کور / شعر / (و ـ ل ـ ت ) ته

(و ـ ل ـ ت ) ته

ستا په نامه ژوند تېروومه ګورمه ! هېر مي نه کړې
ګرانې ! زارۍ درته کوومـــه ګوره ! هېر مي نه کړې


تنکي يادونه دي پــــــــه ســــر لــــکــــه ايرې دوړوم 
پردي دېوال ته چې کښېنمه ګوره ! هېر مي نه کړې


درته د سره ټيکري په ښکلې شرابي پيڅــــکه کـــې
د زړه تاويز غوټه کوومه ګوره ! هېر مي نه کـــــــړې


بې وسه ژوند مي ټال تصوير دى ستا د خيال پر دېوال
ګوره ! نړېږم  ګوره ! مرمه  ګوره ! هېر مي نه کــــړې


 د پېغلې هيلې شهيد مړى دي په غېږ کې پــرېږدم
سقيم تـــنــــــهـــــــا درڅخه ځمه ګوره هېر مي نه کړې