کور / شعر / غزل

غزل

 
خاونده څنګه ورک شوه د خندا د قدم پلونه
تېرېږي پر دې لاره د ژړا د قدم پلونه
پر دې کوڅه چې راشې سا نيولى شانې درومه
اې باده چې وران نه کړې د اشنا د قدم پلونه
ستا در ته خو جانانه تنها زه نه يم راغلې
راغلي وه تر تا هم د ړنا د قدم پلونه
سپوږمۍ خو يې کړه لاندې ړنو ستورو ستاسو وار دى
قطار تللي فضا ته د بلا د قدم پلونه
په دې کوڅه کې نن چې دا د غم پلونه پراته دي
پرون ليکل کيدل په کې د ورا د قدم پلونه
دا د شپو اوږده لاسونه پر څنګلو به ماتېږي
پر لپو مو کرلي د سبا د قدم پلونه 
  
غزل
 
دغه ورځ را څخه واخله دغه شپه را څخه واخله
لا بې ياره چې غړېږي دا لېمه را څخه واخله
چې تنها شمه جانانه ستا يادونه په کې نه وي
دا شېبه مې په کار نه ده دا شېبه را څخه واخله
چې مې لوند په اوښکو نه وي زه يې ځان لره را کاږم
دا پلو مې دي ميرات شي دا شمله را څخه واخله
چې په ترنګ يې ويښه نه شي درخانۍ د ناز له خوبه
دغه ګوتې مې قلم کړې دا نغمه را څخه واخله
موږ خو ستا پر لور در درومو که در و نه رسېدلو
بيا د مينې دعوه نه کړو افسانه را څخه واخله
دا چې ښخ د رقيبانو په ټټر کې نه شي خدايه
د ښېرا غشي را مات کړې دا لينده را څخه واخله
دا ټبر د پښتنو دى دا به تل په وينو پايي
چې شهيد يې غېږ کې نه وي هدېره را څخه واخله
چې رنګين په ستورو نه وي د هغه ماښام له مخې
لويه خدايه دا ړنا او دا ډېوه را څخه واخله 
  
غزل
 
يو ځواب در څخه غواړم ګرانه خوله لرې کنه ؟
ته د ميني و مذهب ته عقيده لرې کنه ؟
پر تا مين زړګي ته نو اوس کومه پلمه وکړم ؟
د بيا راتلو جانانه اراده لرې کنه ؟
پيکي ته مې ګل مه راوړه سپرلى دي ستا نصيب وي
بس زړګي ته لاره راکړه جانه زړه لرې کنه ؟
دا اوښکې درته دود کړم او که ځان ؟ خبره نه يم
د شهيد د کور مېرمني کور ډېوه لرې کنه ؟
له وخت سره دا جنګ د سرنوشت په جنګ بدلېږي
ته به هم په کې لاليه برخه ولرې کنه؟