کور / تازه خبرونه / دهرات ولايت دسلطان لیسی الحاقیه ودانی پرانیستل شوه

دهرات ولايت دسلطان لیسی الحاقیه ودانی پرانیستل شوه

 

د هرات ولايت: نن دروان کال دغبرګولى۱۴ نيټه، د هرات ولايت دمرکز اوړند د سلطان ليسي الحاقيه ودانۍ د نوموړي ولايت دپوهني رياست درئيس غلام حضرت تنها او د ولايت د مقام استازى لخوا د پتي په پريکولو سره رسماً پرانيستل شوه.

پدي غونډه کي د دولتي مسوولينو سربيره قومي مشرانو او د ښوونځي زده کونکو هم ګډون کړي و.

نوموړي تعمير په پاخه اواساسي په يو پوړکي په آلمان كي ميشت افغان مهاجرينو په مالي مرسته (۵۴۴۱۴) امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړه شوي، چي ۶ درسي ټولکي، ۲ اداري خوني اونور ضروري ملحقات لري.

ديادوني وړده چي په نوموړي ښوونځي کي د (۹۰۰) نه زيات هلكان زده كوونكى په زده کړه بوخت دي، چي د نوموړى ودانۍ په جوړولو سره دياد شوى ښوونځى دزده كوونكو ستونزى د درسى صنفونو دنشتوالى له امله ليرى شى.