کور / تازه خبرونه / ورېښمين تنګي کې پراحمدولي کرزي بريدوسو

ورېښمين تنګي کې پراحمدولي کرزي بريدوسو

د ولسمشر ورور احمد ولي کرزى او ورسره مل پلاوى نن سهار د کابل- جلال آباد پر  لويه لاره، له يوه وسلوال بريده روغ  ووتل، خو يو ساتونکى يې ووژل سو.
د کندهار د ولايتي شورا رييس، احمد ولي کرزي  لراوبرته وويل ديکشنبې په ورځ  د کندهار ولايت له يوشمېر قومي مشرانو، د ولايتي شورا له استازيو او په ولسي او مشرانو جرګو کې د کندهار له يوشمېر وکيلانو سره يوځاى، د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي دليدنې لپاره دغه ولايت ته تللي وو
ده زياته کړل چې کابل ته دبيرته تګ پرمهال بريد ورباندي شاوخوا اووه بجې د سروبي ولسوالۍ په ورېښمين تنګي کې د ملا بورجان له قبر سره نږدې وراباندي وسو.
دنوموړي په ويناچې ددولت مخالفينودراکټ اوپيکاډزې  ددوى پرموټريزکاروان باندي وکړې چې يوازي دده يوساتونکې ووژل سو.
تراوسه چاددغه بريدمسوليت په غاړه ندى اخيستى .