کور / تازه خبرونه / عبدالخالق فراهي د طالبانو سره دئ

عبدالخالق فراهي د طالبانو سره دئ

په اسلام اباد کښي د افغانستان سرپرست سفیر مجنون ګلاب ځاځی وایي دوی سره طالبانو نیغ په نیغه اړیکه   ټینګه کړې نه ده ، خوداسې راپورونه دوی ته هم رسیدلي چې دافغانستان تښتول شوی سفیر حاجي عبدالخالق فراهي د پاکستان د طالبانو د غورزنګ سره دی او هغوی یې په بدل کې ۲۵ کروړه روپۍ تاوان او د خپلو ۳۰ و ملګروازادېدل غواړي .نوموړی وایي که داغوښتنه شوې هم وي نو د پاکستان د حکومت نه به  شوې وي ، په افغانستان  پورې اړه نه لري او داد پاکستان د حکومت دنده ده چې د افغانستان سفیر را پیدا کړي .

دښاغلي فراهي په اړوندپه دې وروستیو کې کمې خبرې مخې ته راځي ، دافغانستان او پاکستان مقامات په یوه مرموزه خاموشۍ کې راګیردي او تر ډېره د خبرو کولو نه ډډه کوي .داسې ښکاري لکه دا پوښتنه چې دوی ته حل وي خوپاتې نړۍ ترې خبره نه وي .