کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: افغان طالب قومندان وژل سوى دئ

پښتونخوا: افغان طالب قومندان وژل سوى دئ


لوېديځو مطبوعاتو د پښتونخوا ايالت په پېښور كي د يوه افغان طالب قومندان او څلورو ملګرو د وژني خبر وركړ.
راپورونه وايي د يحيى مصطفى په نوم دغه قومندان چي د كامران، الياس او هجرت په مستعارو نومانو يې شهرت درلود د خيبر ايجنسي په جمرود سيمه كي يې د طالبانو مشري پر غاړه درلوده.
د راپورونو له مخي قومندان يحيى يو ځل درې مياشتي دمخه په خيبر ايجنسي كي پاكستاني ځواكونو د عملياتو په ترڅ كي نيولى وو، چي بيا يې خوشي كړ، او دا دئ دوهم ځل له هغوى سره په مخامخ جنګ كي ووژل سو.
نوموړى د بيت الله مسود په جنګياليو پوري اړوند كس بلل سوى چي وايي افغانستان ته د ناټو ځواكونو پر تلونكو اكمالاتي موټرانو به يې بريدونه كول.