نورا جان بهير بهرنيو ځواکونو ونيوه
54
په جنوب ختيزې سيمو کې د کليد ګروپ خبريال نورا جان بهير تيره شپه بهرنيو ځواکونو د دوه ورونو په ګډون چې يو يې د ښوونځي زده کونکی دی، نيولي او له ځان سره بوولي دي. خوست کې ميشت بهرنيوځواکونو يې په اړه تر اوسه مالومات نه دی ورکړی. د جنوب ختيزې سيمو ژورنالستان وايي چې که چيرې نورا جان بهير ژر تر ژره راخوشې نه کړای شي نو دوی به رسنيو ته پرمختايي راپورونه يا هغه راپورونه چې د بهرنيو ځواکونو په ګټه وي، ورنه کړي.
نورا جان بهير نه يوازې دا چې يو ژورنالست دی، بلکې تکړه شاعر او ليکوال هم دی او په خپل ادب او فرهنګ مين انسان هم دی. له ډېرو انټرنيټي رسنيو سره همکاري لري او د هيواد ګوټ، ګوټ ته په فرهنګي سفرونو هم وخت پر وخت تللی دی.
وروستي جزيات :
د بي بي سي د يو تازه خبر له مخي ښايي چي بهرني ځواکونه به خبريال نورا جان بهير د ۲۴ ساعتونو په دننه کښي خوشي کړي .