کور / خبرتیا او پيغامونه / بهير دوى دې راخوشې شي

بهير دوى دې راخوشې شي

په خواشينۍ سره مو واورېدل، چې د خوست ولايت تكړه، با استعداده، ليكوال، ژورنالست و شاعر نورا جان بهير له خپلو وروڼو سره د شپې ناوخته د امريكايي ځواكونو له خوا له كوره بيول شوۍ.
دانش خپرندويه ټولنه له ټولو اړوندو خواوو په كلكه غوښتنه كوي، چې نورا جان بهير او وروڼه يې ژر تر ژره راپرېږدي. دانش خپرندويه ټولنه د بهرنيو ځواكونو دا كړنه په كلكه غندي او د داسې ناوړه وړنو د بيا تكرار د مخنيوي غوښتنه ترې كوي.



درنښت
دانش خپرندويه ټولنه