کور / کتاب / اوسني ليکوال چاپ سو

اوسني ليکوال چاپ سو

     د فاضل استاد ارواښاد عبدالرؤف بېنوا مغتنمه ادبي تذکره (اوسني ليکوال) درې واړه ټوکه په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په يوه ټوک کي په ډېره ښکلې قطع، رنګينه وقايه او عصري ډيزاين سره پر غوړ کاغذ له سريزو او تقريظونو سره يو ځای په (۱۲۰۰) مخونو کي چاپ سوه.


      دغه کتاب چي څو لسيزي دمخه د استاد بېنوا له خوا په درو ټوکونو کي ليکل سوی و او د پښتو ژبي (۲۲۹) تنه ليکوال او شاعران د دوی له ژوندليکونو او د نظمونو او شعرونو له نمونو سره يو ځای پکښې معرفي سوي ول، د پښتو ژبي او ادب د څېړني په برخه کي د يوه مهم ماخذ په حيث استفاده ځني کېده، خو دا چي د دغه اثر موندل او تر لاسه کول ډېر مشکل کار و، ځکه نو د دغه ضرورت او احتياج پر بناء علامه رشاد خپرندويه ټولني وغوښتل چي دغه ارزښتناک اثر په نوې بڼه او شکل چاپ کړي.

      د دغه اثر د ترتيب کار د مطيع الله روهيال له خوا تر سره سوی دئ. دغه راز د نوموړي تذکرې د ليکوالو او شاعرانو د علمي او فرهنګي پېښو، برياوو او نورو لاسته راوړنو زياتوني او اضافات هم د مطيع الله روهيال له خوا پر اضافه سوي دي، چي په دې کار سره په دغه تذکره کي د ټولو راغلو ليکوالو شرح حال او ژوندليکونه بشپړ سو يدي.

      د يادوني وړ ده، چي د دغه مغتنم اثر د چاپ د لګښت لپاره د سويډن د مالمو په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا دوه زره امريکايي ډالر او په کندهار کي د فرهنګپال شخصيت او ملي تجار ښاغلي حاجي ظاهرجان له خوا پنځه ويشت زره پاکستانۍ کلداري مرسته سوې، چي په دې ډول د دوی له دغي مادي او نورو مشرانو او دوستانو له معنوي مرستو څخه مننه او قدردانی کوو.

      علاقه مندان کولای سي چي نوموړی کتاب په کندهار کي د افغان کتاب پلورنځي، کابل کتاب پلورنځي، صداقت کتبخانې او د اطلاعاتو او کلتور رياست د غرفې څخه او په کوټه کي د صحاف کتاب پلورنځي، په کابل کي د علامه حبيبي کتاب پلورنځي، شاه محمد کتاب پلورنځي او بهزاد کتاب پلورنځي او د هيواد په نورو ولاياتو کي د بېلابېلو کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي.

د زياتو معلوماتو لپاره لاندي پتي استعمال کړئ:

m_rohyal2006@hotmail.com

0700326011