کور / تازه خبرونه / دژړۍ ولسي استازي دبشري حقونوکميسيون ورغوشتي وو

دژړۍ ولسي استازي دبشري حقونوکميسيون ورغوشتي وو

(کانيداتوري او رايه ورکول دهروګړي بشري حق دي او بايد ددغه حق څخه دفاع وسي)
 داد دهغه دوه ورځني ښوونېز ورکشاپ سرلېک ووچي دسويلې حوزې دبشر دحقونو دخپلواک کميسون له خوا دژېړۍ ولسوالۍ دسولي ملي ټينګښت او پخلايني دشوراګانو د٣٥ غړو او دهغوى دمسوولينو لپاره په لاره اچول سوى وو .
په سوېلې حوزه کي دبشر دحقونو خپلواک کميسيون دبشري حقونو ښوونېزي ځانګي مسوول محمد موسي لراوبرته وويل چي دوي ددغه دوه ورځني ورکشاپ په تر څ کي دژېړۍ ولسوالۍ څخه راغلو ګډون والو ته دټاکنو معيارونه  او دعدالت او سولي په راتګ کې دشفافو انتخاباتو پر اهميت باندي او همداراز په ټول ټاکنو کي دخلګو دپراخ ګډون او ددوي دحقونو پر خوندېتوب هر اړخېزه بحث کړۍ
ددغه دوه ورځني ورکشاپ ګډون وال ددوي لپاره ترتيب سوي دارنګه ښوونېز پروګرامونه داهميت وړ ګڼي او دليرو پرتو ولسواليو داوسېدونکو لپاره دداسي پروګرامونو ددوام غوښتونکي  دي
دژړۍ والسوالۍ دولسي شورامشرحاجې احمدالله لراوبرته وويل  اوس هغه وخت رارسېدلۍ تر څو په ځينو حياتي او بر خليک ټاکونکو مسايلو کي د خلکو ذهنيتونو ته وده ورکړل سي او پدغه لار کي بايد دعامه پوهاوي پروګرامونه لا نور هم کار وکړي
په کندهار کي دبشر دحقونو خپلواک کميسيو ن چارواکي وايي چي ددوي موخه او هڅه داده تر څوخلک ددارنګه ښوونېزو ورکشاپونو له لاري  دبشري حقونو دهغه دموازينواو همداراز په ټاکنو کي دخپل حق (رايي ورکوني )دپرځاي کاروني  سره اشنا سي
چي خلکو ته  ددغو قانوني لارو چارو په ښودلو سره له يوې خوا  دبشري حقونو څخه دسرغړوني پېښي  تر ډېره برېده راکمېداي سي او بلخوا دعدالت تطبيق ته هم لاره هوارېداي سي .