کور / کتاب / د ګودر خپرندويي ټولني چاپ کړي کتابونه

د ګودر خپرندويي ټولني چاپ کړي کتابونه

ګودر خپرندويه ټولنه چې له ١٣٨٥ لمريز کال راهيسې يې د کتابونو په چاپ پېل کړى دى تر اوسه يې ٢٤ عنوانه بېلابېل علمي، طبي، تاريخي او ادبي کتابونه خپاره کړي دي .

ګودر په دې وروستيو کې څو نوي کتابونه چاپ کړي دي چې مينه وال يې په جلال آباد کې د ګودر کتابپلورنځي او په هېواد کې د ځينو نورو کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کولاى شي .



دغه کتابونه تازه له چاپه راوتي دي !



١ – اداره : ليکوال : پوهاند محمد بشير دوديال

٢-جهاد رحمت دى که فساد؟ : ژباړه : غياث الدين حسان

٣- د پپلن تېښته ناول– ژباړه: مبارک شاه داودزى

٤- د اجل تږي ناول- : ژباړه: عبدالهادي دريځ

٥- ولسمشر ما وژلى ! ناول – : ليکوال : ارش ننګيال

٦- د مينې ټپې : راټولوونکى : صادق الله صادق

٧- د ژوند لوبه ناول- : ژباړه : ګل رحمان رحماني

٨- مکمل ځناور ناول : ليکوال محمد آصف عمر

٩- د افغانستان لنډکى تاريخ : ليکوال: حبيب الله رفيع

١٠- ليکونه سرليکونه : ليکوال: حبيب الله رفيع

١١- د ادبياتو موخه : ژباړه : محب الرحمن محب

١٢- مجنون -ناول : ليکوال :مبارک شاه داودزى


ګودر تر دې مخکې لاندې کتابونه خپاره کړي .

١- د غَلو دانو او صنفتي نباتاتو ناروغۍ : ليکوال : پوهاند محمد آصف باوري

٢- د علمي تجربو ډيزاين او تحليل : ليکوال : پوهاند محمد بشير دوديال

٣- تروماتيکه او نا تروماتيکه اورتوپيدي : ليکوال : ډاکټر سيد شال سيدي

٤- د اِندوکراين سستم د ناروغانو اعراض او علايم: ليکوال : ډاکټر بريالى ولي زاده

٥-انتاني ناروغۍ : ليکوال : ډاکټرعبدالناصر جبار خېل

٦- د کانکور پوښتنې او ځوابونه( پښتو) ( دري) : امين الله زهير او سيد فياض سيدي

٧-نبوي اخلاق : ليکوال : قدرت الله تائب

٨-قرباني ناول – : ژباړه : انجنير عزت الله ځواب

٩-زۀ د چا لور نه يم ناول – : ژباړه : مبارک شاه داودزى

١٠-د ځوانۍ په ځنګل کې ناول – : ژباړه: مبارک شاه داودزى

١١-پردۍ کوڅې لنډې کيسې : ليکوال : محمد رفيع واکمن

يادونه : که چېرې تاسې زموږ په معيار برآبر ګټور کتابونه ولرئ او غواړئ چې د چاپ په ګاڼه سمبال شي له موږ سره په دې پتو اړيکې ونيسئ

ګودر کتاب پلورنځى – اسحاقزى مارکيت، بزازۍ چوک جلال آد

ټلفون شمېره : 0707128182

برېښنا ليک : meenagoodar@gmail.com

 



ولسمشر ما وژلى ناول چاپ شو



ولسمشر ما وژلى نا ول په پښتو ناولونو کې په زړه پورى نوښت دى .

په هنري ژبه د حقيقت تصوير، د خيال کمال، د تراژييدي صحنو رومانتيکوشېبو او کوميډي صحنو په درلودلو سره يو په زړه پورى ناول دى

دا ناول له ډول ډول تصويري صحنو او حادثو نه ډک دى خو کمال يې دادى چې د يو سړي کيسه د همغې سړي له خولې بيانوي او که ووايو په دې سره يې فوکس او تمرکز ډېر ښه ساتلى دى او ستړى کوونکى نه دى.

دې ته يو سياسي ناول هم ويلاى شو، لکه څنګه چې تاسې وينئ د ناول نوم ولسمشر ما وژلى، يو سياسي او پوليسي ناول کېدلاى شي، خو په دې کې سره له دې نور رنګونه هم ليدلاى شئ؛ په دې ناول کې رښتيا هم ولسمشر وژل شوى دى، تر اوسه په دې شکل او تر دې وخته داسې کوم ولسمشر نه دى وژل شوى او نه هم داسې کومه پېښه زمونږ په هېواد کې رامنځته شوې، د افغانستان زياتره ولسمشران وژل شوي دي، خو په دې ډول وژل د يو ولسمشر نه دې پېښ شوي، خو که دا ډول پېښه رامنځته شوې واى اويا له دې وروسته رامنځته شي کېداى شي ځينې خلک دا کيسه يوه ريښتينې کيسه وبولي خو دا ناول يواځې د خيال کمال او د هنر جلوه ده اوبس .

تاسې دا ناول ولولئ او په خپله قضاوت وکړئ، کېداى شي زما قضاوت سم نه وي.

په مينه

 

غزل

نصرت الهام


نن چې تېر شولو پرون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
عجيبه غوندې ژوندون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
بس د وخت يوه خبره، وخت هماغسې روان دى
وخت هماغسې پښتون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
دلته مينه، مينه نشته ، دلته اوښکې لباسي دي
دلته هسې زړه چاودون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
عجيبه يو ‌ښوونځى دى، عجيبه يو امتحان دى
عجيبه غوندې مضمون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
څوک نفرت کوي شيطان دى، څوک د کرکې ترجمان دى
څوک په مينه کې مجنون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
هر غريب پکې محکوم دى، هر حاکم پکې ظالم دى
عجيبه غوندې قانون دى، عجيبه غوندې دنيا ده
چې الهام پکې اوسيږي عجيبه غوندې مالت دى
چې الهام پکې زرغون دى عجيبه غوندې دنيا ده