کور / هراړخیز / د کايناتو(په سترګو نه معلومېدونکې) ستنې

د کايناتو(په سترګو نه معلومېدونکې) ستنې

 

 


موږ په ځمکه هغه وخت څوپوړه ودانۍ جوړوو،چې ستنې يې ټينګې وي، که ستنې يې محکمې نه وي ډېر ژر به را ړنګ شي ،که ودانۍ وړه وي نو بايد ديوالونه يې ټينګ او مستحکم وي ،خوکه ودانۍ جګه او لوړه وي نو ټينګو او کلکو ستنو ته اړتيالري ،نوايا دا کاينات چې نور يې په خپله خورا چټک سرعت له يوه سر څخه بل سرته نشي رسېدلاى د ستنو درلودنکى نه وي؟


الله الذي رفع السماوت بغيرعمدٍترونها ثم استوى على العرش وسخرالشمس والقمر ُکل يجرى لاجل مسمى يدبر الامريفصل الايات لعلکم بلقاء ربکم توقنون


د رعد سورت دويم ايت


ژباړه:هغه الله دى چې هغه اسمانونه په داسې  ستنو  درولي دي،چې په سترګو نه ليدل کېږي.،بيا هغه دخپل سلطنت پر تخت باندې ځلانده شو،او هغۀ لمر او سپوږمۍ د يو قانون تابع ګرځولي دي ،ددې ټول نظام هر شى تر يو ټاکلي وخت پورې چلېږي، او همغه الله ددې ټول کار تدبير کوي،هغه نشانې په ډاګه څرګنده بيانوي ښايي چې تاسې له خپل رب سره په يو ځاى کېدو باور وکړئ


دا ايت شريف دوه عمده برخې په ځان کې رانغاړي،لومړى داچې الله (ج) فرمايلي دي چې سمانونه يې په داسې ستنو هسک کړي دي،چې په سترګو د ليدلو وړ نه دي .


يانې دا چې د کايناتو ستنې(مټې) دا ايت نه نفي کوي ،بلکې دا فرمايي چې دا ستنې په سترګونه ليدلې کېږي.


دويم دا چې مسخر شوې لمر او سپوږمۍ چې بيا يې د دواړو کلمو پرځاى د کُل کلمه کارولې ده،په دې مانا چې د لمر او سپوږمۍ په ګډون ټول سماوي اجرام په يوه ټاکل شوي چورلېزکې دحرکت په حال کې دي.


د ساينس له ليدلوري لومړى او دويم دواړه (دکايناتو په سترګونه معلومېدونکې ستنې او د سماوي اجرامو حرکت له يوبل سره ژورې اړيکې لري ،ځکه حرکت او دکايناتوستنې په بشپړ ډول يو د بل مترادف دي.


په ټوليز ډول کاينات په دريو په سترګو نه معلومېدونکو ستنو ولاړ دي.


الف: هغه ستنې چې د لمريز نظام او لمر د له منځه تللو اوښوېدنې څخه مخنيوى کوي.


ب: هغه ستنې چې د کايناتوله بربادۍ څخه مخنيوى کوي.


ج: هغه ستنې چې د ټولو کايناتودخرابۍمخه نيسي.


 


 


الف:  د لمريزنظام ستنې:- لمر يوستورى دى چې د نورو ستورو په پرتله يې حجم درميانه دى ، داسې ستوري هم شته چې حجم يې په لکونو ځلې له لمر څخه لوى وي ،خو ځمکې ته دنږدېوالي له امله  لمر ستر معلومېږي .


لمر د لمريز نظام مرکز دى،چې په شاوخوا يې يوولس سياري په ټاکل شوي چورلېز څرخي ،دا سيارې بيا په خپل شاوخوا سپوږمۍ لري چې شمېر يې د ځينويوه ده لکه ځمکه د ځينو سيارو بيا ډېرې دي لکه مشتري او نور….


د لمريزنظام عمر له ٤٦٥ زره ميليونه کاله اوړي ،خو په دې دومره اوږده عمر کې هېڅ سپوږمۍ په سيارې او نه هېڅ سياره په لمر ورلوېدلې ده.


