کور / رسنۍ / د شهيد عبدالصمد روحاني د تلين ورځ ١٨مه نه ١٩مه د غبر ګولي ده

د شهيد عبدالصمد روحاني د تلين ورځ ١٨مه نه ١٩مه د غبر ګولي ده

خبرسوو چي په هيواد دننه او دباندي ګڼ شمير ژورنالستان او د ارواښاد روحاني په درد درديدلي افغانان وروڼه غواړي چي د خداى بخښلي لومړى تلين و لمانځي په دې لړ کي هلمندي ژورنالستانو هم پتېيلې چي دا ورځ په پراخه کچه ولمانځي خو دلته د نېټې توپير تر سترګو کيږي ، چي يو شمير د تلين ورځ د جون ٨ مه ښئ او ځني يې بيا ٩مه د اصلي نېټه بولي . په دې خاطر چي په ټوله نړۍ او هيواد کي دا تلين په يوه ورځ ولمانځل سي موږ تاسو ته ځيني دليلونه وړاندي کوو چي د هغه پر اساس ستاسو څخه غوښتنه کوو چي ټول د تلين د لمانځلو لپاره د جون ٩مه ورځ غوره کړو .
لومړى : پوره يو کال مخکي اواښاد روحاني د ١٣٨٧کال د غبرګولي د مياشتي پر ١٨مه مازديګر ٥ بجې نادرکه سو په سبا د غبرګولي د مياشتي پر ١٩ مه ماپښين مهال پر ٤ بجې او ٢٧ دقيقې د عبدالصمد روحاني يوه ملګري او خبريال ته پر ټليفون خبر ورکړل سو چي ((خپل مړى مو واخلئ )) . دلته موږ په دې نه پوهيږو روحاني چي په کومه ورځ نادرکه سوى دى په هم هغه ورځ وژل سوى او که په سبا ياني د غبرګولي پر ١٩مه ځکه نو موږ هغه ورځ غوره کړه چي د ارواښآد جسد مو پيدا کړ د غبرګولي ١٨مه موږ ټوله ورځ د هغه د ژوندي موندلو په لټه کي تيره کړه زموږ لپاره درد وونکې او د ارواښاد د مرګ صحنه هغه وخت وه چي موږ د هغه جسد پيدا کړ .
دوهم : دا چي په افغانستان کي لمريزه لېږديزه نېټه کارول کيږي نو له دې امله د ارواښاد ورحاني د مرګ نېټه هم د همدې نېټې له مخي ثبت سوه چي د ١٣٨٧ ل ل کال د غبرګولي د مياشتي ١٩ مه نېټه کيږي ، دلته که موږ د زيږديز کال له مخي حساب کوو نو يوه ورځ دې دوو نېټو په دې يوه کال کي توپير خوړلى دى داسي چي د ١٣٨٧ کال د غبرګولي ١٩ مه د ٢٠٠٨ ميلادي کال د جون د ٨ مي سره برابريږي خو د ١٣٨٨ کال د غبرګولي ١٩ بيا د ٢٠٠٩ ميلادي کال د جون د ٩مي سره سر خوري نو که موږ پر لمريزه ليږديزه نېټه تکيه وکړو غوره به وي .
دريم : هلمند هغه ځاى دى چي روحاني پکي خاپوړي کړي او دلته لوى سوى هم دلته يې کار پيل کړى او په همدې سيمه کي يې سر وخوړ موږ ټول افغانان دهغه د وير کوربانه يو خو هلمندي ژورناليستانو چي د هغه جسد يې په خپلو لاسو راپورته کړ بايد دا حق ورکول سي چي هغه ورځ ورسره و لمانځو چي هغوى زيات دردېدلي دي

څلورم : څرنګه چي ارواښاد روحاني د ١٣٨٧ کال د غبرګولي پر ١٨ مه نېټه لا درکه سو ، د غبرګولي پر ١٩ مه يې جسد و موندل سو او د همدې مياشتي پر ٢٠ مه نېټه خداى بخښلى خاوروته و سپارل سو .
دلته که موږ بيا هم په پورته دلايلو باندي بسنه ونه کړو نو غوره به وي چي په دې دريو ويرجنو ورځو کي ( د لادرکه کيدو ورځ ، د جسد د موندلو ورځ او خاورو ته د سپارلو ورځ ) د منځ هغه د تلين لپاره و ټاکو

ستاسو محترمو څخه هيله کيږي چي په دې نېټه کي ټول سره همږغه سو او ټول په يوه ورځ دغه توره ورځ و لمانځو
که تاسو د خپل پروګرام نېټه بدلوى او يا نور ملاحظات ولرئ زموږ سره په لاندي بريښناليک اړيکه ټينګه کړئ
تر نن مازديګر پوري بايد د تلين اصلي او وروستۍ نېټه و ټاکل سي

a.patsoon@gmail.com
0093 708 110647

په زيات ادب

د هلمند د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
د هلمند د اطلاعات او کلتور رياست