کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۴)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۴)

انساني  تیرو تنې  :
په تیرو مخونو کې مو د خالصو علمي  څیړنو ، مشاهداتو ، تجربو او دلایلو په  مرسته ددې د ثابتولو  هڅه وکړه  چې  که  چیرې د انساني فطرت  د غوښتنو او د انساني ذهني کمزورتیاو او  جسماني  جوړښت د دلائلو د لحاظ  په ساتلو سره  د تمدن  یو سهي  نظام  تر تیب کړل شی نو د جنسي اړیکو تر حده باید دهغې نظام اصول او مبادي  څه ډول جوړښت ومومي ؟



په دې  څیړنه کې هیڅ   غموض  نه شته . ټول هغه  څه  چې  ویل شوي  علمي ثابت  حقایق او د حکمت  پخې  خبري دي  چې د علم او عقل خاوندان  پرې  ټول   پوهیږې . خو که د انساني  عاجزۍ کمال  ته وکتل شی  او دتمدن   هغه  نظام  چې د انسان  په لاسو  جوړ کړل شوې  تر نظره  تیر کړل  شي  نو دا به را په ډاګه شې  چې   ددې  نظام  په یوه  اړخ  کې هم  د فطرت معلومي  لارښوونې او غوښتنې په بشپړ او متناسب  ډول  په  نظر کې نه دې نیول شوي .  دا په ډاګه  ده  چې  انسان په خپله د خپل فطرت  د غوښتنو څخه بې خبره  نه  دې  او نه  دهغه څخه په  خپله  خپل  ذهني کیفیات  او  جسماني ځانګړتیاوې   پټې  پاته  دی ،  خو ددې تر څنګ  دا حقیقت بلکل  څرګند  دې  چې تر اوسه پورې هغه  د هیڅ  کوم داسې معتدل  نظام په جوړولو  بریالې  شوې نه دې  چې  د هغه په اصولو او مناهجو  کې په پوره توازن  سره د ټولو فطرې  غوښتنو ، ځانګړتیاو او د ټولو ګټو او صالحو اهدافو رعایت  شوې وي .  

حقیقت ته د نه رسیدو ریښتونې  لاملونه  :
د هغې علتونه  هماغه دې  چې د هغې په لورې مونږ ددې کتاب په لومړیو  پاڼو کې یادونه  وکړه  ،  دا  دانساني  فطرت کمزورتیا ده  چې  د هغې  نظر  د کومې  مسئلې په ټولو  اړخونو  باندې  احتوې  نه کوي  ، تل  یو اړخ  تر نورور  زیات  د انسان  توجه  ځان  ته  را اړوی ، نو کله  چې  هغه  یوې لورې ته مایل شي نو نور اړخونه  یې بلکل  د نظر نه   پټ  او غائب  شی او یا یې  قصدا  پریږدي .  د ژوند  په  ډیرو وړو او وګړیزو   چارو   کې د انسان  دغه کمزوري  په ډاګه  په  نظر  راځي ،  بیا نو څه ډول  شوني  ده چې  د تمدن  او  تهذیب    دغه  پراخه  مسایل  چې  د هغوې  څخه هر یو په خپل ځان کې بې  شمیره  پټې او ښکاره څنډې  لري  ددې کمزورتیا د اغیز نه  خوندي  پاته شي . د پوهې او عقل  په پانګې  انسان حتما  سرفرازه کړل شوې  دې  خو عموما  د ژوند په معاملاتو کې یوازې   عقل  دهغې  لارښوونه  نه شی کولاې .  جذبات  او میلانات  لومړۍ  هغه یوې خواته وړي  بیا  چې   کله هغه یو خاص  لورې ته ځي نو  بیا په عقل استدلال کوي او د پوهې نه  کومک غواړی . په دغه حالت کې پخپله د هغه پوهه  هغه ته د معاملي  بل  اړخ  ور په ګوته کوی  او دهغې  خپل  عقل هغه په یو لور یتوب  باندې متنبه کوی . خو بیا هم هغه خپله غلطی  نه مني  بلکه  خپله پوهه او عقل  مجبور وې  چې د همدغې میلان  د تائید  له پاره دلائل  او تأویلات  برابر کړي. 

