کور / هراړخیز / هالي ووډ: د جېمز بانډ د حصې راتلونكي فلم موضوع طالبان دي

هالي ووډ: د جېمز بانډ د حصې راتلونكي فلم موضوع طالبان دي

هالي ووډ هر كال په لسګونو فلمونه جوړوي چي ډېر وخت يې فلمونه داسي وي چي د سړي زړه نه غواړي چي وې ګوري. د هالي ووډ فلمان په نړۍ كښي بې ساري كتونكي لري چي ډېره برخه يې افغانان هم دي. افغانستان كه په نړۍ كښي د جګړې تود ډګر بلل كېږي خو په فلمونو كښي هم ډېر وخت د هالي ووډ او بالي ووډ له خوا هم په همدې بڼه څرګندېږي. د هالي په ډېرو فلمانو كښي خو اول د اسلام په ضد كار كېږي له هغه را الاندي خو افغانستان بېخي د دې زمينه برابروي چي فلمان باندي جوړ سي.


هالي همېشه د اسلام په ضد داسي فلمان جوړ كړي دي چي په هغوى كښي يې د اسلام  سپكاوى كړى دى.لكه د رېسلينګ نوموړي ستوري جون سېنا په يوه فلم كښي چي لومړي سر كښي په يوه چيره ليكل سوي دي: د سلام دښمنان نه منو. او همدا راز په يو بل فلم كښي په بيت المقدس كښي دهماكه كېږي او په بل فلم كښي په مسجد كښي خلك په لمانځه ولاړ په مرميو ويستل كېږي. همدا راز په يوه بل د هالي ووډ په فلم كښي يو كورته فوجيان ورځي او ورته وايي: جمالدين ېري دى؟ بيا يوه ښځه په سپېره ميدان چي خلك ترې ازاد ولاړ وي ځان مرګى بريد كوي چي دا ده افغانستان د خلكو سپهكاوى دى او نړۍ والو ته دا ښيي چي افغانستان خلك دومره جاهلان دي.



د هالي ووډ د مشهور فلم جېمز بانډ د حصې راتلونكي فلم موضوع طالبان دي. امكان لري چي د دې فلم عكس بندي به په افغانستان كښي وسي.  د برطانيې د مېډيا په كول د فلم ليكونكي د افغانستان د روز مره Žوند په هكله د معلومولو لپاره په كابل كښي د برطانيې له سفارت څخه معلومات اخستي دي. امكان لري چي يو ځل به بيا په دې فلم كښي د اسلام او د افغانانو سپكاوي ته پاملرنه سوې وي دا فلم به د 2011 په اخير كښي راووځي. دا لومړى ځل نه دى چي داسي كېږي د هند په كابل نومي ايكسپس فلم كي هم د افغانانو د سپكاوي نښانې څرګندېږي چي بيا د افغانانو له ګواښ سره مخامخ شو.


د افغانستان حكومت دي څخه غوښتنه كوو چي اول دي د فلم په هكله معلومات تر لاسه كوي اوبيا دي اجازه وركوي خو د څو پيسو په مقابل كښي چي له افغانستان سره دوى مرسته كوي زموږ سپكاوى كوي.د ټولو اسلامي حكومتونو او د افغانستان له حكومت څخه غوښتنه كوو چي د داسي فلمونو مخ نيوى دي و كړي.


تبصره نسته

  1. this is very good letter and we also like this thanks for your service