دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام اته ديرش پروژي پدي وروستيو کي دپروان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
ددي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي په سرک باندي شگي اچول ، ښوونځيي ،سربندونه ، استنادي ديوالونه، پل گوټي ، کانالونه ،ټولنيېز مرکزونه، کلينک ، د اوبودبرښنا کوچني بندونه ، تشنابونه ، اودښځو لپاره دقرآن کريم کمپيوتر، غالي اوبدلو ،خياظي، اودمالداري فارمونو دکورسونو دايريدل شامل دي .
يادي شوي پروژي پروان ولايت د جبل السراج، په ولسواليو کي د(٢٥،٩٥٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي اوله هغه نه څه دپاسه ( ١١٨٠) کورني گټۀ اخلي .