څو ښکاره  مثالونه  :
د ټولنې  د کومې ستونزې په هکله  چې مونږ بحث او څیړنه کوو  ، په هغې  کې د انسان همدغه یو اړخیزتوب د پوره افراط او تفریط  سره  ډاګیزه  دې .  یوه ډله د اخلاقواو  روحانیت په لور   دومره را کاږه شوي او تر دې حده پورې  غلو کوي   چې د ښځې او نر  جنسي اړیکې  له یوه  سره د نفرت   وړ  عمل بولی . مونږ دغه بې اعتدالۍ په بودایې  ، مسیحي او یو شمیر هندو  مذهبونو کې کتلې شو او دا دهمغې  اغیز  دې  چې تر اوسه  پورې  د نړۍ په یوې  لوې  برخې کې  جنسي اړیکو ته  په  بده  سترګه  ګوري ، که څه  هم  هغه د ازدواج  په دایره کي وي او یا د هغې  څخه بیرون او ازاد  اړیکې وي .



ددې پایلې دا شوې چې د دغه  ډول   آند پیروانو  د رهبانیت  غیرفطري او غیر مهذب  ژوند د اختلاف او د نفس د پاکوالي  موخه  ګڼلې  په دې اساس  د انسانی نسل ډیرو وګړو ،  چې   ښځې او نارینه دواړه  په کې شامل دي،  خپل ذهني او  جسماني ځواکونه د فطرت  نه په انحراف او یا د فطرت  سره په جنګ  کې ضایع کړی  . او کومو وګړو  چې د فطرت  غوښتنو ته مثبت  ځواب  هم ویلې    هغه  هم  په  دې  آند ،لکه څوک  چې مجبوراٌ  خپله کومه ناولې اړتیا پوره کوی . ښکاره  ده  چې  داسې  اړیکې نه د ښځې او میړه په منځ  کې محبت او مینه پیدا کولې شی او نه ترې کوم صالح او پر مختللې تمدن  منځته   را تلاې  شي .
یوازې دا  نه بلکه  په ټولنیز  ژوند کې د ښځې د مرتبي د را پریوستلو  مسؤلیت  هم  تر ډیره ځایه پورې  د همدغې تش په نامه اخلاقي  آند  په غاړه  دې ، د رهبانیت پالونکو،  جنسې کشش  یوه  شیطانې  وسوسه او د کشش  محرکه  قوه یعنې ښځه   یې د شیطان  د ایجنټ  تر نامه لاندې و نوموله او هغه  یې د یوه ناپاکه وجود   په څیر  چې د هغې څخه نفر ت  کول  یې ،دهر هغه وګړي  له پاره  اړین دي  چې د نفس پاکولاې  غواړی . په مسیحې ، بودایې او هندې  کتابونو کې د ښځې  په هکله همدا  ډول  آند موجود  دې . او هغه ټولنیز نظام  چې د همدې  آند په  اساس  جوړ شوې وي   او په هغې کې  چې   ښځې  ته  کومه مرتبه  ورکړل شوې  نو اوس  د هغې په هکله انداز  لګول  کوم  ستونزمن  کار نه دې .



