هيله
سعيد لودين
غونډ جهان راته تور تم ولاړ په سر دى
پاك الله مي خوار زړګى نه ښه خبر دى
ولاړ دنيا كي خالي جسم يم عالمه!
پروت مي روح و خيال د يار په در دى
نور دي ګرځي دين دنيا پسي هر لوري
هر څه هر څه ماته ستا ښكلى نظر دى
ډب د اوښكو په سېلو كي پروا نشته
تياره اسمان كي اخير ستوري د سحر دى
وصالونه به ضرور وشي رحمتــه!
د ميني لار كي چي مولا مو هم سفر دى
ايران