کور / تازه خبرونه / د امريكا ولسمشر په مصر كي وينا كوي

د امريكا ولسمشر په مصر كي وينا كوي


تمه ده چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما به نن منځني ختيځ ته د سفر په ترڅ كي د مصر پلازمېني قاهرې ته ورسېږي.


باراك اوباما پرون په سعودي عربستان كي د دغه هيواد له پاچا عبدالله سره وليدل او د فلسطين، اسرائيلو، عراق، اېران، افغانستان او پاكستان پر مسايلو ورسره وږغېدئ، چيري چي يا امريكا په جنګ اخته ده او يا له نورو سياسي ستونزو سره مخ ده.

خبرونه وايي چي باراك اوباما د سعودي پاچا څخه غوښتنه كړې چي د امريكا او طالبانو ترمنځ په خبرو كي منځګړتوب وكړي، خو سعودي پاچا كوم غوڅ ځواب نه دئ وركړئ.

باراك اوباما به نن د جون پر څلورمه د مصر پلازمېني قاهرې ته ورسېږي او هلته به د منځني ختيځ او اسلامي نړۍ د هيوادو سره د امريكا پر اړيكو يوه وينا وكړي، چي د سياسي چارو د شنونكو له خوا ډېره مهمه په ګوته سوې ده.

باراك اوباما د بوش تر واكمنۍ وروسته امريكايانو او نړۍ ته د بدلون شعار وركړئ او د كارپوهانو په وينا اوباما غواړي چي د بوش د اسلام ضد پاليسۍ څخه چي د نړۍ د مسلمانانو حساسيتونه يې د امريكا په مقابل كي راپارولي وو، مخ واړوي او د مسلمانانو سره د ښو اړيكو د پيلېدو هيله لري.