کور / رسنۍ / پښتو لغات (لومړى ټوك) چاپ شو

پښتو لغات (لومړى ټوك) چاپ شو


د کتـاب نوم :: پښتو لغات “لومړى ټوک”
ليکوال :: عبدالکر يم عامر
مخونه :: ۳۲۱
درک :: دانش کتابتون، قصه خوانۍ- پېښور


دا پر پښتو وييونو د عبدالکريم عامر څېړنيز اثر دى، چې په دې وروستيو کې له کلکې دوتنې سره په ښه کاغذ د ليکوال پخپل لګښت د چاپ په پساله پسولل شوى.
په کتاب کې هغه وييونه څېړل شوي، چې د ليکوال پخپله او شاوخوا سيمه کې يې ويل کېږي. له هر ويي سره اړوند کاکړۍ غاړه او نورې ګړنې هم  راوړل شوې.
کتاب د ليکوال پخپلو خبرو پيل شوى، بيا د کاکړۍ لهجې او لغاتو په اړه خبرې شوې او په پاى کې يې د هغو وييونو لښتليک خپور شوى، چې په دې کتاب کې څېړل شوي.
د ښاغلي عامر دا څېړنيز اثر د پښتو ويي څېړونکيو لپاره يو ښه لاسوند دى، که څه هم له دې وړاندې د پښتو وييونو او ګړنو په اړه د څېړونکيو ډېر په زړه پورې- ګټور آثار خپاره شوي؛ خو دا کتاب د خپل ډول يواځنى اثر دى، چې په پراخ ډول د کاکړۍ غاړو او کاکړۍ سيمې وييونه او ګړنې پکې په پراخ ډول څېړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي کريم ځينې پښتو ياګانې پخپل حساب ليکلې، چې د بېلګې په توګه يې نرمه (ى) يا، يادولى شو، ښاغلى کريم يې په کړواله (ئ) هغه ليکي، دغه راز يې يو شمېر نورې ياګانې هم پخپل حساب ليکلې، چې تاسو به يې د ليکوال پخپلو خبرو کې وګورئ.
ددې لپاره، چې د کتاب په اړه لا ډېر معلومات تر لاسه کړو، راځئ چې د ليکوال خپلې خبرې ولولو:
 