ددې برعکس  یوې بلې ډلې د انسان د  جسماني غوښتنو  مراعات  کړې  خو په  هغې  کې  یې دومره غلو کړې  چې انساني فطرت خو پریږده د حیوانیت  غوښتنې او اړتیاوې  یې هم  له آنده  غورځولې دي . په غربي تمدن کې دا کیفیت  دومره  را څرګند شوې  چې اوس  یې که د  پټولو هڅه  هم  وکړی نو  پټولې  یې  نشي . دهغوې  په قانون کې  زنا  کوم  جرم  نه  دې  البته  هغه  څه  چې   جرم  ګڼل کیږي هغه  جبر  او اکراه  ده ، یا د کوم بل  چا  په قانوني  امورو کې مداخله کول  دي.  که دا دواړه  خبرې  نه وي ، نو بیا زنا (د جنسې اړیکو خپریدل ) په خپل ځاې کوم جنایې جرم نه ، بلکه کوم د شرم وړ  اخلاقي عیب  هم نه ګڼل کیږي . ځکه  چې  دا  کار  لږ  تر لږه د حیواني فطرت  سره برابردې ،  لیکن هغوې ددې څخه پښه وړاندې  کیښوده  او د جنسي  اړیکو  حیواني  موخي  یعني د نسل پیدا یښت او دهغې پایښت یې هم له نظره و غورځاوه او هغه یې یوازې د جسماني  لطف اولذت  ذریعه  جوړه کړه . دلته یې د رارسیدو سره  سم   هماغه  انسان  یې  چې په (احسن  تقویم) باندې  پیدا شوې ، (اسفل سافلین ) ته ور  ورساوه  . تر هر څه  لمړۍ هغه د انساني  فطرت څخه په  انحراف د حیواناتو په څیر  جنسي  اړیکې اختیار کړی  چې د هیڅ  تمدن  بنسټ  نه شی  ګرځیدلې . بیا هغه د خپل حیواني فطرت څخه هم انحراف وکړ او ددې اړیکو  فطري  زبیښه  ، یعنې د اولاد پیدا کیدل   یې هم بند کړل ، تر څو په نړۍ کې د هغې د توکم   د   پاته  کیدو په خاطر  نسل   دنیا ته را نه شی .



یوې ډلې د کورنۍ اهمیت  محسوس کړ خو هغه یې    ددومره  بندیزونو سره  را یو  ځاې کړه   چې  وګړې یې  په کې  را تاو  اورا نغښتې پریښود.  د نورو دحقوقو او  دندو په اجرا کې یې  توازن پرې   نه ښود . ددې  یو څرګنده نمونه د هندوانو کورنې  جوړښت دې . هغوې د ښځې  له پاره د ارادې او عمل  هیڅ  ډول ازادي  نه ده ورکړې،  په تمدن او اقتصاد کې یې هغوط ته  هیڅ ډول حقوق نه دې پریښې  ، که هغه پیغله وې  نو  وینځه ده ،که ښځه وې نو وینځه ده ، که مور وي او که کونډه  وی  د وینځې  حیثیت  لري او ان  تردې  چې  د وینځې څخه هم بد تر  ژوند لری . دهغې په برخه یوازې ددندو اجرا کول دي ، د حقوقو  په  کور کې ېي  دډیر  ستر صفر څخه اخوا نور څه نه شته .



په دغه ټولنیز نظام کې ښځه دهماغه لمړۍ  ورځې   څخه  د یوې بې ژبې  ځناور په څیر  بدلیږي  تر څو په هغې کې دځان پیزندنی  شعور هم را  و نه  ټوکیږی . پرته  له شکه  چې ددغې آند  په واسطه  د کورنۍ بنسټ ډیر ټینګښت پیدا کړې او د ښځې د سرکشۍ ټول امکانات  یې له منځه وړې   ، خو د ټولنې نیمایې برخه یې ذلیله او خواره کړې ، دغه ټولنیز نظام په حقیقت  کې  په خپل  جوړښت  کې  د خرابوالي   ډیر  خطرناک  حالات را پیدا کړې  چې پایلې  او زبیښې یې اوس هندوان  په خپله  احساسوي .



