کور / تازه خبرونه / پاكستان: په لوړ دير كي ۶۰ طالبان وژل سوي دي

پاكستان: په لوړ دير كي ۶۰ طالبان وژل سوي دي


د پاكستان پوځي مقامات وايي د پښتونخوا ايالت په لوړ دير كي يې د طالبانو پر يوه پټنځاى تر حملې وروسته ۶۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پاكستان پوځ وايي دغه طالبان د يوه سيمه ايز مشر په كور كي راغونډ سوي وو چي په هوايي بريد كي يې ووژل.
د پوځ په وينا د مړو شمېر په دقيق ډول نه دئ معلوم، خو دوى ته ورغلي معلومات ښيي چي په دې كور كي د ۶۰ په شاوخوا كي طالبان راټول سوي وو.