کور / شعر / جنګ

جنګ


د وینو فوارې دي هرخوا جنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


پردي خلک راغلي دي خپلوان را څخه وژني
تور سرې او سپین ږیري او ځوانان را څخه وژني
جرګې به راته څوک کوي مشران راڅخه وژني
د ګل په سینه بم تړي کمکیان را څخه وژني


نادودې مسخرې دي هرخواجنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


دا څوک دي په بمونو یې تباه  کړل زیارتونه ؟
بابا عبدالرحمان له پښتنو نه کړي سوالونه
څوک شته چې د ټوپک والا نه ونیسي لاسونه ؟
محفوظ نه دي ، د خاورو لاندې هم زمونږ هډونه


د چا دا  ا شارې دي هرخواجنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


یو خوا توره لونګۍ او بل خوا سپینه شان ماڼۍ ده
په مینځ کې یې راګېره دا زمونږه دنیاګۍ ده
چې تاو رانه چاپیره د زنځیر هره کړۍ ده
دنیا چاوی ښایسته ده ، د بارودو یوه ډېرۍ ده


په شونډو مو نعرې دي هرخواجنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


دا څه ظلم یې ولیده عالم راته ژړیږي
زما په لاس کې ګوره دا قلم راته ژړیږي
هر ګل راته ژړیږي او شبنم راته ژړیږي
زما غم یې چې ولیدلو غم راته ژړیږي


مرۍ دي ، غرغرې دي هرخواجنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


چې نن زمونږه داسې دی سبا به وي لا څنګه ؟
تور تم کې رالوی شوي یو ر ڼا به وي لا څنګه ؟
طالب به وي لا څنګه او ملا به وي لا څنګه ؟
اشنا ! بلا دې واخلمه بلا به وي لا څنګه


هم دغه څو څهرې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


تور خمه تانه پورې او راپورې دي جنګونه
پردو راته سوغات کې نن راوړي دي مرګونه
له څېرمې لیوني یو رانه هیردي خپل نومونه
توپیر نه شو کولی،کوم ازغي دي کوم ګلونه


نسکورې منارې دي هرخوا جنګ جنګ جنګ دی
زمونږ زړونه  ارې دي هر خوا جنګ جنګ جنګ دی


۲۰۰۹ / مئي / ۹
پېښور


که دا نظم په غږ کې اوریدل غواړئ نو دا ځای کليک کړئ