کور / خبرتیا او پيغامونه / په مونشن او پکتيا کي د نښتر مشاعرې خبرتيا

په مونشن او پکتيا کي د نښتر مشاعرې خبرتيا

 

دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري  ټولنه  او د لویې پکتیا فرهنګي ټولنــــه خپلو ګرانو فرهنګیانو او فرهنګپالو هېوادوالوته  خبر ورکوي  چې د جمعې  په ورځ  د غبرګولي  په ۲۲ تمه نېټه چې د روان کال دجون له  ۱۲مې نېټې سره سمون خوري دلوې پکتیاپه مرکز ګردېز اوددودله مخې دجرمني په بایرن ایالت کې دنښتر ددودیزې کالنۍ مشاعرې څلورمه  کلیزه دپخوا په څېر په یوه ورځ نمانځي .

یادونـــــه :

زموږ هغه دوستان چې  په پورتنۍ نېټه د راتګ  وس نه لري کولای شي چې په لاندینیو پتو خپل  خواږه اشعار راولیږي :

andekhman@yahoo.com
a.c.besmel@hotmail.de
دنورو پوره مالوماتو لپاره په لاندینیوتیلیفوني شمېرو اړیکه نیولای شئ :
٠٧٠٠١٥٠١٥٢ 
٠٧٩٧٠٩١٧٥٨
٠٧٨٨٢٣٠١٤٦
۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸

یوه جدي هیـله :

زموږ دغبرګو مشاعرو له ټولو ګډونکوونکو څخه هیله کوو چې دټولټاکنو په اړوند کمپاین ونه کړي . 

                     زه سمبول دعظمت اودهسک سریم  ×× دپکتیادهسکوغرو زرغون نښتر یم

                    دجابرو سرو لمبو مې ســـر ټیټ نه کړ ×× پــــه دا ټولو شیطاني لښـــــکرو بر یم