خپلي خبري او تشکر


ماپه دې کتاب کي زموږ په سيمه کي مروجه توري څېړلي دي،کله چي يوتورئ دبل يادونه کوي نوهلته مي په بحث کي هغه تورئ هم ورسره څېړلئ دئ،يا د نورو لغاتو ماخذ زموږ د سيمي په معنانه وي اوپه هغه معنابل څه وي نو هغه ذکرمي هم ورسره کړئ دئ،که يې داثبات دپاره يو څه په لاس راغلي وي هغه مي هم ورسره ايښي دي،نوځکه بحث راڅخه اوږدشوي وي.ځيني داسي توري مي څېړلي دي چي هغه په يوه علاقه کي يونوم لري اوپه بله علاقه کي بل نوم لري،دعلاقې نومان اوجلاجلا توري مې هم ورسره راوړي دي.په لمنليک کي مي دنوروژبوسره هم هغه توري کتلي دي ،چي تره کومه حده ضروري وي هغه مي رانقل کړي دي،کله کله هغه دبلي ژبي تورئ په پښتوزړه شاعري يا زموږ د علاقې په شاعري کي هم مستعمل شوي وي، نو هغه مي هم ورسره راوړئ دئ چي د مستعمل شوي توري معنوي وضاحت هم وشي،او د توري ماخذهم ښکاره شي، کوم تورئ چي څېړم؛ هغه اداينه هم په لېنديو(قوسينو)کي ښکاره کوم،کله کله به ديوه توري دوې ادايني راشي چي هغه دبېلوبېلوسيموڅرګندونه کوي،تردغه ورسته مي بيا په قوسينوکي د توري ګرامري حېثيت هم ښوولئ دئ، چي دا تورئ  له کوم اسم سره متعلق دئ ياکوم بل ګرامري حېثيت لري، دغه رنګه مي  د توري فورم هم ښکاره کړئ دئ، واحد، جمع حېثيت مې هم ښوولئ دئ،چي د لوستونکو دپاره  اساني پېدا کړي،ورسته مي د انګرېزۍ معنا هم ورسره راوړې ده،چي دنوروڅېړنکودپاره د اسانـتيا سوب شي، دتوري عروضي تله مي هم ښوولې ده، او رکنيت مې واضح کړئ دئ،کله کله داسي تورئ هم راشي چي دهغه په اداينه (صوت) صرف هغه څوک پوهيږي،چي هغه له هغه توري سره اشناوي،نودهغه توري دصحي ادايني دپاره مي دهغه ږغ بل ورنژدې تورئ ورسره ايښئ دئ، چي تورئ نورهم په سهي اداکېدوسره عام شي،داسي توري هم شته  چي هغه په نوروژبوکي دليک په رنګ کي  هغه رنګه راغلي وي،خودپښتوله ذکرشوي توري څخه يې معنا جلاوي نودتوري په هغه ژبه کي مستعمله معنا او د اثبات نمونې ورسره ږدم؛اودپښتودتوري سره په هغه ژبه مستعمل تورئ ذکرکوم،چي د پښتوتورئ نورهم ځانګړئ شي.
له مروجه پښتوليک دود(املا) څخه مي هم بغاوت کړئ دئ،هغه په دې چي کوم توري دلته څنګه اداکيږي ماهم هغه رنګه ليکلي دي،بل چي ماله کومه کتابه شعر يا د نثر عبارت رانقل کړئ دئ،په هغه کي مي هيڅ لاس وهنه نه ده کړې،چي څنګه په کتاب کي ليکل شوئ دئ ماهم هغه رنګه رانقل کړئ دئ.ځای په ځای مي د پخوانيو نسخو د کاتب ياچاپي نسخوتېروتني په قوسينوکي په ګوته کړي دي.
دا کتاب ترهغوپوري پوره نه گڼم ترڅوپوري چي هغه نومان يادنه کړم کوم چي لماسره په دغه کتاب کي په ډېر اخلاص دپښتودخدمت په توګه مرستيال شوي دي. هر چا خپله خپله ونډه په ډېراخلاص ترسره کړې ده،اول هغه نومان ذکرکوم چي پردغه کاريې زه په زړه ډاډه کړئ يم،اوپه کتابونو کي يې هم سپما نه ده راسره کړې، لکه: پروفېسر صاحبزاده حميدالله،الهامي علاړالدين، محترم سعيد ګوهر، محتــــرم سيد خېر محمد عارف، پروفېسر خورشيد افروز، پــــــروفېسر تېمورشاه، عبدالـــــــــــــرشيد ظهير، انور حسين مســــــــــافر، پروفېسرمولانانيازمحمدناطق بالحق، ډاکټرهرات خان ناصر، سهېل جعفر،شوکت ترين، محب الله کدېزئي،بارکوال ميـانخېل،حافظ الله داد موسْخېل، عبدالنافع ميرزئي،عبدالقدوس ترين،خېرالله جان توخئ،تاج محمد باڅيئ ، صوباخان غريب يار، په انګرېزي معناباندي نظرثاني پروفېسرعبدالستارکاکړ،په ترينو زه پخپله نه پوهېږم خو مرسته مي له الڼ خان، او پايو خان څخه اخسيتې ده،دناصري لهجې په لغاتوکي احمد خان خاطر،جمال خان سرپرېکړئ،سميع الحق زماملګري شوي دي. په غاړواولغاتوکي مرسته کونکي:­ حـــــافظ عبدالقيوم اتمانخېل،محمدعمرملازئي،
حبيب اکااتمان خېل،حاجي رازو دمړ،مولانانورخان عبدالله زئي، حاجي کبير ميرزئي،عنايت الله ميرزئي، عبدالعلي ميرزئي، رضاخان حمزه زئي عرف سور استاذ، عبدالقيوم عرف لالئ ميرزئي،نورمحمد خـــــان عرف کـــــــاکــا کبزئي،حاجي سدو کبزئي، د لغاتوپرمعنوي اړخ باندي منېجرعبدالمالک ظهير، ځيني نورملګري چي خپل وس يې لمانه دئ سپمولئ: انسپکټر حضرت علي جلال زئی، پــــــروفېسرعبدالصمدجــــلال زئی، دروېش کــــــاکړ، محمد اکرم غلزئی،عبدالحکيم ميرزئی، وروسته دخپلي خور آرين کاکړي هم مننه کوم چي زمادلاس ليک يو يو تورئ يې خوندي راله ساتلئ دئ.



په مينه
عبدالکر يم عامر
هسپتال محله بورئ (لورالائي)