کور / هراړخیز / د خاوري توږني عملېه څه ته وايي ؟

د خاوري توږني عملېه څه ته وايي ؟

په طبېعې توګه دخاورې توږنې عملېه د باد او اوبو په واسطه صورت نېسې .دخاورې دتوږنې عملېه 450 مېلېونه کاله د مخه هغه وخت پېل سوېده، کله چې د لمړنې نبا تا تو دورستېدوپه ذرېعه خاوره جوړه سوه . حتې دمخه تردې هم په طبېعې توګه دمځکې د مخ نرمې سوې ډبرې د باد او اوبو پواسطه بېځاېه سوېدې .چې دا پروسه هم دا اوس د مرېخ په سېاره کې پېل سوېده .

 په عمومې توګه ، په هره اندازه چې خاوره تشکېله سوېده په هغه اندازه هغه توږله سوې همد ه .لاکن کله چې د خاورې د توږلو پروسه زېاتېږې په هغه اندازه خاوره نسې تشکېلېدلاې. اېا دغې پروسې په دې وروسته کلونو کې ېو مشکل ندې اېجاد کړې ؟..په عمومې توکه د خاورې د توږلوعملېه که دا کار د باد په ذرېعه کېږې او ېا د اوبو په واسطه ، دا کار د بشر د بېعقلې او ناپوهې نتېجه ده. ېعنې مځکه هغه وخت د باد اواوبو په ذرېعه ښه توږله کېږې کله چې د هغې د مخ ونې او بوټې د خلګو د خوا بېځاېه ووهل سې او د مځکې مخ داوبو او باد په وړاندې لڅ سې او ېا د کر لو د نا مناسبو طرېقو څخه کار و اخېستل سې.دمځکې د مخ لڅول او ېا په غلطو طرېقو سره د هغې کرل ددې سبب ګرځې چې مځکه د باد او اوبو په وړاندې خپل مقاومت د لاسه ورکړې چې په نتېجه کې هغه بېحده تاوانې کېږې. ېعنې باد او اوبه خاوره توږې او ډېرې لېرې ځاېونو ته ېې وړې .دغه مشکل په افغانستان کې بېحده غټ مشکل دې دا ځکه چې دمځکې د مخ بوټې او ونې په بېرحمانه توګه وهل سوې ، وهل کېږې او دا پروسه د هرې ورځې په تېرېدو سره نوره هم په ډېر شدت پر مخ روانه ده او ددې کار د مخنېوې د پاره هېڅ ډول تدابېر وجود نلرې او هر څوک چې هر څه کوې دخپلې خوښې پاچا دې .(مترجم)

 د باد او اوبو په واسطه د خاورې د توږلو د پروسې زېاتېدل کېداې سې چې هر دواړو – کرهڼې او چاپېر ېال ته د نه جبرانونکو تاوانونوسبب وګرځې . په پوره ډاد سره دا وېلاې سو چې دخاورې د توږلوعملېه د اوسنې عصر د چاپېرېال ېو ډېر مهم پرابلم دې چې بشرې ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده .د خاورې د توږلوعملېه په هغه ساحه کې چې خاوره ورڅخه توږله کېږې او هم په هغه ساحه کې چې توږل سوې خاوره اچوله کېږې ډېر بد اثرات پرېږدې .

 اوس هم د نړې په ډېرو ساحوکې د زېات کښت په خاطردمځکې د هموارېدو په منظورهغه توږله کېږې چې ودې ډول توږلو ته کرهڼېزه توږنه واېې .

 دخاورې دتوږلوعملېع د خاورې د درجې د کمولو ېو شکل دې. د خاورې د درجې د کمولو نور شکلونه هم سته لکه د خاورې مالګېنه کېدل او د خاورې کلکېدل ېا داسې نور.

پورتنۍ څرګندونې دا حقېقت په لاس راکوې چې دخاورې اصلې سرچېنه ډبره ده چې دخپل ماحول( چاپېرېال)د فزېکې ، کېمېاوې او بېولوژېکې عواملو په اثر په وړو ټوټو باندې اوړې او په نتېجه کې خاوړه ورڅخه جوړېږې . هغه نباتات چې دانسانانو او حېواناتو دخوراکې سرچېنه تشکېلوې دوې ټوله په خاوره کې ژوند کوې اود خپل دژوند د ضرورت وړ مواد دهمدې خاورې څخه ترلاسه کوې.همدا علت دې چې خاوره اصلا د ټولو ژوندې موجوداتو که حېوانات دې ېا نباتات ،د دوې د ژوندانه اساسې اړتېاوې پوره کوې(مترجم)

دخاورې د توږنې د عملېې مرحلې

 خاوره کېداې سې چې د هر درې واړو لکه د باد ، اوبو او دکرهڼېزوچارو په واسطه بېځاېه سې . دغه درې واړه په دې لاندې شراېطو ېو دبل سره توبېر لرې:

دخاورې توږنې عملېه چېرې او کله ېې صورت نېولې دې
د توږنې وروسته په ساحه کې څه پېښ سوېدې
، او توږل سوې خاوره څومره لېرې وړل سوېده

په دې شکل کې د باران او د مځکې د مخ د اوبو توپېر ښې 


Complex interactions between rainsplash,  and detachment and transport by overland flow


داوبوغټ جرونه چې مځکه توږې 


Large rills on an erodinh hillslope



دمځکې پر مخ د اوبو بهېدل


http://soilerosion.net/doc/water_erosion.html


A raindrop impact, splashing soil and water