کور / سياسي / افغانستان تل د نړۍ د امپراتوريو او زبرځواکونو د سياليو ډګر ؤ

افغانستان تل د نړۍ د امپراتوريو او زبرځواکونو د سياليو ډګر ؤ

 

زموږدګران هیواد افغانستان دستراتیژیک جیوپولیتیک موقعیت له کبله٬ستروامپراتوریواودنړۍ زبرځواکونو هڅه کړی ده چی په دی سيمی باندی تسلط ولري اوترخپل اغیزلاندی یي وساتی. دا حقیقت په۱۹پیړۍ کی دبرتانیي استعماری ځواک اوتزاری روسیي ترمنځ دسیاسی شخړواو دشلمی پیړۍ په دوهمه نیمایي کی دنړۍ ددووزبرځواکونوترمنځ دسړې جګړې په پېښوکې په ښه توګه څرګندیږی. دغوسیالیو هغه وخت لا شدت وموند چی دا.خ.د.ګ.دهیواد واګې په لاس کی وا خستلې او په خاصه توګه کله چی شوروی اتحاد پرافغانستان باندی نظامی یرغل وکړ.دامریکا متحده ایالاتوله دی موقع څخه استفاده وکړه او په پاکستان کی یي ۷ګونی مېښت تنظیمونه د پاکستان په مرسته دسلا اوبودجې له خوا سمبال اوټنګ ملاتړیي وکړ.ددی تنظیمونوپه اړوند پراخ تبلیغات پیل شول اودهغوی دپیاوړتیا لپاره یي عربی جګړه ماران چی دمصراونوروعربی هیوادونوپه ځیلونوکی ووله ځیلونوڅخه راوایستل اودجګړی لپاره یي په پاکستان کی وروزل او په منظمه توګه ئې افغانستان ته رااستول چی په لومړی سرکی دعبدالله عزام اوورپسی داسامه بن لادین له خوا ئې سازماندهی کیدله.


داد ځينوغربی اوعربی هیوادونوهمغه«دازادۍ جنګیالان» دی جی همدااوس هم نږدی ټوله نړۍ په جګړه کی ورسره لاس اوګریوان ده.که دجګړې ماهیت ته سم ځیرشونوداجګړه په حقیقت کی دامریکا اوشوروی اتحاد دسیالیوجګړه وه اوزموږ دهیوادوالودواړه خواوی دجګړې دلمبودسون موادوو چی همدااس هم سره له دی چی شوروی اتحادړنګ شوی دی لا په کښی سوځی.


کله چی شوروی اتحاد دژنېودلوزناموسره سم خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل نودامریکا سیاست په دی ټکی باندی څرخیده چی جګړه نوره هم اوږده شی اودا.خ.د.ګ.حاکمیت دمذهبی تنظیمونوپه واسطه دزور له لاری رانسکورکړی.ددی سیاست څرګنده بیلګه په جلال اباد باندی دټولوتنظیمونوګډ یرغل ووچی په هغه وخت کی له سختی ماتی سره مخامخ شول اودافغانستان دجمهوریت وسله وال پوځ ځلانده بریالیتوب لاس ته راووړ.له دی بریالیتوب سره سره له بده مرغه دا.خ.د.ګ.دننه هغه مزمن مخالفتونه چی دګوند دمختلفواړخونوترمتځ تل موجودوواودګوند په دننه کی ئې دیوه اوبل دځپلولپاره دمبارزې ګرم ډګر ګرزولی ووبالاخره دډاکټرنجیب الله اوتڼی ترمنځ په وسله وال ټکرباندی بدل شول چی په نتیجه کی شهنواز تڼی دهیوادپریښودوته اړشواو په وسله وال پوځ کی دهغه یوشمیرملګری دکودتا په تړاوونیول شول٬یوشمیر یي مړه اوځینوئې خپلې دندې پریښودې چی په نتیجه کی وسله وال پوځ کمزوری اوجګړه ایزه وړتیا ئې راټیټه شوه.


