کور / هراړخیز / دلمريز نظام پېښليک

دلمريز نظام پېښليک

 


لمر د لمريز نظام مرکز دى ، دلمر پر شاوخوا  مريخ، مشتري ،عطارد،زهره، ځمکه، زحل،اورانوس، نيپتون، او پلوتو( اوسنيو ساينس پوهانو  پلوتو دکوچنيوالي له امله د سيارو له کتار څخه اېستلې ده) درې نورې سيارې اوس د مايک برون (Mike Brown) امريکايي ساينس پوه د ډلې له خوا  د ٢٠٠٥ زېږدي کال د جولاى په شپږويشتمه وموندل شوې ، چې په يوۀ ټاکلي چورلېز د لمر پر شاوخوا څرخي ، په لمريز نظام کې لمر تر ټولو خورا مهم دى ،ځکه چې د لمريز نظام هېڅ يوه سياره هم له لمرڅخه ځانگړى حيثيت نه لري .


ځمکه چې د لمر درېيمه سياره ده ،په دومره سنجول شوي موقعيت کې قرار لري ،چې د ژوندي ساريو د تکامل وړتيا لري ، له لمرڅخه د ځمکې او سپوږمۍ ټاکل شوى واټن ، د سپوږمۍ ،لمر او ځمکې دقيقه کتله ، د ځمکې چورلېز، دځمکې چورلېزي(محوري) حرکت درجه، د لمر او ځمکې ترمنځ  په اتوموسفير او تشيال کې د غازاتو ټاکل شوې سلنه.که چېرې يو فيصد هم ګډوډه شي په ځمکه کې د حيواناتو او نباتاتو لپاره ژوند ناشونى دى ،نه يوازې لمر بلکې سپوږمۍ هم په ځمکه کې د ژوند د شرايطو په برابرولوکې مهم رول لوبوي.


لمر د دويم نسل (Second Generation stars) له ستورو څخه دى.


د لومړي نسل (first generation stars) ستوري چې په لويې چاودنې پسې  يا د کايناتو د خلقت په وخت کې جوړ شوي وو. زياتره چاودلي دي او د کاربن،نايتروجن،او اکسيجن د همدې ستورو په داخل کې تشکيل شوى دى.


شاوخوا اووه زره ميليونه کاله مخکې يو ستورى چې په وارو ،وارو له لمر څخه لوى و په همدې سيمه کې چې لمر اوس موقيعت لري وچاوده ، له چاودنې وروسته دا ستورى په لويه غوړوسکه بدل شو،دا لويه غوړوسکه د شمسي سحابيه (Solar Nebula) په نامه يادېدله.


د مادې د قوانينو له مخې دا ټولې غوړوسکې د يوه واحدمرکز په شاوخوا څرخېدې او د مادې د څلورو قوانينو په نظرکې نيولو سره د مادې وړې زرې  له يوې و بلې سره جذبېدې ، تر څو چې له خورا ډېرې مودې ( زرګونه ميليونه کاله) وروسته بالاخره ٤،٦ بليونه کاله مخکې  ددې دودنۍ غوړوسکې مرکز په لمر او نورې ټوټې يې په سيارو بدلې شوې ، له دې سيارو څخه يوه سياره ځمکه ده ، په لومړيو کې د ځمکې د تودوخې درجه خورا لوړه وه، او اوبه هم د ځمکې پر مخ نه وې ، دا چې  په ځمکه کې د ژوند کولو شرايط څنگه اماده شول او اوبه څنگه ځمکې ته راغلې ، په راتلونکې کې په يې د ځمکې تر سرليک لاندې ولولو.


نوربيا…