کور / هراړخیز / ایا رښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۷)

ایا رښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۷)

اسلامي سیاست څه ته وایې؟

د اجتهاد او تحقيق وروسته د پريکړې كول :

 د قاضى له پاره اړینه ده چه هغه د ارام غوښتنى ، تنبلۍ او بى پروائى څخه كار وانخلى بلكه د معاملى څرنګوالي ، د دواړو خواو ويناوي او د ګواهانو په ګواهۍ د پوهيدو، شرعي حكم معلومولو او په وړاندې کړې شوي دعوي باندى د منطبق كيدو له پاره دخپل ټول امكانى تحقيق او صلاحيت په كار اچولو څخه وروسته پریکړه وکړې ، كه چيرى هغه په خپل ځان کې د دى له پاره عملى قابليت نه وينى ، یا ددعوي په څرنګوالي او نوعيت پوه نه شي او یا د محكمى په كارونو کې د حكومت له خوا څخه د بى ځايه مداخلى ويره وه ، نو بیا دې د قضاء د منصب د قبلولو یا د دائر شوي دعوي د پريکړې څخه لاس واخلي .


 د غصى او خفګان په حالت کې د پريکړې نه كول :

 [حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ أَخْبَرَنَا سُفْیانُ عَنْ عَبْدِ الْمَلِكِ بْنِ عُمَيْرٍ قَالَ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّهُ كَتَبَ الې ابْنِهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لا يَقْضِي الْحَكَمُ بَيْنَ اثْنَيْنِ وَهُوَ غَضْبَانُ]

 ( رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى چى هیڅکله دى يو پريکړې كونکې د غصى په حالت کې د دوو(وګړو او یا ډلو ) تر منځ پریکړه نه کوي ) 1.

 فقهاو لیکلي دى چى د دعوي اوريدل او د هغه په هكله پریکړه كول د اطمينان او سكون په حالت کې كول په كاردى په جذباتى او د غصى نه په ډك وخت کې نه ده په كار چې پریکړه وکړي ( هر هغه حالت چى په هغه کې طبيعت پر خپل حال نه وي او زړه ته اطمينان او ډاډ پيدا نه وي ) لكه ( لوږه – تنده – مرض – اړتیا، غم او تكليف او یا ذهنى پريشانتیا) 2.

 دواړو ډلو ته برابره درجه وركول

 او په يوه ځاې كښينول :

 [ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ الْمُبَارَكِ حَدَّثَنَا مُصْعَبُ بْنُ ثَابِتٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ قَالَ قَضَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ الْخَصْمَيْنِ يَقْعُدَانِ بَيْنَ يَدَيْ الْحَكَمِ ]

 ( رسول الله صلى الله عليه وسلم حكم کړې دى چى د دعوي دواړه ډلې بايد د قاضى په مخکې برابر كښينول شي ) 3.

 هغه دا هم فرمايلى دى چى :

 [ هغه څوك چى قاضى وګرځيد نو هغه ته د دواړو ډلو په كښينولو، اشاره كولو او د خبرو په طرز کې برابر والي په كاردى 4.]
 


 د تحفو او رشوت د اخستو څخه لري والي

 [حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ يُونُسَ حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِي ذِئْبٍ عَنْ الْحَارِثِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ عَنْ أَبِي سَلَمَةَ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ]

 رشوت اخستونکې پریکړه كونکې او په رشوت وركونکې دواړو باندى رسول الله صلى الله عليه وسلم لعنت ويلى دى 5.

 رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمايل:

 [ د اميرانو او حاكمانو له پاره د تحفو اخستل خیانت دى 6.]
 
 
 
 


 دعلم دخاوندانو او شريعت پوهانو

 څخه مشوره اخستل

 عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه فرمايلى دى چى پنځه شیان دى ، كه چيرى د هغو څخه يو هم د قاضى څخه پاته شو نو په هغه کې به عيب او خرابوالي پيداشي :

 لومړۍ دا چى هغه بايد پوهه او دانش ولري او په معاملو وپوهیږي .

 دوهم دا چى هغه نرم زړى ،زغم لرونکې ، او دپراخى سينى خاوندوي .

 دريم دا چى پاك لمنى ، سپيڅلى او د لوړو اخلاقو خاوند وي .

 څلورم دا چى د قوانينو په جارى كولو کې د كلك زړه خاوند وي.

 پنځم داچى د دين عالم وي او د علم د خاوندانو سره مشوره كونکې وي 7.

 د امام شافعى رحمة الله عليه شاګرد ابو على الكرابيسى رحمة الله عليه په خپل كتاب اداّب القضاء کې لیکلي دى قاضى ته په كار دى چى د علم د خاوندانو سره هميشه مشورى كونکې او خبرى كونکې اوسي 8 .