په پاکستان کی داکمزورتیا راڅرګنده شوه اودافغانستان دحکومت مخالفینوته دامفکوره پیدا شوه چی باید دټولوتنظیمونوڅخه یوشمیربولندویان اوجنګیالی په یوه جلا تشکل کی راټول اویو ځانګړی یو موټی ځواک ځنی جوړ کړی چی دډاکټرنجیبالله حکومت دزور له لاری را وپرزوی دهمدی هدف لپاره دټنګ ټانګ دانستیتوت یو شمیرکوماندویا نو چی په چراټ کی اوسیدل نو موړی بولندویان او جنګیالان ترروزنی لاندی ونیول(نورالبشرنوید«وطن یا کفن»۲۶۸ـ۲۸۰ مخونه) په دی هکله حتي داسی ګونګوسی هم موجودی وی چی یوشمیر بولندویان کلیفورنیا ته هم استول شوی وو.برسیره پردی په پښتونخوا سیمو کی د(۱۶۰)په حدود کی د ینی مدرسې پرانستل شوی چی په هغوی کی ئې نه یواځی دینی زده کړی کولی بلکه داوسنیوپرمختللوعلمی اوتخنیکی اساساتوسره یي هم اشنایي پیداکوله.


دډاکټرنجیب الله دحکومت دنسکورولولپاره دی ځواک ته اړتیا پیدا نه شوه اوپه ۱۹۹۲کال کی دملګروملتونودپروګرام پرخلاف داحمدشاه مسعود (چی دغربیانو له خوا دپنجشیر دزمری لقب ورکړل شو)٬عبدالرشید دوستم(دافغانستان دجمهوریت دوه ځلی قهرمان اودمجاهدینو له خوا د ستر مجاهد اوخالد بن ولید لقب ورکړشو)اودوطن ګوند دیوشمیرکسانوپه وجود کی نظامی کودتا ته سازمان ورکړشو.سره له دی چی داکودتا دهغی د سازمان ورکوونکوله پلان سره سم بریالیتوب ته ونه رسیدله یعنی داحمدشاه مسعود اودوطن دګوند داجرائيه هیئت دیوشمیرغړو ګډ حکومت جوړ نه شو.لیکن دی ته یي په کامله توګه زمینه برابره کړه چی دمجاهدینوډلی په مسلحانه توګه دکابل ښارته داخلی شی چی په نتیجه کی ئې دملګروملتونو دسولی پروګرام له ناکامی سره مخامخ کړ.


دکابل ښارته ددی په خپل سروسله والوډلوننوتلوسره ددوی ترمنځ دخپل منځی جګړو لمبی داسی بلی شوی چی همدااوس هم لا دافغانستان ځوریدلی خلګ پکی سوځی. په پښاورکی ځینوجهادی مشرانودباندنیوځواکونوپه فشارددی پرځای چی وطن اوخلکوته د امن د راوستلو اودهیواد د بیا رغاونی په هکله فکروکړی،یوه اوبل ته په څاکیندلوپیل وکړاوهریوه ئې هڅه کوله چی په ډیره چټکی سره ځان کابل ته ورسوی اودکابل په تخت باندی کښینی اوهر یوه ئي زیار ایستلوچی دبدرګی کاروان یي څومره چی ممکن وی هغومره ستروی ترڅوئي ځواکونه له نورو تنظیمونوسره په ښه انډول کی ودریږی.


