کور / نثر / نزارقباني دکليموپاچادي/ دویمه برخه

نزارقباني دکليموپاچادي/ دویمه برخه


     نزارقباني دکلیموپا چادی
وروسته له هغې چې د نزارقبانې میرمن بلقیس الرواي په سوریه کې دعراق په سفارت باندې دیو ې چاودنې په ترڅ کې ووژل شوه نزارقبانې یوې سترادبې سینمارته دمډال ورکولو په موخه راوغوښتل شو.. نزارقبانې چې مډال ترلاسه کړپه په ډیرسختوچکچوبدرګه شوو نزارقبانې دهغوې دچکچونه په دې قصیده مننه وکړه
په بلقیس ساندې
لتاسې مننه کوم
مننه
زما محبوبه موراووژله….
بس نوهمدغه مو پوره په وس
چې دشهیدې په مزارباندې جامونه وڅکي
قصیدې مې ځوانیمرګې شولې
لادزمکې پرمخ داسې ملت شته دې
لکه موږه ـچې … وژلې قصیدې وي
بلقیس…
دبابل په جادوېې اوږدتاریخ کې
لتا بله ښایسته شهزادګۍ نشته
زما درده .. بلقیس
د قصیدې درده چې کله یې ګوتې لمس کوي
بلقیس یې .. مړه کړه
ایاداسې عربی ملت لاهم شته
چې سندرې د ښایسته بلبلو وژنې


زما دې ستا په هغه دوه سترګو
قسم وي چې په ملیونه ستورې ورته
راکوزیږي
زما سپوږمۍ زه به دعربوپه اړه
نا اشنا خبرې راوسپړم
ایا اتلولې یوعربي دروغ دی ؟
اوکه تاریخ زموپه څیر دروغژن دی ؟!
بلقیس …. ما نه مه وره کېږه
لتانه وروسته په دې ساحلونو
لمرنه راخیژې
زه به په تحقیق کې ووایم
چې غله د جنګیالی جامي اغوستي وې


وا شهیدې ……………..وا قصیدې
وا سپیڅلې …….
دسبا ښار د خپلې ملکې په لټه دی
هله ولس ته دسلام ځواب ورکه
واسترې ملکې…
زما خوږې مرغۍ…
هغه خو به مې ظلم نه ووکړی
چې یو ه ورځ…مې له (اعظمیه) نه راوستې
بیروت هر ه ورځ زموږ نه یو ه وژنې
هر ه ورځ دیوسرپه لټه کې وی
مرګ … زموږ دچایو په پیا له کې دی
دډیوډۍ په ګلونوکې دی
په ورځپاڼوکې دی
په ابجدې توروکې دی
بلقیس…. موږ یوځلې بیا دجاهلت پیړې ته ننوتو
بیا ویرې ته .. بدرنګې ته او تخلف ته ننوتو
یوځلې بیا دبربریت زمانې ته لاړو
ایا تاسې زما محبوبه بلقیس پیژنی؟؟؟!!!!!!
هغه  دمینې په کتابونوکې له پراته احساس
نه هم ارزښتناکه وه
بنفشه ګلونه به یې په لیموکې ویده کیدل
خو لیمې  یې نه ویدې کیدې
بلقیس ……….
زما دیادونو عطره
په وريځو کې روان قبره
په بیروت کې یې د یوې هوسې په څیر
ووژلې وروسته له دېنه …چې خبرې یې ووژلې
بلقیس…
دامرثیه نه ده
دا عربوته ښه راغلاست دی
درته تږې یو ….تږې یو ………..تږې یو
اودغه وړوکی کور…..
دخپلې هغه  میرې تپوس کوي
چې لمن یې په عطروډکه ده
خبرونوته غوږ غوږ دي …خوخبرونه چیرته دي!
بلقیس….
موږ ترهډوکوحلال شوې یو
بچوړې نه پوهیږي چې څه روان دي
اوزه هم نه پوهیږم…….څه ووایم ؟
ایا ته څوشیبې وروسته دروازه راټکوی؟
هغه ژمنې بالاپوش وباسې ؟!!
ته تروتازه او مسکې راځې!!؟؟
هغه شین مړوند دې ..
اوس هم په دیوال ژاړې
او مخ دې دپردو او هنداروترمنځ اوړې راوې
ان هغه سګریټ چې تابل کړی وو
لا نه دې مړ
او لوګی یې لا تراوسه ځیل کوي
دغه کوټه نه پریږدي
زمامحبوبې .. قصیدې  .. دسترګوتورې
ته زما ښایسته مرغۍ وې
لمانه څنګه والوتې
اوس دعراقي چایو دویشلووخت دي
داجامونه به څوک وویشي
داپیالې به څوک ډکې کړي
فرات به زموږ کورته څوک راوړي
ددجلې ګلونه به څوک راوړي
بلقیس ..
غم مې په زړه سوری سوری کوي
هغه بیروت چې ته یې ووژلې خپل ګناه هم نه پیزنې
په دې نه پوهیږي چې خپله معشوقه یې ووژله
اوسپوږمۍ ګل شوه