یوې بلې ډلې د ښځې د مرتبي دپورته کولو هڅه کړې او هغې ته یې د ارادې او عمل ازادی ورکړې خو په  هغې کې یې دومره  غلو کړې  چې د کورنۍ پولي  یې پرې  له منځه  وړې  . ښځه ،  لور او او زوې  ټول ازاد ، ان تر دې  چې د کورنۍ   کوم  سر  او پالونکې هم  معلوم  نه وی ،  هیڅوک  په بل باندې واکمني نه لري ، میړه  د خپلې ښځې  څخه د پو ښتنې  حق نه لری  چې  تا شپه  چیرې سبا کړه ، د لور نه پلار پو ښتنه  نه شې کولې  چې  ته له  چاسره او  چیرته  ځې ، میړه او ښځه  په حقیقت  کې دوه برابر دوستان  دی  چې د مساوي شرایطو په اساس  را   یوځاې شوې .  یو کور  جوړوي  چې په  هغې  کې یې  د او لاد   حیثیت  دهغې   کوچنۍ ډلې  د کوچنیو  غړو په څیر دې . د مزاج او طبیعت  یو ډیر کوچنې  اختلاف  هم  دغه  جوړښت  هر وخت د خطر سره مخ  کولاې  شی ، ځکه  چې  د اطاعت او فرمانبردارۍ  په څیر   عنصر ،  چې د هر نظم د ځاې په ځاې  ساتلوله پاره  اړین  دې ، په دغه ډله کې  بلکل  نه  شته  ، دا هغه  غربي ټولنه ده چې  دهغې مشران د تمدن  او ابادۍ د اصولو په پوهه  کې د پیغمبرۍ دعوه  لري . که دهغوې ددې  دعوې  حقیقت  معلومول  غواړئ  نو د اروپا او امریکا په  کومې یوې محکمي کې د طلاقو او نکاح  یا په کومې محکمی  کې د کوچنیانو د  جرایمو د قضایاو(Juvenile Court  ) حال په خپله  ووینئ . همدا اوس   چې د انګلستان  د کورنیو  چارو  وزارت  په دې هکله کومه شمیره خپره کړې د هغې  څخه را په ډاګه کیږی  چې په کم  عمره نجونو  او هلکانو کې د جرایمو  شمیره ورځ په ورځ  زیاتیږی او دهغې علت یې دا بیا ن کړې  دې  چې دکورنۍ  ډسپلین او نظم و ضبط  کمزورې  شوې.  په دې هکله  د (۱۹۳۴م Blue  Book of crime statistics for   کتاب  و ګورئ) .



په  انسان او یا  په ځانګړې توګه د ښځې په فطرت کې  چې د شرم او حیا کومه ماده ځاې پر ځاې کړاې  شوې ده  په هغې د پوره پوره پوهیدو او عملاٌ په لباس  او ژوند  دود کې   په واقعې  ډول  د هغې  په  پلې کولو کې هیڅ انساني  تمدن    بریالې  شوې نه دی  ، شرم او حیا د انسان او په ځانګړې توګه د ښځې د بهترینو صفاتو  نه شمیرل  کیږی .  خو په لباس او ټولنیز ژوند کې د  هغه  را مخته  کیدل د کومي عقلي طریقي او یا بهترینو اصولو له مخې نه دې شوې  ، د ښځې د ستر  صحیح حدود ټاکل او په پوره توګه  دهغه د خوندي پاته کیدو له پاره هیچا هم کوښښ نه دې کړې ،  د ښځې، او نر  لباس او د هغوې په  ادآبو   او کړو  وړو کې  دحیا کولو له پاره  هیڅ  ډول  اصول نه دې  ټاکل شوي . په معاشرت کې ښځه  او نر ، ښځه او ښځه  ، نارنیه  او نارینه ،  تر منځه د حجاب  له پاره مناسبه او معقوله حد بندی نه ده شوې ، د تهذیب او  عامه اخلاقو له  آنده  چې دا خبره څومره مهمه ده نو په هماغه اندازه  ورسره د تغافل نه کار  اخیستل  شوې ، دهغې څخه یې څه  رسم و رواج  ته پرې  ایښې  ، حال  دا چې رسم و رواج د ټولني د حالت د بدلیدو  سره بدلیدونکې شې دې  او څه یې  د خلکو د شخصې  غوښتنو پورې تړلې.    حال  دا چې  نه د شرم او حیا د  جذبي  له مخې ټول وګړي یو شان دی او نه  هر وګړې  د سلیم  ذوق او   انتخاب  سهي  قوت  لري  چې د خپلې همدې  جذبي  په واسطه په خپله  ځانته  کومه مناسبه طریقه  اختیار کړي .


