کور / تازه خبرونه / كندهار: الوتكه ولوېده، پيلوټ زخمي سو

كندهار: الوتكه ولوېده، پيلوټ زخمي سو



د برتانيې د دفاع وزارت د كندهار په هوايي ډګر كي د خپلي يوې الوتكي د لوېدو پخلى وكړ
د دفاع وزارت وايي دغه پېښه نن د پنج شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت سهار لس نيمي بجې رامنځته سوه.
په خبر پاڼه كي راغلي چي الوتكه د تخنيكي عوارضو له كبله بېړنۍ ناستي ته مجبوره سوه، چي پر مځكه له كښېنستو دمخه ولوېده او پيلوټ يې په سطحي ډول زخمي سوى دئ..
خبرپاڼه وايي په الوتكه كي نور مسافر نه وه ناست، او د پيلوټ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ.
د دفاع وزارت خبرپاڼه زياتوي چي داسي نښي نه ليدل كېږي چي الوتكه دي د طالبانو د بريد له كبله ناستي ته مجبوره سوې وي.


د خبرپاڼي له مخي د دې الوتكي بيه ۲۰ ميليونه پونډه ښودل سوې ده.