 د اسلام فقهاو لیکلي دى چه په ستونزمنو او نغښتو معاملو کې قاضى بايد د دیانت لرونکې شريعت پوهانو څخه مشوره واخلي او ضرور ده چه د قاضى په غونډه کې د فقهاو يو ډله موجوده وي ترڅو د ضرورت په وخت کې په ټولنيزه توګه مشوره وکړل شي9.


 د عادل او پوه ليكونکې ټاكل

 د قاضى له پاره دا هم اړینه ده چى هغه د خپلى محكمى له پاره داسى كاتبان و ټاکې چى مسلمان وي ~ دیانت لرونکې وي او د اسنادو او دوسيو د ښه ساتنى او حفاظت ښه صلاحيت او تجربه ولري. په ملحد ، كافر او فاسق باندى باور نه شي كيداى ، په قرانكريم کې د «كتابت بالعدل» حكم شوي دى چى له دى څخه معلومیږي چى كاتب ته د ښه ليكوالۍ په څنگ کې عدالت هم يو اړینه امر دى – امام بخارى رحمة الله عليه لیکلي دى چي د كاتب له پاره په كاردى چي امانت ساتونکې او دیانتدار وي ، عاقل او ذهين هم وي10.

 ابو موسى اشعرى رضي الله عنه يو عيسوي د خپل ځان له پاره كاتب ټاكلى و نو سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه ورته وفرمايل چى ایا په مسلمانانو کې كوم ليكونکې نه پيداكيده ؟ په داسى خلكو اعتماد ونه کړې چا ته چى الله جل جلاله خائن ويلى دى11 .


 د عادل او پوه ژباړونکې ټاكل

 كله كله د ترجمانۍ له پاره هم اړتیا پيدا کیږي ، نو په دى اساس قاضى ته په كارده چى د خپلى محكمى له پاره عادل امين او دیانت لرونکې ژباړن وټاکې ، امام بخارى رحمة الله عليه په خپل كتاب کې د ژباړونکې د اړتیا د ثابتولو له پاره مستقل باب (باب ترجمه الحكام) په نوم جوړکړې دى ، امام ابوحنيفه ،امام مالك ، امام ابو يوسف ، محمد بن المنذر او د امام بخارى رحمة الله عليهم مسلك دا دى چى د قاضى له پاره يو ژباړن كافى دى ، په دى شرط چى هغه امين او عادل اوسى ، خو د امام شافعى ، امام احمد ، او امام محمد رحمة الله عليهم نظر دا دى چه ژباړن ته د ګواهى درجه وركول شوي، له دى امله د يوه شخص ترجمانى كافى نه ده ، بلكه د دوه كسو ترجمانى اړینه ده 12.

 د دلا ئلو څخه دا خبره صحيح څرګندیږي چه يو ژباړن كافى دى كه چيرى چا انتقاد کړې وي ، یا په خپله قاضى ته شك پيدا شو نو بل ژباړن راغوښتلاې شي، او كه نه نو همدا يو كافى دى .

 امام بخارى رحمة الله عليه ديوه ژباړن دكافى كيدو له پاره درى دلا ئل راوړې دى :

 لومړۍ دا چى د رسول الله صلى الله عليه وسلم او يهودو ترمنځ د ترجمانۍ كار سیدنا زيد بن ثابت په څانګړې ځان كاوه .

 دوهم دا چى د سیدنا عمر رضى الله عنه غونډې ته يوه عجمه ښځه راغلى وه چى ترجمانى يى يوازى عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه کړې وه .

 دريم دا چى د سیدنا على رضى الله تعالې عنه د خلافت په دوره کې عبدالله بن عباس رضى الله تعالې عنه د بصرى قاضى و ، د هغه محكمى او عدالت ته به دایران او فارس ځیني دا ډول خلك راتلل چى هغوي به فارسى ويله دا چى ابن عباس رضى الله عنه په فارسى نه پوهيده نو د دى امله د ترجمانى دنده سیدنا ابوحمزه سرته رسوله او هغه يو ترجمان كافى ګڼل كيده 13.

 د عدالت د روازى خلاصى پرى ښوول

 حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ حَدَّثَنَا إِسْمَعِيلُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ حَدَّثَنِي عَلِيُّ بْنُ الْحَكَمِ حَدَّثَنِي أَبُو الْحَسَنِ قَالَ قَالَ عَمْرُو بْنُ مُرَّةَ لِمُعَاوِيَةَ إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَا مِنْ إِمَامٍ يُغْلِقُ بَابَهُ دُونَ ذَوِي الْحَاجَةِ وَالْخَلَّةِ وَالْمَسْكَنَةِ الا أَغْلَقَ اللَّهُ أَبْوَابَ السَّمَاءِ دُونَ خَلَّتِهِ وَحَاجَتِهِ وَمَسْكَنَتِهِ فَجَعَلَ مُعَاوِيَةُ رَجُل عَلَى حَوَائِجِ الناسِ قَالَ وَفِي الْبَاب

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى هغه حاكم چى خپلى دروازى د خلكو پرمخ وتړى نو الله تعالې جل جلاله هم د هغه د حاجت له پاره د اسمان دروازى تړى (د رحمت دروازى) 14.