ددې پایلې دا شوې  چې د مختلفو ډلو ټپلو  په کالیو او ګډ ژوند کې د حیا او بې حیایې  یو  عجیب   ګډون  تر نظره کیږي   چې په هغې کې کوم  عقلي  مناسبت ، یو شان والي ،برابري  او یا د څه اصولو پابندي نه تر سترګو کیږی.  په شرقي هیوادونو کې دا شیان تر یوه حده پورې محدود دي . خو د غربي ولسونو  په کالیو او معاشرت کې  چې کله د بې حیایې  عنصر ډیر زیات و غوړید ، نو هغوې له یوه  سره د شرم او حیا ریښې  غوڅې کړې . د هغوې نوې  آند  دادې  چې په اصل کې شرم و حیا کومه  فطري  جذبه نه ده بلکه دا جذبه   یوازې د لباس اغوستنې  عادت را پیدا کړي ، د  عورت  پټول اوحیا درلودل د اخلاقو پر ښایست  پورې هیڅ  اړه نه لری بلکه  دا په حقیقت کې د انسان دجنسي  غوښتنو د تحریک او را پاروونکو عواملو  څخه یو عامل دې . [دا  هماغه  نظر دې  چې (wester marck) په  خپل  کتاب (The history of Human marriage)  کې  کښلې دې ]
د بې حیایې د همدغې فلسفي  عملي تفسیر هغه نیم لوڅ لباس  ، د جسماني ښایست مقابلې ، لوڅه نڅا ، لوڅ  عکسونه په سټیجونو باندې د فحاشۍ  مظاهري او  عریانۍ په لور  چټکه ځغاسته ،  یوازې د حیوانیت په  لور د انسان ورتګ دې  او همدغه بې اعتدالي د مسئلې په بل اړخ  کې  هم  تر سترګو  کیږی .



هغو   چې  اخلاق او عصمت ته اهمیت  ورکړې  هغوې د ښځې  ساتنه  د  یوه روح  لورنکې ، عقل او پوهې لورنکې او یوه  ژوې په څیر نه بلکه د یوه بې روحه  زیور  او د یوه   ارزښتناکه کاڼی په څیر  کړې اود هغې د ښوونې او روزنې  اړتیا یې  له یوه سره  له  نظره غورځولې . حال  دادې  چې د تمدن او تهذیب د ښه والي  له پاره دښځې  ښوونه او روزنه  هم همدغومره  اهمیت لري  لکه څومره یې  چې د سړې په هکله  لري .  خو هغوې  چې د ښوونې او روزنې  اهمیت احساس کړي  نوبیا یې  د اخلاقو او پاک لمنۍ اهمیت   له نظره غورځولې او دیو  بل  حیثیت  څخه یې د تهذیب د له  منځه  وړلو له  پاره    لاره  جوړه کړې ده .



