کور / شعر / پشتون په هرنوم وژل کيږي

پشتون په هرنوم وژل کيږي

په لرو برو پشتونخوا هلمند و قندهارکې
په وزیرو پکتیا و په سوات و ننګرهارکې


هره ورځ رانــــډه بمونـــه چې وریـــږي
قهرمان , اتل،افغان دی چې مـــــړه کیږي
———
د لرو برو د تورسرو عزت دی چه لوټ کیږي
قهرمان اولس دی چې تحقیراو تعجیزکیږي
څوک نښته دپښتنی پوښتنه به نه کیږی
که نه د طالب او ترهګر په نوم به مړکیږي
———
دریــا ګــانی یي ګــورئ توفاني ښوي
غــــرونه یي ګـــــوری چـــې ډړه زیږي
زمریان , ښنه بــــازان یي یاغـی کیږي
د زړه نه مې د وینــو اوښکی چې تلیږي


————-
پیرنګیانو او ( غلامانو )یي کړی ناروا ده
قتلی عــــام د لـــرو بـرو پشتونخوا ده
په هـــر لــــورې چیغــــه د غـــــزا ده
ورونــو پاڅئ چـې د سرونـــو سودا ده
———–
د (عدمی تحرک) د مشرانو څه پروا ده
که د ورور او دخور په کور یي شورو ژړا ده
په ټیتو ټیتو سترګو به تر کله ورته ګورئ
دا بی پته بی غیرتـــه کلـــه ښرمیږي


———–
د عدمی( تشدد شعار )د هندووانو شعار
زر کالــه یی تیر کړل خـوښي پــه انتظار
ورونو چې خفه نښی د ما په خبرو وګفتار
راته ووایی چې څو سوه کاله نور په انتظار
———–
دا وه نتیجه د (عدمی تحرک) زر کالو انتظار
عمر تیر ښوو خوښي د جیره خوارو په شعار
ژوند نه و , مرګ د تدریجی و د بی عزتی و
ناوخته ده که وایو دا نه وه د پښتون لار
————
تښه لاسه دشمن می ته ښوی مه راکوه پیغور
ښه می ګوری چې خرڅ کړی یم بی پته ورور
پوهیږو ډیړی نا وخته دی خبرۍ د تشدد د زور
پوهیږو څوک مو وژني د پشتون و طالب په تور
—— ——-
دیر نامساوي جنگ د خالی لاسونو جنگ دی
د نړی د وحشیانو د نامردانو سره جنگ دی
د اسلام او د بشریت د دشمنانو سره جنگ دی
د پشتونخوا د میرنیو ځوانانو اتلانو جنگ دی
تنها پشتون دی په هر نــوم دی چې مري


د طالب او د ترهگر په نــــوم دی چې مـري
———-
دا د پشتون جنگ دی دا د پشتون ننگ دی
خوشه د هر چا چې پوهیزی که نـــه پوهیږی
که مو مخه یی ونه نیوله په زور وی په رضا
نن وی که سبا تورسرې به مو د پیرنگیانو وینزی کیزی
—————-
د (عدمی تشدد ) مشرانو د خاوری دشمنانو
د آزادی په قدر چیرته پوهیزی خرڅ شوی غلامانو
پاڅون خو څه کـوی حد اقل که لاریون مو کړی وي
د خپلو بادارانو مخی ته دریدلی جګره مو دره ولی وي
————
 
5-14-2009