کور / خبرتیا او پيغامونه / د « لر او بر لوی افغانستان » ويبپاڼي ته

د « لر او بر لوی افغانستان » ويبپاڼي ته

 د مبارکۍ پيغام


د « لر او بر لوی افغانستان » د ويبپاڼي نوښتګر او زيارکښ چلوونکي – ښاغلي عبدالله احسان ، د هغه قدرمنو ملګرو او ټولو لر او بر افغانانو ته، د اينټرنيټ په نړۍ کي د دې نوي پاڼي او نوي بدلون  مبارکي وايم .


خوښ يم، چي د دې ويبپاڼي په پېل کېدو سره،  د ډيورينډ د کرغېړني او نامنلي کرښي ددواړو خواوو افغانانو تر منځ د مخامخ کلتوري اړيکو يوه بله اغېزمنه لاره پرانېستل سوه  .


اوس د نړۍ په هر ګوټ کي اوسېدونکي افغانان کولای سي، په بېلابېلو ژبو د خپلو مېړنييو خلګودهمېشني پيوستون اود شتمن افغاني کلتور د لا زياتي ودي په لار کي ارزښتناکه برخه واخلي .


د « لر او بر لوی افغانستان » ويبپاڼه، په حقيقت کي د هغه مېړني ولس د بيا يو ځای کېدو له پاره لومړني ګامونه دي، چي د زمانو ناخوالو په ډېري بې رحمۍ سره بېل کړی دﺉ . بايد په خپلو سياسي، فرهنګي او اقتصادي هڅو سره، د دې تاريخي پيوستون بهير چټک کړو .


د لوی، سرلوړي او پرمختللي افغانستان په لار کي، ستاسو دردمنو او بارسالتو افغانانو د لازياتو برياليتوبونو په هيله .


په درناوي