کومو  وګړو  چې د فطرت  د ویش  ساتنه کړې  هغوې د تمدن او ټولنې په خدماتو کې  یوازې   د کور د ادارې او دکوچنیانو د روزنی  مسؤلیت د ښځې په  غاړه  اچولې  او په سړي یې  د روزۍ د لاس ته راړلو  مسؤلیت  وربار کړې ،    خو په دې ویش کې یې  هم  توازن و نه شو  ساتلاې ، هغو ې د ښځې  څخه  ټول مالي  حقوق  سلب کړل  ، په وراثت کې یې د هر ډول حق څخه  بې برخې  کړه  ، د ملکیت  ټول حقوق  سړې ته منتقل  شول  او په دې تو ګه  یې  په اقتصادی  اړخ  کې  ښځه  بې  لاسه  او بې پښو کړه ، د ښځې او نر تر منځه  یې اړیکې په واقعیت کې د بادار او وینځې  تر منځ اړیکې و ګرځول ، ددوې په مقابل کې  یوه  بله ډله را پورته شوه ،هغوې د بې انصافۍ د له منځه وړلو تکل وکړ او ښځې  ته یې د هغې د تمدني ، ټولنیزو اومالي حقوق  د اعاده کولو اراده وکړه خو دا وګړي د یوې بلې غلطۍ مرتکب  شول ، دهغوې په ذهنونو باندې د مادیت  غلبه وه په دې خاطر  هغوې ښځه د اقتصادي  او تمدني غلامۍ  نه دخلاصون   معني دا وګنله  چې هغه دې  هم د سړی په څیر د کور یو ګټور وګړي شی او د ټولنې د ټول مسؤلیتونو په پورته کولو کې د سړي سره برابره ونډه ولري . د مادیت  له آنده په دې طریقه او لاره کې ډیر  جذابیت پروت  و  ځکه  چې په دې تر تیب  نه یوازې د سړې په اوږو بار سپک شو ، بلکه د مالی وسایلواو  د دولت   د لاسته  راوړو او د عیش او عشرت د وسایلو په برابرولوکې دوه  برابره ډیروالې راغې ، ددې نه اخوا د ولس د عمرانی او اقتصادې  چارو دپر مختللو له پاره دوه دوه  لاسونه اودماغونه زیات کړل شو ،  او  په  دې  ترتیب   د تمدن په ارتقاء کې ډیر تیزوالي پیدا شو.



خو دمادې او اقتصادي اړخونو په لور ددومزه زیات میلان  پیدا کیدلو  پایله دا  شوه  چې  نور اړخونه  چې   اهمیت یې ددې  اړخ   څخه په هیڅ  ډول کم نه دې دهغوې د سترګو نه پناه پاته   شو او ډیرهغه  اړخونه  چې  هغوې پرې  پوهیدل هم ، قصدا یې پریښودل .  د فطرت د قانون  په پوهیدو سره سره  چې د هغوې  خپلې  علمي څیړني پرې ګواهي وایې  بیا  هم هغوې دهغې په خلاف  قدم واخیست ، هغوې د ښځې سره د انصاف اوعدل کولو دعوه وکړه  خو په حقیقت کې د بې انصافۍ  لورې ته ولاړل  هغوې  شځې  ته د برابرۍ د ورکولو  دعوه وکړه  مګر په حقیقت کې یې  نا برابري منځته راوړه  چې ثبو ت یې په خپله دهغوې په علومو او فنونو کې تر لاسه کیږی . هغوې د تمدن او تهذیب اصلاح کول  غوښتل  خو په واقعیت کې یې دهغې د تخریبولو او له منځه وړولو له پاره ډیر  ویروونکې اسباب او وسایل  تیار کړل  چې  تفصیلا  یې په خپله  د همدې   بیان کړل  شوو پیښو او پخپله د همدوې په واسطه د تیار کړل شوو شمیرو  د مخې را څرګندیږي .



ښکاره ده چې هغوې ددې فعالیتو څخه بې خبره نه دي لیکن  لکه څنګه  چې   مونږ  مخته بیا کړل  دا د انسان کمزورتیا ده  چې  هغه پخپله دخپل  ځان  له پاره د قانون   په  جوړولو کې د ټولو مصلحتونو د اعتدال او تناسب  لحاظ  نه شې ساتلاې.    هغوې  د نفس د غوښتنو له مخې  په افراطی توګه  په یوې لورې  لاهو کیږی او کله  چې  لاهو شی نوبیا ډیرې  ښیګڼې دهغه له نظره پټې پاته کیږی او د نورو ډیرو ښیګڼو اوحقیقتونو د  کتلو او پوهیدو تر څنګ دهغوې په لور دلیدلو  څخه  سترګی پټوي .



