کور / تازه خبرونه / طالبانو د تخار پر بهارك ولسوالي بريد كړى

طالبانو د تخار پر بهارك ولسوالي بريد كړى

وسله والو طالبانو د تخار پر بهارك ولسوالي بناندي حمله كړې چي دواړه غاړي يو بل ته د مرګ ژوبلي د اړلو ادعا كوي.
د تخار امنيه قومندان ضياءالدين محمودي وايي پر بهارك ولسوالي باندي برايي د شپې پر يوه بجه طالبانو حمله وكړه چي د پوليسو په جوابي ډزو كي نامعلوم شمېر طالبان وژل سوي او پرشاتګ ته اړ سوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پر بهارك ولسوالي د طالب وسله والو يرغل تائېدوي او وايي تر اوسه د څلورو پوليسو د مړيني خبر ور رسېدلئ دئ.
دا په تېرو اتو كلونو كي چي د طالبانو حكومت ړنګ سوى لومړى ځل دئ چي په شمالي ولايتونو كي طالبان د يوې ولسوالۍ پر مركز حمله كوي.