دکابل ښارته ددوی له ننوتلو سره سم په ښارکی کوڅه په کوڅه تنظیمی جګړې پیل شوې چی دجګړو په جریان کی په زرګونو بیګناه وګړوخپل خوږژوند له لاسه ورکړ.دکابل په ښارکی دخلکو په سرونوکی میخونه ټکوهل شول کور٬مال ٬شتمنی یي لوټ اوپه سلګونوناوی اوپیغلې بې پته شوې.دوی نه یواځی دا چی د بیا رغاونی اوودانولوهیڅ پلان یي نه درلود٬بلکه له ځان سره یي چور٬غلا٬وحشت اودهشت هم راوړل اودغنیمت ترنامه لاندی یي نه یواځی دخلکو شتمنی چورکړه بلکه دولتی موسسې٬دهیواد ویاړنې او تاریخ یي هم د نیستی کندې ته وغورځول.دولتی سیستم اوملی اردوچی په۱۴کلنو جګړوکی دپولادوغوندی د وخت له سړواوتودوڅخه په بریالۍ توګه راوتلې وه٬ړنګ شول. دکابل ښکلی ښارپه کنډوالوباندی بدل اوښاریان ئې دخپلوټاتوبوپریښودو ته اړشول. په لومړی سرکی ځینوهیوادونوداسی اټکل کاوه چی دیوه یا دووکلونوپه موده کی به ربانی او احمدشاه مسعود مسلط شی اوددوی په وجودکی به په دی سیمه کی خپل تسلط ټینګ کړی.خودا کارونه شواودمجاهدینوخپل منځی جګړونورهم شدت پیداکړاولمن یی په ټول افغانستان کی خپره شوه اودهغوی تورولوخړوټول افغانستان توره تیاره کړاو سیمه ایزی پاچائی اواماراتونه جوړ شول،ودانۍ اوښارونه وران شول،امنیت خوهیڅ وجود نه درلود،په وړواولویولاروکی ګام په ګام پاټکونه جوړشول،دخلکوشکول،غلاوې اولاروهنې اودښځواوپېغلو تښتونه دورځې په عادي پېښو باندی واویشتل.لنډه دا چی دځنګله قانون تسلط پیدا کړ.نورنودافغانستان خلکواونړیوالی ټولنی ددی ګډوډیوزغم نه درلود هغه ووچی نړیوالو سیاسی کړیوتصمیم ونیو چی دی وضعی ته تغیرورکړی اودټنګ ټانګ په انستیتوت کی روزل شوی اونورناراضی کسان ئې راټول اودطالبانوپه نوم غوځنګ ئې منځ ته راووړ.طالبان دسپین بولدک له لاری افغانستان ته راداخل شول اولاندی شعارونه ئې مخی ته کړل:«په ټول هیواد کی امنیت تامینول،په افغانستان ته راداخل اولاندی شعارونه ئې مخی ته کړل:«په ټول هیوادکی امنیت تامینول،په لاروکی دپاټکونولری کول،عمومی سلاټولول اوکاردکاراهل ته سپارل»،دی شعرونودهر افغان په زړه کی ځای ونیواودخلکو له خوا ئې ملاتړوشواوپه ډېره لنډه موده کی دکابل شاوخوا سیموته سلا ټولول اوکاردکاراهل ته سپارل».نوموړوشعارونو هریوه دهر افغان په زړه کی ځای ونیواو دخلکوله خوا ئې ملا تړوشو اوپه ډېره لنډه موده کی له سپین بولدک څخه دکابل شااوخواسیمو راورسیدل.


په پیل کی کله چی طالبانوپه سپین بولدک کی دجهادی قوماندانانوپه خلاف دتوپک ماشې ته لاس واچاوه نوبرهان الدین ربانی خپلو قوماندانانوته هدایت ورکړچی مرسته ورسره وکړۍ.په همدی اساس ووچی په کندهارکی دجمعیت اسلامی مشهور قوماندان ملا نقیب دکندهارقول اردوطالبانوته وسپارله چی دپرسونل اوسلا له مخی ئی هغوی ښه مجهزکړل اوپه نظامی لحاظ ئی په پښو باندی ودرول.برسیره پردی دهغوی داعاشی لپاره ئی ۸۵۰ ملیونه افغانی کندهارته ورانتقال کړی.


طالبانو داسلامی ګوند دیوه قوماندان سرکاتب عطا محمد مقاومت ډېرزر وځاپه اوپه ډیره چټکی سره غزنی ته راورسید ل.په غزنی ددولت له خوا داسلامی ګوند په مر چلونوباندی بمباری وشوه او طالبانودغزنی شاوخواسیمی دقاری بابا په مرسته پخپله ولکه کی راوستلی اومیدانښارته راورسېدل احمد شاه مسعود دطا لبا نودهرکلی لپاره میدانښارته مخی ته ورغی اوبیا ئی په چاراسیا ب کی داسلامی ګوند په مرکزونوباندی ګډ یرغل وکړ.


احمد شاه مسعود پریکړه کړی وه چی دطالبانوپه مرسته به خپل اساسی سیال(اسلامی حزب) اونورمخالفین له منځه یوسی.وروسته به بیا طالبانوته په دولت کی یوڅه ونډه ورکړی.اوکه هغوی په دی راضی نه شول نوبیا به ئی په یوه منډه بیرته دسپین بولدک له لاری پاکستان ته وشړی.مسعود له دی څخه خبرنه ووچی طالبانوپتییلی وه چی هغه به دکابل ښاربی له ډز اوډوزڅخه هغوی ته سپاری ځکه چی هغوی داسی ځواک ګرزیدلی وو چی ترشائی دسعوی عربستان اوعربی اماراتودپیسوژرندی راسمی وې اودامریکا اوپاکستان له تخنیکی اومعنوی مرستوڅخه هم برخه من وو.همدا سبب ووچی احمدشاه مسعود نه یواځی دا چی خپل هدف ته ونه رسیده بلکه څه موده وروسته ئی دکابل ښارطالبانو ته دهغوی له اټکلونوسره سم بی له ډز اوډوزڅخه پرېښود.


