کور / تازه خبرونه / په کندهارکې دولسمشرکرزي په ملاتړغونډه

په کندهارکې دولسمشرکرزي په ملاتړغونډه

په کندهارکې په سل کونوتنوځوانانو،محصلينو،دبيلابيلوټولنواستازو اوروڼ آندوپه راتلونکوولسمشريزوټاکنوکې دولسمشرحامدکرزي په ملاتړغونډه وکړه .
داپه کندهارکې دخپل ډول دوهمه ستره غونډه ده چې دلوي کندهارګڼ شمېرکسان پکې ګډون کوي .
تيره ورځ دټاکنودخپلواک کميسيون دهغوکسانوابتدايې لېست خپورکړچې راتلونکوولسمشريزوټاکنوته يې ځانونه نومولي دي .
دکندهارپه نننى غوڼده کې ګډون والونيوکه درلودل چې دولسمشريزوټاکنولپاره زيات دغسي کسانوځانونه نومولي  چې ددغې څوکۍ دپالنې وړتيانلري اودټاکنوله خپلواک کميسيون څخه يې وغوښتل چې له خپل صلاحيت څخه دي په کاراخيستنه دهغوکسانوپه اړه پريکړه وکړي چې ددغې څوکۍ لپاره وړنه وي .
دټاکنودخپلواک کميسيون اعلان وکړچې دغه لېست ورستى ندي اودهغوکسانونومونونه به له لېست څخه وايستل سي چې په بشري ضدکارونوتورن ويې اوياهم کوم بل جرم پرې ثابت سي .
دزياتوسياسي څېړونکوپه آندچې ولسمشرکرزى بياهم پدغوټاکنوکې مخکښه څېره ده چې دبرياليتوب زيات چانس لري .
دنوموړي په ملاتړدپلازميني کابل په ګډون دهيوادپه ګوټ ګوټ کې دولسي مشرانوستري غونډي سوي .
په کندهارکې دبيلابيلوټولنواستازو،محصلينو،ځوانانواوروڼ آندودهيوادپه اوسنيوحالاتوکې ولسمشرکرزى بياهم يوه پياوړې سياسي څېره وبلل اودهيواددمشرتابه لپاره يې وړکس ونوماوه .
دغونډې ګډون والوپه تيراواووکلونوکې دولسمشرکرزي په مشرى له سويوپرمختګونوڅخه يادونه وکړل خوهغونيمګړتياوته يې هم ګوته ونيول چې پدغه موده کې دولس اودولت ترمنځ دفاصيلې دايجادېدولامل ګرځېدلي .
داداري فسادلمنځه وړل ،کاراهل دکارته سپارل ،متوازن معارف رامنځ ته کول اودجنګي مجريمينومحاکمه هغه غوښتنې وې چې له ولسمشرکرزي څخه يې پلويانولرلې .