ولې؟


دا کومې ستنې دي چې د سيارو، لمراوسپوږميو په يو اوبل باندې يې د لوېدنې مخنيوى کړى دى؟


نيوټن دا ناڅرګندې ستنې د جذب او دفعې قوه ونوموله.


دا چې نيوټن څنگه د جاذبې قوه کشف کړه دلته زموږ د بحث موضوع نه ده.


د نيوټن په باره کې دا کيسه ډېره مشهوره ده ،چې يوه ورځ د مڼې د ونې لاندې ويده و، چې له ونې څخه يې مڼه په تندي راولوېده.


لمر د لمريز نظام په مرکز کې د خورا ځواکمنې جاذبې قوې په واسطه د لمريز نظام سيارې داسې کنټرولوي ،چې له خپل ټاکل شوي مدار څخه ونه تښتي،که چېرې د لمر جاذبه نه وي ،د ځمکې په ګډون به د لمريز نظام ټولې سيارې له خپل مدار څخه د لمرپه مخالف لوري سقوط وکړي.او لمريز نظام به له منځه ولاړشي.


د لمريزنظام هېڅ سياره هم په ځانګړي ډول چندان حيثيت او رول نه لري او د ځمکې په ګډون ټولې له منځه ځي ، د لمر جاذبه داسې ځواک دى چې په سترګونه ليدل کېږي خو زموږلمريز نظام کنټرولوي.


په لمريز نظام کې د دفعې قوه هم موجوده د ه ،که چېرې د دفعې قوه نه وي ، د ځمکې په ګډون به ټولې سيارې په لمر ورولوېږي او د لمر په سطحه به رانسکورې شي.


د دفعې قوه د سريع حرکت په پايله کې پيدا کېږي ، دبېلګې په ډول يوه تيږه پورته اچوو، ترڅو چې تيږه پورته حرکت کوي په ځمکه نه رالوېږي ،خو کله چې د تيږې پورته خوا ته حرکت ختم شو ،بې له ځنډه رالوېږي، الوتکه تر هغه وخته نه رانسکورېږي،تر څو چې په حرکت کې وي ،خوکله چې په هوا کې ودرېده رالوېږي ،کېداى شي ځينې خلک ووايي چې چورلکه ماسوا له دې په هوا کې له ځايه وخوځي درېږي ولې؟


ځواب دادى چې چورلکه هم حرکت کوي ،مګر دا چې هغه حرکت مساوي دى د ځمکې جذب له هغې قوې سره چې په نوموړې باندې د ځمکې له خوا واردېږي.نوځکه چورلکې په هوا کې د الوتکو په پرتله سوکه،سوکه هم حرکت کولاى شي.


دبېلګې په ډول ځمکه چې د لمريز نظام يوه سياره ده (٢٩.٤)کيلومتره په ثانيه کې دلمر په شاوخوا په يوه ټاکلي مدار کې په حرکت کې ده، دا يو ډېر توند حرکت دى،که چېرې الوتکه په دې چټکتيا حرکت وکړي نو له کابل څخه به واشنگټن ته په (٥.١٦)دقيقوکې ورسېږي. د ځمکې د احرکت دومره هم چټک نه دى چې د جاذبې قوه خنثى کړي،له همدې امله يې د لمر په سطحه د ځمکې د رالوېدنې شونتيا ختمه کړې ده.


د ساري په ډول که چېرې ځمکه يوه شېبه هم دا حرکت ونه کړي، هماغه شېبه به له منځه ولاړه شي،او دلمر په اورينه خوله کې به ورولوېږي.


په همدې ډول سيارې بيا سپوږمۍ کنټرولوي ، خلاصه داچې دا قانون په ټولو ستورو ،سيارو،او سپوږميو کې پلى دى.