ځینې کره کتونکې په دې اند دې چې شاعر دټولنې ترجمان دی خو داخبره ناسمه ده ټولنه دشاعرلپاره یواځې خام مواد دي هغه معمارله دغوخاموموادونه لکه څنګه چې یې وغواړې تصویرونه اوانځورونه جوړوې هغه دغه خام مواد داسې نه کاروې لکه څنګه چې دي دغه شمع دشاعرپه ساحرانه لاس کې لویږي اوهر شاعرترې دخپلونفسیاتوسره سم انځورجوړوې په شعر اوټولنه کې دواقعتونوترمنځ همدغه توپیردی خوداددې په مانا نه ده چې دشاعرفن اوهنردې دهغه ترجمان وې ځکه چې شاعردټولنې غړی دی او دهغه هنرپه ټولیزه توګه دانسانیت ترجمان دی نزارقبانې په یوه قصیده کې چې دهغې معشوقې خوښه کړې ده واېې چې په دغه شعرونومې مه تیروځه ما ددغه شعرونوپه منځ کې نشې پیدا کولی.



وی یې : که داجازه راکړي چې
په یوه جمله…
اویا یوبیت باندې مې
داکتابچه راته بڼکه د طاووس کړې
داسې بیت ..
چې زه یې پټ کړم
د اوربل د تیارې لاندې
او د ماشوم غوندېې لولوکړمه
په خپله سینه باندې
ته چې څه وایې ازاد یې
ستا دا شعر مې شاعردی
ارزښناک او ښایسته دې
له دې  ټولوامیلونو
چې پرغاړه مې پړقیږي
واه له کومه داخوږه لوستواله راغله
له یوه ګل څراغه اخوا
زه څه نه یم
ما مې خپل اولنې شعرونه وسول
ماکړه لرې
ته سپرلې یې د لمرونو
اوتاونو
زه د خپلوکتابونوغیږ کې نه یم
زه او دغه قصیدې سره جلا یو
په یوه سرکشه بیت دنیا کړم ړنګه
اوپه یوه سرکشه بیت یې کړم راجوړه
ما دستورو په لرګیو کې اوربل کړه
خوستا مخکې لکه سوړدیوال ولاړیم
کوم کتا ب چې مې ستا خوښ دی
اوتالوستی
بې له پاڼواو وچ رنګه بل څه نه دي
په پړقا او په غړمباریې مه تیروزه
دسینې اتشکده کې مې اورمړدی
زما توره د لرګی ده تعجب نه دی
که مې غیږ ته جوخته نه کړې
ته مې مله شه
په لفظونواوخیالونونښې ولم
اولوګونه مې جوړکړې منظرونه
ما مې مېنې ته غښتلی معبد جوړکړ
خودخپلومعبدونومخکې ولویدمه
مړشوم
درنګین لیموڅښتنې  ..زما دغه حقیقت دی
ایا ته له دینه وروسته
زما داقصیدې لولې؟
نوربیا