کور / تازه خبرونه / په كندهار كي چاودني دوه پوليس ووژل

په كندهار كي چاودني دوه پوليس ووژل


د يكشنبې په غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د كندهار په ښار كي يوې چاودني ته مرګ ژوبله واړوله.
د كندهار امنيتي مقامات وايي پېښه د ښار كابل او بولدك پر دوه لاري رامنځته سوې چي دوه پوليس پكښي مړه او څلور ټپيان سوي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هم دغه پېښه تائېدوي او وايي دا له مخكي ښخ سوى ماين و چي د ريموټ په ذريعه منفجر سوئ دئ.
د كورنيو چارو وزارت وايي په وژل سوو كسانو كي يو ملكي وګړى هم شامل دئ.