خو البرټ انشټاين دا ناڅرګندې ستنې په لږ بېل ډول تشرېح کړې ، اوپه لومړي ځل يې د نيوټن د جذب او دفعې په نظريې کې څه خبرې راويستې، د انشټاين په اند ستوري دبېلګې په ډول لمر د کايناتو په هغه برخه کې چې قرار لري دغټې کتلې له امله د يوګردوالي اوتات والي لامل کېږي اوپه فضا کې تقريباً ګرده کاسه تشکيلوي.


ددې کاسې په منځ کې لمر پروت دى،او د لمريز نظام سيارې په يوه متناسب سرعت په يوه ټاکلي چورلېز د کاسې په شاوخوا دېوالونو کې د حرکت په حال کې دي ،نږدې سيارې د ديوال ډولې سيمې په ټيټه برخه کې او لرې سيارې د کاسې په غاړوکې د حرکت په حال کې دي.


دا چې ولې سيارې له لمر څخه نه تښتي،د کاسه ډوله دېوال کډى يې مخنيوى کوي او دا چې سيارې د لمر د جاذبې له امله ولې د لمر په سطحه سقوط نه کوي، مخنيوى يې د سيارو متناسب حرکت کړى ،چې د لمر په شاوخوا چورلي


همدارنګه ځمکه او نورې سيارې هم د خپلې يوڅه کتلې له امله شاوخوا ګرده کاسه جوړه کړې،چې د هريوې سيارې ځانگړې سپوږمۍ يې پر شاوخوا راڅرخي .انشټاين ټينګار کاوه،چې د لمر په شاوخوا د سيارو د انتقالي حرکت سرعت او د سپوږميو حرکت په ځانگړي ډول د ځمکې د سپوږمۍ د انتقالي حرکت سرعت ډېر دقيق او متناسب دى،که چېرې يې حرکت له دې څخه چټک شي ،سپوږمۍ او سيارې به د کاسې له شاوخوا څخه وتښتي او له منځه به ولاړشي اوکه چېرې يې چټکتيا له دې سوکه شي سپوږمۍ به د اړوندو سيارو اوسيارې به د لمر په له سطحه ورولوېږي.


 


خلق السماوات والارض بالحق يکورالليل على النهار ويکور النهارعلى الليل وسخرالشمس کل يجري لاجل مسمى الاهوالعزيزالغفار


د الزمر سورت پنځم ايت


ژباړه :هغۀ اسمانونه او ځمکه  په حقه پيدا کړي دي،هماغه پر ورځ شپه او په شپه ورځ  نغاړي،هغۀ لمر او سپوږمۍ په داسې شان رام کړي دي چې ټول   (ټول سماوي اجرام)   تريوه ټاکلي وخت پورې روان دي ،وپوهېږئ هغه برلاس او بښونکى دى،


د انشټاين ددې نظريې په اورېدلو ساينس پوهان خورا حيران شول ،ځکه دوى دوى په دې اړه د نيوټن نظريې دومره ټينګې بللې ،چې په دې فکر وو،که چېرې يو ساينسي قانون سم وي،هغه به د نيوټن همدا قانون وي.


بله داچې ساينس پوهانو به ويل چې فضا له هېڅ څخه عبارت ده،نوبيا په فضا کې د کوم قانون له مخې لمر ، ستوري او سيارې دفرورفتګي لامل کېږي ،خو انشټاين فضا هېڅ نه بلله ،بلکې فضا يې يوه ناڅرګنده شفافې ټوټې سره تشبيه کوله ؛ دا معضله همداسې پاتې شوه ترڅو چې (string theory)په نامه نظريې د انشټاين د نظريې لا پخلى وکړ.


نامتو فزيکپوه  لي سمولن(lee smolin) د خپل کتاب(three roads to quantum gravity) په يوه برخه کې ليکي: فضا له يوې اوبدل شوې شبکې(جال) څخه تشکيل شوې لکه يو رخت چې له تارونو څخه اوبدل شوى وي ،د فضا تر ټولو کوچنۍ برخه يانې(10-35meter) هم اوبدل شوې ده.


ښاغلى مارټين ريز (Martin rees) د خپل کتاب (Our cosmic habitat)په يوه برخه کې ليکي ((…د نويونظريو پر بنسټ خالي فضا هېڅ نشته….))


