کور / تازه خبرونه / كندز: د جرمن عسكرو او طالبانو ترمنځ جنګ روان دئ

كندز: د جرمن عسكرو او طالبانو ترمنځ جنګ روان دئ


د كندز ولايت څخه وركړل سوي خبرونه وايي د پرون راهيسي په دغه ولايت كي د طالبانو او د جرمني عسكرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.


د كندز د ولايتي بيا رغوني ټيم په يوه خبرپاڼه كي ويلي چي طالبانو د دغه ولايت په چاردره ولسوالي كي د دوى پر پوځيانو حمله وكړه چي تر هغه وروسته جګړه وموښته او طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


د پي آر ټي له خوا خپره سوې خبرپاڼه وايي چي دغه جنګ به تر هغه وخته روان وي چي سيمه له طالبانو څخه پاكېږي.


كندز چي په تېرو كلونو كي د افغانستان د آرامو ولايتونو له جملې څخه شمېرل كېدئ، د روان عيسوي كال له پيل راهيسي په دې ولايت كي هم د طالبانو فعاليتونه ډېر سوي دي.


دوې مياشتي دمخه د كندز والي انجنير محمدعمر دغه ولايت ته د افغان طالبانو ترڅنګ د چيچن، ازبك او تاجك جنګياليو ته د ورتګ خبر وركړ چي ويل غواړي د دولت پر ضد وجنګېږي.


دوې مياشتي دمخه چي د المان صدراعظمي د كندز څخه ليدنه وكړه، د هغې تر تګ شل دقيقې وروسته طالبانو د كندز پر پي آر ټي راكټي بريد وكړ چي صدراعظمه انجيلامركل ورته راغلې وه.