کور / تازه خبرونه / کندهار،داوبورسولوشبکې ته که برېښناراکړل سي نواوبه سته

کندهار،داوبورسولوشبکې ته که برېښناراکړل سي نواوبه سته

د کندهاراوبورسولودادارې چارواکې وايې چې دبرېښنانه شتون ددې لامل ګرځېدلى چې دوى نسي کولاي په کافي اندازه دچښاک پاکې اوبه ترښاريانوپوري ورسوي .
دښاردبيلابيلوبرخو اوسيدونکې دچښاک دپاکواوبوله نشتون څخه اندېښمن دي اووايې چې اړدي له لري واټن څخه خپل داړتياوړدچښاک اوبه برابري کړي .
دښاردلويې ويالې اوميرويس مينې اوسيدونکې زياته وي چې ددوى دسيموله شلوڅخه زيات کسان په اسهالي ناروغيوباندي هم اخته سوي چې علت يې روغتيايې کارکونکې  دچښاک ناپاکې اوبه ياده وي .
دکندهارداوبورسولودغې ادارې مشرعبدالواب همرا هم دښاريانودغه ستونزه پرځاي بولي خووايې چې که په هره ورځ کې له اتوڅخه ترلسوساعتونوپوري برېښناپه واک کې ولري نودکندهارداوبورسولوشبکه ددې وړتيالري چې هره ورځ شپږسوه اتياميتره مکعبه اوبه ترښاريانوپوري ورسوي .
نوموړي يوشمېرښاريان دچښاک دپاکواوبودمحصول په نه ورکړه کې  پړه وبلل اوزياته يې کړل چې په سلوکې پنځه نوي کورنۍ داوبومحصول نه تحويله وي .
عبدالوهاب لراوبرته وويل چې دوى په هره مياشت کې يوې کورنۍ (٧٠ )اووياافغانۍ محصول ټاکلي خوايله په سلوکې پنځه کورنۍ دغه اصول پرځاى کوي .
ښاغلي همرا زياته کړل چې اداره يې يوه تصدي ده اوکه څوک محصول ورنکړي نوزياتي چاري يې په ټپيه درېدلاي سي .
دغه رازدابورسودشبکې مشردهغه درې کلن پلان څخه هم خبرورکړچې له مخې به يې دښارپنځوس زروکورنيوته دچښاک پاکي اوبه چمتوسي .
دغه پلان چې دکاناډاهيواد دسيډادمرستندويه ادارې په مالي لګښت پلى کيږي له مخې به يې دکندهارښاردابودمخکنى شبکې په ترميم اودڅاګانوپه پاک کارى کې هم کاروسي .