کور / خبرتیا او پيغامونه / اسلامي نړۍ ته د اوباما د وينا په اړه د طالبانو د مشرتابه غبرګون

اسلامي نړۍ ته د اوباما د وينا په اړه د طالبانو د مشرتابه غبرګون

دا اعلاميه په شهامت ډاټ اورګ کي هم خپره سوې ده

اسلامي نړۍ ته داوباما دویناپه هکله داسلامي امارت درهبری شوری اعلامیه

   وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (البقرة (204)
   دامریکا ولسمشراوباما چې دانتخابېدو له وخته راهېسې په نړ ۍ کې دامریکا دبایللي اعتبار او ابرودپرځای کولوپه هڅه کې دی اواوس یې اسلامي نړۍ ته مخه کړې او ددې سفردنوروآمادګیو ترڅنګ غربي  میډیا له څوهفتوراپدېخو ا په یومخیزه توګه د اوباما خطاب ته دمسلمانانوپه آماده کولو اوذهن سازۍ بوخته وه اوده .


 نوموړي چې دپنجشنبې په ماسپښین له قاهرې څخه دده په ژبه ( اسلامي نړۍ ته دخطاب )په نامه کومه بیانیه ورکړه د محتواله مخې یې کوم داسې څه نه درلودل چې دمسلمانانواوامریکا ترمنځ د اوج ته رسیدلي نفرت په راکمولو کې دې ټاکونکی رول ولوبوي دافغانستان اسلامي امارت رهبری شوری په داسې حال کې چې داسلامي نړۍ  په نوم دبارک اوباما دغه بیانیه  دامریکا دتیروتېرایستونکو  شعارونویوتسلسل بولي  دهغې په هکله لاندې توضیحات اعلاموي: ـ 


۱ – بارک اوباما په  داسې حال کې له مسلمانانوسره دښه نیت اوحسن تعامل دعوه کوي  چې یرغلګر ځواکونه یې په افغانستان اوعراق کې دمسلمانانوپه ډلیېزووژلو،تعذیبولواوبندیانولو لګیادي؛دهغوﺉ  حقه حقوق ترپښولاندې کوې  ،هغوﺉ له خپلوحقوقوڅخه ددفاع په خاطر په بیرحمه توګه په شهادت رسوي او دنړۍ ترټولوکرکجنوزندانونوته یې اچوی ؛چې دامریکایانو ددغوناروا  او وحشیانه اعمالوپه  تناظرکې داوبامادغه   بي واقعیته وینا له هسې  بیځایه لفاظي نه سوا بل هیڅ اهمیت نشي درلودلی .


۲ـ  بارک اوباما په خپلې دغې بی معنا ویناکې  دبی دلیله  مدعي په  حيث  دامریکایانولخوا دافغانستان اوعراق اشغال دیوه قانوني  مجوز په توګه توجیه  ، اودخپلوصلیبي لښکرولخوایې  ددغودواړو‍ هیوادونودمسلمانو ولسونوپه خلاف روانې هلې ځلې دامریکایي مصالحودتحفظ  لپاره مشروع  مبارزه وبلله . خودملي اوبین  المللي  منل شویو قوانینو له مخې  هيڅکله هم  دخپلواکوهیوادونواشغال  اودهغوﺉ دازادو ولسونوپه خلاف  ظالمانه  جګړې ته  مشروعه مبارزه نشي ویل کیدای . 


۳ـ بارک اوباما دخپل  مکارانه  سیاست له مخې غواړې  ددغه شانې  حسودانه  ویناووپه خپرولوسره دمسلمانانواواسلامي نړۍ په منځ کې  دتفرقې  او اختلاف  درز واچوي مسلمان ملت له خپلوواقعی محافظینواودفاعی ځواک (مجاهدینو) څخه جلاکړی کوم چی همدی مسلمان ملت په خپله خوښه تر خپل حمایت لاندی روزلی اوتقویه کړی دۍ.نوموړی کوښښ کوي چي  مسلمانان  په خپلومنځونوکې یوپربل باندې بي باوره ،  اودهغوﺉ له بیل والي  اوتفرقې څخه دځان په  ګټه کارواخلي، خودمسلمانانوترمنځ عقيدوي  اومذهبي  اړیکې دومره سستې نه دې چې یرغلګروځواکونو داعلی سرقومندان په حیث دي د اوباما په څوالفاظو   وشلیږي .نن ټول ویښ مسلما نان  په یوه نه یوه ډول په جهاد کې ونډه لري، لهذادمجاهدینو په خلاف دامریکا جنګ دټول اسلامی امت اواسلام په خلاف جنګ بلل کیږي .