 د دى حديث څخه دا راڅرګندیاي ، چى قاضى ته په داسى ځاې کې كښينا ستل په كار دى چى هلته خلك په اسانۍ او په خپل وخت سره انصاف لاس ته راوړې او دعوه كونکې ته د دفترنو اوكاتبانو د نازونو د وړلو تكليف پيدا نه شي ، بلكه پرته د كوم ځنده دوسيه خپل ځاې ته ورسى او مقدمه درج کړې . دروازه چى ټاكل

 په بخارى كتاب الاحكام کې يو باب ايښودل شوي چى رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلى دروازى له پاره كوم دروازه چى نه وه ټاكلى. ددى دثبوت له پاره د يوښځې یادونه شوي ده چي هغى د حضور صلى الله عليه وسلم ځاې ته تشريف راوړ ~ نو په دروازى کې هيڅ دروازه چى نه وه خود امام بخارى په خپل كتاب المناقب کې په يوه فصل کې راغلى دى ~ چى يو وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم د يوه باغ په داخل کې د كوهى په غاړه ناست و ، او ابو موسى اشعرى رضى الله تعالې عنه د باندى په دروازه پهره دار ولاړ وه او د اجازى د اخستلو وروسته به يى ملاقات كوونكو ته د راتلو اجازه وركوله ، په همدى توګه د بخارى په كتاب النكاح کې دايلاء د قصى په لړ کې يو روايت راغلى دى چى د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دروازى به رباح رضى الله عنه نومى دروازه چى ولاړ و.

 سیدنا عمر رضى الله عنه هم يو دروازه چى (حاجب) درلوده چى نوم ئى يرفاء وه كله چى سیدنا على رضي الله تعالې عنه او سیدنا عباس رضى الله تعالې عنه د بنو نضير د مالونو په سلسله کې تشريف راوړ ، نويرفا سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه ته خبر ورکړه او د اجازى وركولو وروسته د عمررضى الله تعالې عنه په خدمت کې حاضر شول – محدثينو په ښکاره ډول د دغه مختلفو روايتونو ترمنځ د موافقت او تطبيق دوه صورتونه بیان کړې دى ، لومړۍ دا چى د رسول الله صلى الله عليه وسلم او دراشدينو خلفاو دروازو ته مستقل دروازه چیان نه وو ټاكل شوي خو د ضرورت په وخت کې به ځیني صحابو رضى الله عنهم څخه په دى لارکې خدمت اخستل كيده او دوهم حالت دا چى د اوسيدو په ځاې او خلوت ځاې کې به كله كله دروازه چى موجود و ، خو په عدالتى او تعليمى غونډو کې هيڅ دروازه چى نه وه موجود 15.

 حقيقت دا دى چه د دروازه چى د ټاكلو اصل مقصد د حاجت لرونكو څخه پټيدل نه و ، بلكه (ترتيب الخصوم) وه، يعنى خلك د ترتيب او نظم سره محكمى ته وړاندې كول ، ترڅو په محكمه کې غير اړینه ازدحام او شور او غال مغال جوړ نه شي ، اګر چى په نبوي صلى الله عليه وسلم دور او دراشدينو خلفاو په دور کې د دعوو شمير هم كم و او د خلكو تر منځ هم د سكون، متانت او د نيكو اخلاقو غلبه وه نو د دى امله په دروازه کې د دروازه چى ټاكلو ته اړتیانه ليدل كيده. خو كله چه د ابادى د زیاتوالي په اساس نفوس زیات شو نو د شخړو او دعوو شمير هم زیات شو او په خلكو کې هم د پورته ذكر شوو صفاتو كمى راغى ، نو فقهاو او محدثينو فتوي ورکړه چى اوس د دروازه چى ټاكل مستحب دى . خود فریاد لرونکې د فریاد څخه بى د عذره پټيدل او د عدالت او محكمى دروازى تړل مكروه بلكه حرام دى 16.

 مشهور حنفى فقيه قاضيخان ليکې كله قاضى په مسجد یا خپل كور ( یاپه بل كوم ځاې کې ) کښینې نو يو دروازه چى دى وټاکې چى خلك د ازدحام څخه منع کړېخو دروازه چى ته يو څه د رشوت په وركولو داخل ته تلل روانه دى17 .

 پاته په اته ویشتمه برخه کې ولولئ…