     او نامتو فزيکپوه (paul davies) په خپل کتاب (the edge of infinity) کې وايي چې د اوبدل شوې خو په سترګو نه معلومېدونکې فضا کشف د شلمې پېړۍ له سترو لاس ته راوړنوڅخه ده.


وَالسمَاء ذَاتِ الحُبُکِ


ژباړه:قسم دى په اسمان او په اوبدلو دده (اسمان)


د حبک کلمه څو ماناوې لري ،چې اره مانا يې اوبدل  راغلې،عربو به ښکلې او ښايسته رختونه له حبک سره تشبيه کول.


 


 


دکهکشانونو(په سترګونه معلومېدونکې ) ستنې.


کهکشان د لسهاوو بليونه ستورو،سلهاوو بليونه سيارو،زرهاووبليونه سپوږميواوبې شمېره کوچنيو سماوي اجرامو ، دهايدروجن اتومي غازاتو،پېچليو مرکباتولکه هايدروجن،کاربن اوسليکان له ټولګې څخه عبارت دى.


دا ستر کهکشان چې زموږ لمريزنظام يې يوه برخه ده په کايناتو کې د يوې سکې په ډول ښکاري ،دکهکشان ټولې اجزا چې پورته ذکرشوې ديوه واحد مرکزپه شاوخوا په ټاکل شوي مدار چورلي .ستوري ديوه کهکشان په دننه کې يوله بله دومره واټن سره لري چې د دوى د جاذبې قوه پر يوبل چندانې اغېز نه لري ، دبېلګې په ډول د لمر او ځمکې ته د تر ټولو نږدې ستوري ستوري (پراګزيما) تر منځ واټن دومره ډېر دى چې تر منځ يې دېرش ميليونه لمرونه ځايږي ،نوبيا  کوم ناڅرګندقوت دا ستر پيکر يې په يوه واحد نظام کې قايم ساتلى که چېرې دا نامريي قوت يا په سترګو نه معلومېدونکى ستنې  نه وي څه به پېښ شي ؟


ځواب: د کهکشانونو نظام به له منځه ولاړشي ، دستورو د حرکت لورى به تغير وکړي او ټول ستوري به په خپل منځ کې سره ټکر شي.


نوبيادا ټينګې ستنې چې دا ستر کهکشانونه يې منسجم کړي دي څه شى دي؟


مخکې له دې چې ددې ستنو په باره کې وغږېږو بايد لومړى په دې پوه شو چې موږ چېرته موقعيت لرو؛ځمکه د لمريز نظام چې مرکز يې لمر دى جز ده. دا لمريزنظام چې ځمکه يې يو جزده په خپل وار زموږ د کهکشان (شيدو لار)(Milky way) ډېر کوچنى جز دى ،زموږ کهکشان بيا په خپل وار يو له هغو زرهاوو ميليونه کهکشانونو څخه دى چې په کايناتوکې موقعيت لري.


د شيدو لار ياهغه کهکشان چې زموږ ځمکه پکې موقيعت لري شاوخوا سل ميليارده ستوري لري ،چې  د ستورو سيارو، سپوږميواونورو سماوي اجرامو په ډول پکې قرار لري.  کهکشان لکه مخکې چې وويل شول کټ مټ لکه دسي ډي کېسټ داسې شکل لري ،زموږ  کهکشان (دشيدولار) قطر سل زره نوري کال دى.يانې سره له دې چې نور په يوه ثانيه کې اووه نيم ځلې د ځمکې په کُرې راتاوېدى شي ،  يانې که په يو کال کې            ( ٩،٥) ټريليون کيلومتره واټن ووهي يولک کاله وروسته به زموږ د کهکشان قطر  طى کړي.


دشيدو د لارې  کهکشان شعاع پنځوس زره نوري کاله ده اومحيط يې نژدې٣١٤زره نوري کاله دى.


زموږ لمريزنظام دکهکشان ياشيدولارې  په يو داسې ځاى کې موقعيت لري چې دېرش زره نوري کاله دخپل کهکشان له مرکز څخه او شل زره نوري کاله د کهکشان له محيط څخه لرې دى.


       دشپې له مخې چې کله اسمان صاف وي،ټول هغه ستوري چې موږ يې په سترګو وينو زموږ د کهکشان(شيدولارې) ستوري دي ،هغه هم لمريز نظام ته نژدې ستوري .


زموږ د کهکشان اړوند ټول ستوري د يوه واحد مرکزپه شاوخوا چې تورغار(black hole) ورته وايي په ټاکل شوي مدار کې د حرکت په حال کې دي.


لمريز نظام د ځمکې په ګډون د کهکشان دمرکز پر شاوخوا په يوه اوږده چورلېز کې د حرکت په حال کې دي ، لمريزنظام د ٢٢٠ کيلومتر في ثانيه کې په فضاکې په يو ټاکل شوي  مدار کې دحرکت په حال کې دى.چې  ډېر چټک حرکت دى که موږ په دې اندازه تېزه الوتکه درلودلاى نو په نيمه دقيقه کې به له کابل څخه واشنگټن ته رسېده،لمريزنظام له دومره چتک حرکت سره سره  په ٢٥٠ميليونه کاله کې يوځلې د کهکشان د مرکز په شاوخوا راتاوېږي ،چې دا فاصله به نور په (١٨٨٥٧١)کالونو کې ووهي .


دا د زرهاوو ميليونه کهکشانونو څخه ديوه کهکشان پراخوالى اوستروالى په ګوته کوي،تر اوسه لمريزنظام اتلس ځلې د کهکشان د مرکز په شاوخوا راتاوو شوى،موږيې اوس په نولسم دور کې قرار لرو،خو دنولسم دور يې هم تر اوسه سل ميليونه کاله وتلي دي.


دې کهکشان ته ځکه خپل کهکشان وايو،چې زموږ لمريزنظام يې يوه برخه ده ، دا زموږ کهکشان سره له دې چې دومره پراخ دى بياهم دکايناتو په کهکشانونو کې درميانه کهکشان دى ،داسې کهکشانونه هم شته چې ١٣ ځلې زموږ له کهکشان څخه ستر دي.


په کايناتو کې شاوخوا ١٢٥ زره ميليونه کهکشانونه شته ،چې دهر کهکشان  ترمنځ منځنى واټن دوه ميليونه نوري کاله دى،


رابه شو اصلې خبرې ته چې موضوع مو محکمې ستنې وه اويا د قرانکريم په مبارکو الفاظو په سترګو نه معلومېدونکې ستنې ،چې دکهکشانونوله بربادۍ اوله منځه تګ څخه يې تراوسه مخنيوى کړى دى.


دشلمې پېړۍ تر لومړيو پورې ساينس پوهانو داسې انګېرله چې ماده هغه شي ته وايي چې د انسان له پنځو حواسو څخه يې حداقل يوحس درک کړي ،خو نننى ساينس داسې ماده پېژني چې د انسان يوحس يې هم نشي درک کولاى داسې ماده ده ،چې نه ليدل کېږي ،نه لمس کېږي ،نه اورېدل کېږي او نه هېڅ ،خو خورا قوي غيبي اغېزې لري ،نوي ساينس دا ماده(Dark matter)نومولې ده ،په لومړيو کې يې دا ماده دورکې شوې مادې (Missing metter)په نامه يادوله،خوبيا له دې نظر سره همغاړي شول چې ماده ورکه نه ،بلکې نور يې ورک دى ، نو په همدې بنسټ يې په ډېرى رايو د تياره مادې نوم پرې کېښود.


په کايناتوکې دمادې  نژدې ٩٠ سلنه همدا تياره ماده تشکيلوي ، دا چې په کايناتوکې ددې تياره  مادې په نورو دندو سربېره يوه عمده دنده دلته ذکر کوو ،چې همدا تياره ماده ډېره قوي ستن ده ،په سترګونه ليدل کېږي او د کايناتو د له منځه تللو مخنيوى يې کړى دى.