۴-نوموړي دعوه وکړه چې امریکایان په اسلامي هیوادونولکه عراق اوافغانستان کې تلپاتې اشغال اودایمي فوځي هډودجوړولوپه هڅه کې نه دي اونه دنړۍ داولسونوداېلولونیت لري . داهغه دعوه ده چې په همدې سیموکې روان واقعیتونه اوحقائق یې په ټینګه ردوي ،ځکه همدااوس امریکایان په افغانستان کې دستروهوایي ډګرونواوپراخوپخوفوځي هډوپه جوړولوبوخت دي  چي تراوسه یې ۱۲نوي فوځي هوایي  ډګرونه جوړکړي دي چې څو یې ډېرلوی اودهرډول لویو فوځي الوتکودکېناستو وړتیالري. په دومره زیات شمېرکې هوایي ډګرونه اوبی شمیره نظامي اډي په داسې حال کې جوړیږي چې دورځنیوپوځي الوتنواوموجوده پوځونوله  درکه دوی ددې نیمایي ته هم اړتیانه لري  .له دې څخه ښکاري چې امریکایان په سیمه کې دامکان  ترحده ددایمي مېشتېدنې اواشغال نیت لري اوپه همدي موخه سیمي ته نورځواکونه رالیږي چې بایددنړۍاوپه خاص ډول دسیمی هیوادونه اوولسونه ځانونه ورته متوجه او اګاه کړی تر څویې په مناسب وخت کې شوم اهداف شنډشي .


۵ :اوباما وویل چې دافغانستان دجګړې دوام ورته ګران اوپه سیاسي لحاظ سخت دی ،نوځکه که په سیمه کې دامن په اړه باوررامنځته شي  امریکایي پوځونه به په خوشحالۍ افغانستان پرېږدي . داډېره دخنداوړخبره ده چې نوموړی دامریکایي اشغال پای په سیمه کې  ترامنیت پورې تړي ځکه په دې سیمه کې دبې امنیتۍ اوروانې لانجې زړی همدادامریکایانوشتون دی .ترڅوچې په افغانستان  کې امریکایې فوځ شتون ولري په وړاندې به یې جهاداومقاومت هم روان وي .که اوباماپه رښتیا په سیمه اوافغانستان کې سوله غواړي، پوځي حضوراوناروااشغال دې پای ته ورسوي ترڅوامنیت ته لاره هواره شي  .که بهرني ځواکونه ووزی نوافغانان دهیچادپاره دضرراراده نلری اونه هم دافغانستان خاوره څوک دنړیوالوپرضرراستعمالولای شي.


۶ :دمنځني ختیځ مسائل په تېره دفلسطین په مسله بحث هم داوبامادخبرویوه برخه وه .نوموړي اسلامي نړۍ ته په دې خطاب کې هڅه وکړه ترڅوداسرائیلو په اړه دمسلمانانوفکر له سره واروزي. نوموړي دیهودودمظلومیت داستان په  ډېره احساساتي توګه راپیل کړ .اسرائیل یې دنړۍ ترټولویومظلوم اومستحق قام وباله چې په مسلمانانو،په تېره په فلسطینیانوحق لري چې وجودیې په رسمیت وپېژني .


نوموړي دهلوکاسټ اود۶میلونه یهودودقتل عام افسانوي کېسې رایادې کړې، خودفلسطنیانو له نژدې۷۰ اویاکلن ناورین څخه په څوتیرایستونکو الفاظوتیرشو،دچاچی  هره ګړۍ  دقتل عام ترګواښ لاندي تېریږي ‍۰دغه راز نوموړي عربي مشرانو ته سپارښتنه وکړه چه له اسرائیلو سره دې اړيکي تودې کړي، خودغزې دمحصورو خلکو لپاره، د دارو درملو او اولیه خوراکي توکو دلېږداودمحاصری په اړه يي هیڅ هم ونه ویل . له دې څخه ښکاري چه اوباما اسلامي نړۍ ته دجوړجاړي له پیغام سره نه بلکې  په یوه متکبرانه فکرله لارښوونوسره راغلی و چې مسلمانانوته څه کول په کاردي  ترڅو دامریکا اواسرایلوګټې خوندي کړای شي  .


دافغانستان اسلامی امارت باورلری چي ترڅو دپورتنیوستونزودبنیادي اورښتیني حل په اړه یوصادقانه فکر نه  وي  شوی  اوعملی ګام نه وي  اخیستل شوی ،دامریکا په وړاندې به دعامو مسلمانانودکرکې ګراف به همداسې  مخ په لوړ روان  وي .


په داسې حال کې چې داوباما دغه وینا په حقیقت کې داسلامي نړۍ دتیر ایستلویوه بله ناکامه هڅه ده دهغې په  مقابل کې په  ټول اسلامي امت په تیره داسلامي نړۍ په مستضعفو مسلمانانوباندې  غږکوو  چې دخپلی خاوری اوخپلومقدساتوددرناوي اودفاع په خاطردي  دمتجاوزوامریکایانوپه مقابل کې  دجهاد په تداوم  ټینګار وکړي  اوله یرغلګروکافرانوسره دي ترهغو وجنګږي ترڅوخپله واقعی ازادی اوخپلواکۍ تر لاسه کړي.
ومن الله التوفیق.



دافغانستان  اسلامی امارت رهبری شوری
د۱۴۳۰ هق کال دجمادی الثانی ۱۲