، ټول ځير شوو ، ددې ميرمنې خاوند دکويټ په جګړه کې چېرته چې يورا نيمي وسلې کارول شوې وې ، برخه اخسته وه ددې دنوې پيدا شوې لور پر مخ دهمدغو يورانيمي وسلو ا غيز شوى و اوپر مخ يې دوه درې توردا غونه پيدا شوي وو.
  هغې په ډېرې خواشينۍ او ژړه غونې غږ وويل : که سبا مې لور په هنداره کې خپل داغونه وګوري او رانه وپوښتي څه ځواب به ورکوم  ؟.
   دنرګس مور په اوتر نظر نرګس ته وکتلې او بيا يې   مخا مخ    هندارې ته سترګې واړولې ولړزيده ، دنرګس په سينه يې سر کېښود اوداسې چيغه  وويسته چې دټولو پښې يې سستې کړې .
                                                                     ١٣٧٨ – ٩-١٨ – کابل دفتح الله  کلا