کور / تازه خبرونه / په چک ولسوالۍکښي هوايي بمبار او خپل-سري-تلاښۍ جريان لري

په چک ولسوالۍکښي هوايي بمبار او خپل-سري-تلاښۍ جريان لري

پرون د ثور دمياشتي په ۳۱مه نيټه دوردګوولايت دبند چك ولسوالۍ ته د هوا اوځمكې له لاري آتيلافي قواوي اودملي اردو عسكر راغلل اودشاهي قلندربابا دساحي څخه يې په تلاشي دكورونو په كتلو شروع وكړه ، چې دعاموخلكو دنفرت سبب وګرځيدل كله چې دچك ولسوالۍ دبمبايې كلي ته راورسيدل دطالبانو دكمين سره مخامخ شول په نتجه كې دعامووګړو دستر ګې ليدلي حال په نتجه كې ۱۴ داخلي اوخارجي عسكر مړه او يوزيات شمير نور يې زخمي شول.

په نتجه كې آتلافي ځواكونو طياري راوغوښتلي چې په نتجه كې يې د بمبايې په كلي كې د ياسرصاحب په كور سخت بمبارد وكړپه نوموړي كوركې ديوه ساختماني شركت چې دچك ولسوالۍ سرك يې په ټكه نيولي وو ، دنوموړي سرك يو كاريګر مړ او ۱۴ نفره يې زخميان دي چې فعلاً دچك ولسوالۍ په روغتون كې بستردي په نوموړي كوركې طالبان نه وو صرف دنوموړي شركت كاريګرانو په كرايه نيولي وو.

دفعلاً لپاره هم جګړه روانه ده اوهيڅوك دكورونونه نه شي وتلاي ، آتلافي قواوي دخلكو په كورونو كې تلاشي كوي اوعام وګړي ځوروي ، او عام خلك ځوريږي اودحكومت څخه درخواست كوي چې دغه خپل سري تلاشي او بمباردونه ودروي .