کور / تازه خبرونه / د سهيلي پښتونخوا فرهنګيانو پر محمديار د بريد غندنه وکړه

د سهيلي پښتونخوا فرهنګيانو پر محمديار د بريد غندنه وکړه

 دپښتو ادبي غورځنګ کوټي مشر محمد صاق ژړک وه لراوبر ته په خپله وينا کي وويل

ډير د خواشينې ځاي دئ چي په کندهارکي  د پښتو ژبي يو نه ستړي کيدونکئ مبارز اوپه ټول پښتون ادب کي د ځانګړي حيثيت لرونکي څښتن محمد يار يار باندي د څو نامردانو له لاسه بريد شوئ دئ او غواړي چي دپښتوژبي دغه ځلند ستورئ له خپلي ملي وظيفې څخه ګوښه کړل سي

هغه زياته کړه

چي محمد يار هر وخت په ډيروسختو حالاتو کي هم د پښتو ادب خدمت ته خپل چوپړ وهل په ډيره ميړانه اوپښتني غيرت سره دځان وظيفه ګڼلې ده  او محمد يار يو ډير ښه اديب ،ژوناليسټ ، تکړه ليکوال او شاعر دئ چي هر وخت يې پښتو ته بې له هيڅ غرض او مفادوکار کړئ دئ .

د زياته کړه له محمد يار سره چي کومه ناواړه پيښه شوې ده. د ډيري غندني وړ ده دا پيښه چي څومره وه غندلې شي هم کمه به وي .

ژړک صيب زياته کړه چي بايد نور نو وه داسي پيښو ته د ډير نفرت په نظر و کتل شي او داسي پيښي د پښتو ادب له پاره ډيري زيان لرلاي شي .او د وويل چي موږ له محمد يار صيب سره په دې غم کي  ځان شريک لولو.او ډاډ ورکوو چي موږ به ورسره هر وخت ملا تړي يو.