تياره ماده(Dark matter)په يکنواخته ډول د ټولو کهکشانونوپه منځ کې پاشل شوې ده او د کهکشانونوټولې اجزاوې ديو واحد مرکز په لوري رهنمايي کوي ، دا تياره او د نه ليدلو وړ ماده دومره قوي اغېزې لري ،چې زموږ د کهکشان سل ميليونه ستوري يې داسې منظم او په لار کړي دي چې د زرهاوو ميليونه کلونو په تېرېدو هېڅ يو ستورى په دې نه دى توانېدلى چې دخپل ټاکل شوي حرکت مسير تغيير کړي ، ټول ستوري ، سيارې اوسپوږمۍ د چورلېدو په حال کې دي،چې دهر يوچورلېز(مدار) يې کنټرول کړى دى ،که چېرې دا تياره ماده نه وي ، د کهکشانونو منظم حرکت به له منځه ولاړشي،ټول ستوري به يوله بل سره ټکر وکړي .


په دې ټولوسربېره دا تياره ماده ستورو ته يوه اندازه انرژي برابروي که نه نو تراوسه پورې به هغه ستوري چې عمر يې له درې ميليارده کالونواوړي له منځه تلل.


دې ته موهم بايد پام وي ،چې د لمر زياتره متره(انرژي) د ستورو او لمراوستورو په منځ کې د هستوي تعاملونوله امله برابرېږي.


 


دټولوکايناتو (په سترګونه معلومېدونکې )ستنې


د مادې د څلورو اصولو په نظرکې نيولو سره چې مخکې مو تشرېح کړل ،کاينات بايدپه ټوليزډول له منځه ولاړ شي ،يانې فضا،زمان،مکان ،ځمکه،لمر،سپوږمۍ په ټولېزډول ټول کاينات بايد په يوه واحده نقطه کې سقوط وکړي ،خو تراوسه داسې نه دي شوي ،په دې خو تر يوې اندازې پوه شووچې کهکشانونه يا زموږ لمريزنظام ولې نه دى سره ګډوډ شوى.


اوس بايد په دې پوه شو چې په ټوليز ډول کاينات چې له ١٢٥ زره ميليونه څخه د زياتوکهکشانونو درلودونکى دى ،ولې تر اوسه جوړ پاتې دى او په څه ډول په سترګو نه معلومېدونکوستنو يې د له منځه تللو مخنيوى کړى،لکه څنگه چې مخکې ذکر شول چې د يوه کهکشان اړوند ستوري په خپل منځ کې دومره سره لرې دي ،چې يو دبل جاذبې قوه پرې اغېزنه شي کولاى ،بلکې دا هماغه تياره ماده ده ،چې ټول ستوري په ټاکل شوي چورلېز باندې رهنمايي کوي ،خو ددې برعکس په ټوليزډول ټول کهکشانونه د دوى د ستر قطر په تناسب په خپل منځ کې دومره واټن نه لري ،زموږکهکشان ته نږد ې کهکشان (انډراموډا)تر دوه ميليونه نوري کاله له موږ څخه واټن لري چې په دې لار کې زموږ د کهکشان غوندې شل کهکشانونه ځايېږي ،له همدې امله کهکشانونه له يو بل سره  ژورې اړيکې لري.


زموږکهکشان(دشيدولار)د هغو دېرشو کهکشانونو له جملې څخه دى چې د (local group)يا سيمه ايزې ډلې په نامه يادېږي ، دې ته موبايد پام وي ،چې دکايناتو د ټوليزغوړېدنګ له امله د هرې شېبې په تېرېدو د کهکشانونو تر منځ واټن ډېرېږي،خو د کهکشانونو په داخل کې د ستورو او سيارو تر منځ واټن ثابت دى ،ځکه د کايناتو په انبساط کې د کهکشانونوترمنځ واټن ډېرېږي ،خو دکهکشانونو داخل د تياره مادې د لرلوله امله ټينګ يووالى لري ،البته په دې ورستيوڅوميليونه کالونوکې د لمريزنظام ډېره کمه توسعه د کايناتو له غوړېدنګ اوپراخوالي سره هېڅ اړيکه نه لري ، د همدې موضوع د سپړلو لپاره ښاغلي( هبل) سکې دپوکاڼۍ له پاسه سريښ کړې او هغه يې وپړسوله ،سکې يې د کهکشانونو نښې اوپوکاڼۍ يې له کايناتو سره تشبېه کړه ،چې د پوکاڼۍ په پړسولو اويا د پوکاڼۍ په غوړېدلو د فلزي سکو قطر پر ځاى خو د  سکو ترمنځ فاصله ډېره شوه.