طالبانودکابل دښارپه ولکی کی نیولوڅخه وروسته دافغانستان دشمالی ولایاتوپه نیولو باندی پیل وکړاوپه ډېره لنډه موده کی ئی دبدخشان اوپنجشېرولایتونوڅخه پرته د افغانستان په سلوکی۹۰پخپله ولکه کی راووست.په لاروکی پاټکونه له منځه ولاړل٬له وسله والو ډلوټپلوڅخه سپکه اودرنده سلا ټوله شوه٬اوډاکتران٬انجنران٬پیلوټان اوټانکستان ئی په مولوی٬ملااو اخوند باندی بدل کړل٬دبشرد حقونونورمونه په خاصه توګه دښځود حقونونورمونه ئی داسلامی شریعت په اساس وټاکل.هغه څه چی دوی ونه شوکړای هغه کاردکاراهل ته سپارل وو.


طالبان چی له یوی خوا ئی اسلامی شریعت په دګما تیک شکل سره پلی کاوه له بلی خوا اسامه بن لادین چی دبرهان الدین ربانی په وخت کی ئی افغانی تابعت لاس ته راوړی وو٬دطالبانوله جګپو ړوچارواکوسره اړیکی ټینګ اوپه ډېره لنډه موده کی ئی هغوی ترخپل اغېزلاندی راوستل اودامر یکا دمتحده ایالاتوله سیاست څخه ئی سرغړونه پیل کړه چی په نتیجه کی دطالبانواودامریکادمتحده ایالاتوترمنځ توره پشی تېره شوه اودامریکا دمتحده ایالاتو رهبری طالبانوته پوستین سرچپه واغو ست اوتصمیم ئی ونیوچې طالبان د سیاست له ډګرڅخه لری کړی.


د۲۰۰۱کال دسپتمبرد۱۱نیټی غمیزی دامریکا حکومت دی ته اړکړچی دلوبی ډګرته په څرګنده توګه راووزی او په افغانستان کی ئی دطالبانوپه سنګرونوباندی څواکمن هوائی یرغلونه پیل اودسترودقیقوپه الکترونیکی تجهیزا توسمبالوسلا ګانوپه مرسته ئی دهغوی سنګرونه دړی وړی کړل اوپه کندز کی د طالبانونژدی اته زره جنګیالیان ئی شمالی ټلوالی ته تسلیم کړه.شمالی ټلوالې ددی لپاره چی دهغوډالروپه مقابل کی ئی ښه چوپړکړی وی چی دامریکا له خوا ورکړل شوی وو٬نوهغوی(دطالبانو۸۰۰۰جنګیالی) اوپه شمالی ولایتونوکی ئی په نوم پښتون چی زورئی ورباندی رسیده دطالب په نامه ونیول او په ستروکانتینرونوکی ئی دجوزجان ولایت دلیلی دښتی ته انتقال او دټولوبشری حقونو اوانسانی کرا مت دنورمونو خلاف ئی مړه اوژوندی یوځای ترخاورولاندی کړل چی په دی هکله دنړۍ په حبری اوډله ایزواطلاعاتی خپرونو کی انعکاس پیداکړی اود بشردحقونوملی اوبین المللی سازمانو نوهم په سختوټکوکی غندنه کړی ده.


طالبانودهیواد په سهیلی اولویدیڅوبرخوکی دکابل په شمول ټول ښارونه بی له جګړی خوشی کړل اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ په غرنیوسیموکښی مېښت چی لا تراوسه هم دافغانستان داسلامی جمهو ریت دامنیت په برخه کی سترګواښ بلل کیږی. د۱۹۹۲ –  ۲۰۰۱  کالونوپېښودا په ډاګه کړه چی هغه سیاسی ډلی چی په دی جریان کی په مختلفو بڼوراڅرګندی شوی دی داددی مودی دسناریو ظا هری لوبغاړی دی خوپه حقیقت کی دپردی شا ته لوبغاړودافغانستان څخه بهر پلانونه جوړول اودافغانانوپه واسطه ئی پلی کول.


زه په دی باندی باور لرم چی اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی ټولی سیاسی ډلې اودولتی شخصیتونه خپل مخالفین دخارجی ټولنوپه غوښتنه په غیر مناسبو نومونو باندی چی یواوبل سره لری کوی اوپه افغانی ورور ګلوی کی درزونه پیدا کوی،ونه نوموی اودملی یووالی په روحیه داسلامی اوافغانی ورورګلوی په چاپیریال کی له هیڅ ډول سرښندنی څخه ځانونه ونه سپموی څوزموږ کړیدلی او څورېدلی خلک د نوروهیوادونوپه څېرهوسا او بسیا ژوند وکړی.