ددغه قصدې او ارداې  ړوندوالي  ښه  ثبوت به  مونږ ددې نه زیات  بل  پیدا نه کړو لکه څنګه  چې  ددوې  دخپل یو ړوند  آندې  لیکنه  دلته  را  نقل کړو . د روس نامتو ساینس پوه انتون نیملوف (Anton Nemilov) چې  یو پوخ  کمونست  دې په خپل کتاب [ (The biological Tragedy of Woman)چې  ددغه  کتاب  انګلیسي  ژباړه په لندن کې په ۱۹۳۲ م کال کې  شوې  ]د ساینسي  تجربو  او مشاهدو له مخې د ښځې  او نارینه تر منځ د فطري نابرابرۍ  په ثابتولو  کې نژدې دوه سوه پاڼې تورې کړې  خو بیا پخپله د همدي  ساینسی څیړنې  وروسته لیکي  چې :[ نن سبا که دا وویل شي  چې ښځې  ته د تمدن په نظام کې محدود  حقوق  ورکړل شوې نو ډیر خلک به دهغې تائید وکړي . مونږ په خپله  ددې  وړاندیز  سخت مخالف  یو ، مګر مونږ خپل نفس باید په دې ونه غولو چې  د ښځې  او نر تر منځ په عملی  ډګر کې مساوات پیدا کول  ساده او اسان کار  دې. د نړۍ په هیڅ  ځاې کې  د ښځې او نر د مساوات  له پاره   دومره  هڅې نه دې  شوې  لکه  څومره  چې په روسیه کې  شوې دې . په هیڅ ځاې کې  په دې هکله دومره د تعصب  نه پورته اوفیاضت  نه ډک  قوانین  نه دې  جوړ شوې لکه   څومره  چې په شوروې کې  جوړ  شوې . خو ددې هر څه سره سره واقعیت  دادې  چې په کورنۍ کې د ښځې  په  حالت  اوحیثیت  کې ډیر لږ بدلون راغلي   نه یوازې  په  کورنۍ  کې  بلکه  په ټولنه کې هم .](۷۶ مخ )
[تر اوسه پورې د نر او ښځې  تر منځ د نابرابرۍ تخیل ، نه یوازې په هغه طبقو کې  چي په ذهني توګه کمزورې دي ، بلکه د شوروي  اتحاد  د لوړو  اوروښانفکرو اقشارو تر منځه هم   همدا تصور او په خپله په ښځو کې ددې  تصور اغیز دومره زور پروت  دې  چې  که  چیرې د هغوې سره د برابرۍ  سلوک وکړاې شی ، نو هغوې هغه د سړې د مرتبي نه ډیر ښکته ګڼی ، بلکه هغه د سړې په کمزورۍ  او نه سړیتوب  حمل کوی ، که  چیرې  مونږ په دې هکله دکوم ساینس  پوه ، کوم  مصنف ، کوم شاګرد  ، کوم تاجر ، یا د کوم پوخ کمونسټ د افکارو  په لټه کې شو  نو ډیر  ژر  به دا حقیقت  مونږ ته  را په ډاګه شی  چې  هیڅکله هم  هغوې  ښځه دخپل  ځان سره برابره  نه ګڼي .  که  چیرې  د اوسنۍ زمانې  کوم   ناول  ولولئ ، که څه هم  هغه   دکوم  ازاد  فکره   لیکوال  له خوا لیکل  شوي  وي، خو په  ډاډمنه  توګه  به په  هغې  کې  په یو ځاې نه یو ځاې  کې  داسې  جملې  راغلې وې  چې د ښځې  په هکله  به په کې   د هغې  تخیل چغلي  کړې  وي .]( ۱۹۵/ ۱۹۴ مخونه ).
  ددې   علت دادې   چې دلته انقلابې اصول د یوه  ډیر مهم حقیقت سره ټکر خوري ،  یعنې ددې حقیقت  سره  چې د بیولوژۍ  (Biology)  له نظره د دواړو  جنسونو تر منځه برابري نه  شته او په دواړو  برابر بار او مسؤلیت نه دې ا چول  شوې . اوس  که  دغه لاندې  اقتباس ولولئ  نو بیا په خپله  ترې  نتیجه  واخلئ.



