چاودني په وردګو کي مرګ ژوبله اړولې ده

د لراوبر اداره | مې 24th, 2009


په وردګو کې دملي اردو دوه تنه  وژل شوي ١٢ تنه ټپيان اويوفرانسوي ټانګ ويجاړسوي

درودرګو ولايت دچګ سيداپاد او چلريز په وسواليو کې دفرانسويانويوټانګ په ماين الوزول شوي او د دملي اردو دوه کسان وژل شوي او ١٢نور يې ټپيان شوي
 
ددغه ولايت مطبوعاتي وياند شاهدالله شاهد وايې چې نن سهار دفرانسويانوټانګ دسيداباد ولسوالۍ داوتړيو په سيمه کې ميان الوزول شوي وو اوله امله يي دکابل کندهار لويه لاره دسهرا دنهو بجو څخه دغرمې وروسته تردو بجوپورې دټرافيکو پرمخ تړلې وه .
 
شاهد وايې چې په دې پېښه کې دفرانسويانويوټانګ تخريب شوي وو  خوده ويل چې فرانسويانوته يي هيڅ مرګ ژوپله نه ده اړولې .
طالب  وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټېلېفون په کرښه وويل چې په دغه پېښه کې يې دفرانسويانو پنځه سرتيري او يوټانګي لمنځه وړي دي
 
هغه وويل چې ټانګ يي په ريموډ کنټرول ماين الوزلى دي
 
شاهد وايې چې دچک په ولسوالۍ اودجلريزو په ولسواليو کې دملي اردو په پوجيانودوه چاودنې شوي او دوه پوجيان يي وژلي او١٢تنه يي ټبيان کړي دي
 
شاهد مني چې دواړه پېښې دماين دچاودلو له امله رامنځ ته شوې چې په تر څ کې يې دوه رنجر موټر هم لمنځۀ وړي دي
 
دوردګو ولايت دچک او جغتو په ولسواليو کې هم دبهرنيانو اوداخليانو ګډ خواره واره عمليات  دتيرو څو ورځو راپديخوا پيل شوي دي
 ناتايد شوي ريپوټونه وايې چې دجغتو په ولسوالۍ کې هم دبهرنيانو يوټانګ په ماين الوزول شوي دي خو طالبان او دولتي ځواکونه د واړه په دې بې خبري ښيې
 داپه داسې حال کې ده چې وړمه ورځ طالبانو ادعاکړې وه چې د٨بهرني سرتيري يي په چک ولسوالي کې په مخامخ جګړه کې وژلي و
 
ددي وړاندې په چک ولسوالي کې دسړک جوړونې ١٨ کار کوونکي دامريکايانو په هوايي بمبارد کې ټپيان شوي وو اويوتن يي وژلۍ وو
دغه بمبارد دنواباد کلي په سيمه کې شوي وو

«

Copyright Larawbar 2007-2024