کور / تازه خبرونه / په هلمند كي برتانوى عسكر وژل سوئ دئ

په هلمند كي برتانوى عسكر وژل سوئ دئ


د برتانيې د دفاع وزارت وايي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند كي يې يو پوځي د ګزمې پر مهال وژل سوئ دئ.


دغه پوځي پرون سهار په ګريشك ولسوالي كي د ګزمې پر مهال د ماين په يوه چاودنه ګي ژوند له لاسه وركړئ دئ.


د دفاع وزارت رسمي ارقام ښيي چي دا يې په ۲۰۰۱ كال له امريكا سره په ګډه پر افغانستان تر يرغل وروسته ۱۶۶م عسكر دئ چي وژل كېږي.


برتانيه دا مهال په افغانستان كي ۸۵۰۰ عسكر لري چي ۹۰ په سلو كي يې په هلمند ولايت كي مېشت دي.