کور / تازه خبرونه / په کندهارکې دواليانوغونډه وسول

په کندهارکې دواليانوغونډه وسول


په کندهارکې په لمړي ځل دسويلي حوزې دواليانو،سکتوري وزارتونوداستازواودنړيوالوځواکونودچارواکوترمنځ ديادوولايتونوپه بيلابيلوبرخوکې دپرواګومونودعملي کېدوپه موخه يوه غونډه ترسره سول .
پدغه ګډه ناسته کې دهلمند،اوروزګان ،زابل ،کندهار،نيمروزاودايکندي ولايتوواليانو،دکرنې ،کليواوپراختيا،اوبواوبرېښنااوفوايدعامې وزارتونواستازواودنړيوالوپوځونوقومندانانوديادوسويوولايتونودامنيت ،بيارغاونې اوکرنيزډګرباندي خبري کړي .
دکندهاروالي پوهنوال توريالى ويسالراوبرته وويل چې دبرېښنا،امنيت اودرزاعتي محصولاتودزيات والي اوبازارموندې دټولولمړنى غوښتنې وې .
دنوموړي په خبره چې دکجکي دبرېښنادبندددوهم توربين پرترميم هم خبري وسوې چې په يوه کال کې دننه به يې ټولي چاري ترسره سي .
دغه رازپه کندهارکې دميشتونړيوالوسوله ساتوځواکونوقومندان جنرال مارک ديکرايف لراوبرته وويل چې دنويوامريکايې سرتيروپه ځاي پرځاي کېدوسره به دسيمي په امنيت کې دپام وړبدلون رامنځ ته سي .