«رښتیا  خبره خو داده چې  په ټولو کارکونکو (Workers)  کې د جنسي  ګډوډۍ (Sexual Anarchy)  نښې  را بر سیره شوې دي ، دا  دخطرنه ډک  حالت دې  چې د سوسیالیست نظام دتباه کولو او له منځه وړلو اخطار  ورکوي ، دهرې ممکنې لارې  څخه یې باید مقابله  وشی ځکه  چې په دې محاذ جنګ  کول  ډیر ستونزمن کار دې.  زه   دداسې پیښو په زرګونو  نمونې  وړاندې کولې شم  چې ترې  دا په ډاګه کیږي چې شهوانې خپل سري   (Sexual Licentiousness  ) نه یوازې په ناپوهه خلکو  کې بلکه  د کارګرانو په لوړو تعلیم یافته وګړو کې   چې د پوهې له اړخه پوره رسیدلې  دي ،هم   خپره  شوې . »



دغه  عبارت په خپله ددې ګواه  دې   چې  له یوه اړخه   پخپله   اعتراف کوی  چې د ښځې او نر  تر منځه فطرت پخپله مساوات  نه  دې پیدا کړې . په عملي ژوند کې هم د مساوات د راپیداکولو هڅې نه  دې بریالي شوې او ترکومه  حده پورې  چې د فطرت سره په  جنګ  جګړه  کې دغه ډول  مساوات  هم  جوړ کړل شوې  دې دهغې  زبیښه داشوه   چې د فحاشۍ یو ستر سیلاب  راغلې  چې د ټولنې ټول نظام یې  د خطر سره مخامخ کړې دې  د بله اړخه  دا  دعوه  چې په ټولنیز نظام کې دښځې  پر حقوقو  هیڅ ډول بندیزونه باید و نه لګول  شی او که چیرې داسې وشي نو مونږ یې مخالفت کوو ددې نه  اخوا ددې امر بل  څه  ثبوت  نه شته  چې  انسان جاهل نه دې بلکه دعلم ، پوهې او عقل خاوند او دهر څه څخه باخبره د خپل نفس د غوښتنو داسې غلام  دې  چې  د هغې  له مخې خپلې  علمي  څیړنې   هم  باطلوي او د خپلو تجاربو او مشاهداتو نفې  کوی . هرې لورې  ته  خپلې  سترګې  تړي او یوازې د نفس د غوښتنو تابع    اوپه دې  لاره کې تر انتها  پورې ځان  رسوي . خو ددې افراط  په خلاف دهغوې  خپلو  علومو ډیر قوې دلایل  وړاندې کړې ، که څه هم غوږونه  یې څومره واقعات واوری او سترګې  یې هر څومره ناوړه نتایج وویني.



  [افرأیت  من اتخذ الهه هواه  و أضله  الله  علې  علم وختم علی سمعه و قلبه و جعل  علی بصره غشاوة  فمن یهدیه  من بعد الله  افلا تذکرون (الجاثیه  ۲۳)] 
« نو ایا تا کله دهغه  چا په  حال  باندې  غور کړی دي  چې  هغه  خپلې  نفسي غوښتنې  خپلې   معبودې و ګرځولې، او الله  هغه  له  علم  او پوهې  سره  په ګمراهۍ کي و غورځاوه  ا و دهغه  پر زړه  ،  او غوږونو باندې یې   مهر وواهه  او دهغه  پرسترګو  یې پردې و غوړولې  ؟  له  الله  نه  وروسته اوس بل  څوک دې  چې هغه ته هدایت  وکړی ؟  ایا تاسې  څه درس نه  اخلئ؟»



پاته په پنځلسمه برخه کې ولولئ