ټول کهکشانونه له يوبل څخه لرې کېږي ،خو جاذبه او ځواکمن هستوي قوت په دې هڅه کې دى ،چې ددې پراخوالي مخه ونيسي ،که چېرې د کايناتو پراخوالى اوغوړېدنګ يوه شېبه هم ودرېږي ،همدغه درېدا به يې د له منځه تللو لامل  شي او کاينات به په ټوليزډول له منځه ولاړشي ،فضا،زمان،مکان د ټولو په ګډون به صفر ته تقرب وکړي ، نوبيا کوم قوت او په سترګو نه معلومېدونکي ستنې (مټې) تراوسه د داسې له منځه تګ مخه نيولې ده؟


له داخلي قوتونو(دجاذبې قوت،هستوي ځواکمن قوت)سره له دې چې د کايناتو د غوړېدنګ او پراخوالي په لټه کې دي ، داسې قوت هرومرو شته چې د ددې دواړو قوتونو د ډېر فعاليت مخه نيسي.


دا ستنې يا مټې چې په سترګونه معلومېدونکى ځواک دى ساينس پوهانو د تياره انرژي(Dark energy)په نامه نومولى دى.


دا تياره انرژي د کهکشانونو تر منځ په فاصلو کې قرار لري ،چې کهکشانونه په خپل منځ کې دفعه کوي او د کايناتو د غوړېدنګ او پراخوالي لامل کېږي ،که چېرې دا قوي مټې (Dark energy) له منځه ولاړې شي د کايناتو د غوړېدنګ چارې به هماغه شېبه ودرېږي او کاينات به په يوه واحده نقطه کې سقوط وکړي ، ايادا قوت (Dark energy) چې په سترګو نه ليدل کېږي تر کومه وخته پورې دا انډول چاره جاري وساتي؟


اوس چې د لمريز نظام ،کهکشانونو، او کايناتو د په سترګونه معلومېدونکو ستنو (مټو) په باره کې لږ څه وپوهېدو، يو ټکى په دې بحث کې يوخبره راته ښکاري چې حرکت او  ژوندي پاتې کېد ل دوه مترادفې کلمې دي ،هرشى بايد متحرک (Dynamic) وي تر څو ژوندى پاتې شي،له يوې کوچنۍ ذرې واخله تر کايناتو پورې هر څه د حرکت په حال کې دي .


اتوم ترهغه وخته پورې ژوندى دى ،چې د هستې په شاوخوا يې الکترونونه د څرخېدا په حال کې وي ، دخپل مېز پر سر چې کوم قلم وينئ د اتوم له کوچنيو  ذرو څخه تشکيل شوى ،اودا اتومونه به د ځمکې ،لمريزنظام ،اونوروسيارو په حرکت کې بايد د خپل محور اوهم د لمر په شاوخوا د ژوندي پاتې کېدو په خاطر وچورلېږي.


لمر او ټول ستوري په يوه ټاکل شوي مدار کې د (black hole) او کهکشان د مرکز په شاوخوا چورلي ،که تاوو نه شي هماغه شېبه له منځه ځي ، نودا دکهکشانونو اوزموږ د لمريزنظام حرکت دى ،چې د له منځه تللو مخه يې نيول شوې ده.


نوپه همدې ډول بايد هر شخص ،قوم،اوهرملت بايد متحرک وي که نه نو نوم به يې د تاريخ له پاڼې څخه وتوږل شي.       


والشمس والقمر والنجوم مسخرات بامره الاله الخلق والامرتبارک رب العالمين