کور / تازه خبرونه / دولت په زابل کي د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کوي

دولت په زابل کي د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کوي

په زابل کی دافغان اوبهرنیوځواکونوپه ګډوځانګړو عملیاتو کی دوسله والوطالبانودیوه سیمه ییزقوماندان په ګډون څلوروسله وال طالبان وژل شوی دی . دامنیتی چارواکوپه ویناچی دوسله والوطالبانونوموړی وژل شوی سیمه ییزقومندان په ګڼووژنواوامنیتی پیښوکی لاس درلودی .


دپلټني په هغوځانګړوعملیاتو کی چی تیره شپه په مرکزقلات اوښهرصفا ولسوالۍ کی دافغان اوبهرنیوځواکونو له خواپه ګډه ترسره شوی له امله چی دچارواکی په وینا دطالبانو دیوه سیمیزقوماندان ملاحمدالله جهادمل په ګډون څلوروسله وال طالبان وژل شوی دی .


دزابل دامنیی قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي وایی دوسله والوطالبانونوموړی وژل سوی سیمیزقوماندان په ګڼووژنواوامنیتی پیښوکی لاس درلودی ،


فراهي همداراززیاتوي  چی پدی عملیاتو کی ددولت دمخالیف لوري څخه یوه اندازه سپکه اودرنه وسله هم نیول شوی ده .


دیوبل خبرله مخي تیره ورځ دسیوري په ولسوالۍ کی یوطالب دخپل ماین په چاودنه کی وژل شوی .


چارواکی وایی نوموړی کس دلویه لارپرسرافغان اوبهرنیوځواکونوته ماین ځاي پرځای کاوه چی دخپل ماین په چاودنه کی ووژل شو .


په داسی حال کی چی چارواکی په زابل کی دپینځووسله والو طالبانودوژلوادعاکوی خووسله والوطالبانولاتردی مهاله په دی اړه څه نه دی یلی


دیادوني وړده چی په زابل کی دتیرو دواونیوراپدي خواپه بیلابیلوامنیتي پیښوکی لږترلږه اویا کسان وژل شوی .


چارواکی وایی په وژل شویو کی وسله وال طالبان امنیتي سرتیری اوملکي وګړي شامل دی .طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .