محقق، دوستم او…
كله د لږكيو د حقوقو علمبرداران كله جنګسالاران؟!
د انتخاباتي كمپاينونو له پيل سره د يو لړ جوړجاړيو سره نوماندو پر يو او بل د خپلو تبليغاتي توپونو خولې ور واړولې، د ولسمشر كرزي په باب له محمد محقق او جنرال دوستم سره د ولايتونو او وزارتونو پر سر د تفاهم خبره هم د ده د مخالفو كانديدانو د تبليغاتو يوه مهمه برخه ده، پردې سربېره د ځينو لويديز پالو نوماندو او د لويديزو رسنيو تر منځ هم پر دې د نظر يو والى دى چې ولسمشر كرزي يو ځل بيا جنګ سالاران رامخې ته كړل.
آيا دغه تبليغات له افغان ولس سره د خواخوږۍ له مخې دي كه نه تر شا يې نور اهداف دي، كه نور اهداف دي هغه كوم دي؟
كه پر دې پوښتنو فكر كوو لومړى راځو دې ته چې نه اوسني د ولسمشرۍ نوماندي په خپلو دې نيوكو او اعتراضونو كې مخلص دي او نه نړيوال پر څو دلايلو:
لومړى – تېر كال جنرال دوستم د اكبر باى پر كور يرغل ورووړ، په دې يرغل كې د ولسمشرۍ اوسنى نوماند لطيف پدرام هم له دوستم سره ملګرى و، له اكبر باى سره چې څه وشول ټول افغانان پرې خبر دي. ولسمشر كرزي د كورنيو چارو وزارت ته امر وكړ چې جنرال دوستم ونيسي، پخواني لوى څارنوال او اوسنى ولسمشرۍ ته بل نوماند جبار ثابت هم د جنرال دوستم دنده په تعويق كې واچوله، امنيتي ځواكونو چې د جنرال دوستم كور كلابند كړ د امريكا پخواني سفير او د تركيې يو وزير ولسمشر ته ورغلل او د دوستم د نه نيولو غوښتنه يې ترې وكړه، ولسمشر كرزي ورته وويل چې دا د افغانستان قوانينو ته غاړه نه ږدي، پر كورونو له وسلو سره ننوزي د افغانستان د تجزيې خبرې كوي.
خو په نړۍ كې د بشر د حقوقو تر ټولو سترو دعوه دارانو ورته وويل چې نه، پر دوستم به غرض نه لرې.
هغه مهال د همدې بهرنيو لوريو په اشاره په افغاني مزدورو رسنيو كې د كرزي پر خلاف دا توپان راپورته شو چې ګواكي دا د قومي تعصب پر بنسټ دي، دلته د لږكيو حقوق تر پښو لاندې كېږي، له دوستم نه د لږكي يوه قوم يو مظلوم ليډر تراشل كېدو، نه چا جنګسالار باله او نه د بشر د حقوقو د دفاع خبره وه، اوس هماغو مزدورو رسنيو او د دوى بهرنيو بادارانو بيا پر جنرال دوستم، محقق او مارشال فهيم پسې د جنګسالار، قاتل څه او څه پروپاګندونه پيل كړي دي.
د دغه رسنيو خاوندان او د دوى تر شا ولاړ بهرني لوري دې لږ د هغو ورځو تبليغاتو ته پام وكړي، خپل كلكسيونونه دې ولټوي، كه ضمير لري پر خپل دې منافقانه دريځ به چې هر وخت يې بدلوي لعنت ووايي.
دوهم – نه له محقق سره د وزارتونو پر سر جوړجاړى شوى او نه له جنرال دوستم سره، البته د ولسمشر كرزي شعار په هېواد كې همدغه دى چې افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور دى. په دې كور كې هر افغان د عزت د ژوند حق لري، دلته پښتانه، تاجك او هزاره څه چې هغه لږكي سكان او هندوان هم بشپړ حقوق لري.
كه څوك پوره معلومات واخلي محمد محقق دې ته تمايل درلود چې له كوم بل نوماند، غالبا ډاكټر عبدالله سره ملګرى شي، خو د هزاره ولس درنو مشرانو دا پرېكړه وكړه چې په هېواد كې د يوه بې تعصبه ملي زعامت لپاره كرزى تر ټولو ښه مخينه لري. خاورې پر دېوال نه نښلي، ښاغلى كرزى چې كومه تر ټولو ښه او د ستاينې وړ ښېګڼه لري هغه دا ده چې له قومي تعصب نه پاك دى، د دې خاورې هر بچى افغان ګڼي، د هزاره ولس د درنو مشرانو دې پرېكړې ښاغلى محقق دې ته اړ كړ چې له كرزي نه ملاتړ اعلان كړي. دا نو اوس پر ده پورې اړه لري چې د هزاره ولس د درنو مشرانو د ګډې پرېكړې د معنوي ارزښتونو پر ځاى د مادي امتيازاتو، وزارتونو او ولايتونو يادونه كوي.
همدغسې د جنرال دوستم مساله هم ده، د جوړ جاړي او تفاهم بنسټ پر دوه طرفه امتياز وي، په دې كې هېڅ شك نشته، د يوه سالم او د وخت په ټولو حساسيتونو خبر زعامت او مشر ټاكل د هرې ډلې او لوري لپاره امتياز دى، د مادي امتيازونو خبره وروسته ده.
له دې تبليغاتو او پروپاګندونو څخه موخه څه ده؟
د بهرنيو لوريو تر ټولو ستره موخه د يوه داسې زعامت راتلل دي چې دوى په افغانستان كې د تش په نامه حكومت تر سيوري لاندې هر هغه څه وكولاى شي چې دوى يې غواړي.
له ولسمشر كرزي سره د بهرنيانو اختلاف پر همدې راغى چې كرزي د يوه خپلواك هېواد د يوه خپلواك ولسمشر په توګه خپل ځان وځلاوه، د بهرنيانو پر مشكوكو بوختياوو او خپلسريو يې نيوكې وكړې، د بهرنيو ځواكونو د ړندو بمباريو او د ملكي مرګ ژوبلې په اړه يې خبره په نړيواله كچه راپورته كړه، همدې مسالې نړيوال په افغانستان كې د قيادت بدلولو ته را وهڅول، دوى په دې برخه كې ډېرې هڅې وكړې چې ولسمشر كرزى له سياليو تېر شي خو داسې ونه شول، وروسته يې پر يوه تن د خپلو هغو څېرو د راټولولو هڅې پيل كړې چې د كرزي لپاره يو مناسب سيال شي، پر دې هم بريالي نه شول، اوس هم همدغه هڅې، دروغ او كاذبانه تبليغات د دې لپاره دي چې يا كرزى د دوى څه شرايط ومني او يا وضع د ثبات پر ځاى بحران لوري ته بوزي چې دوى پكې خپلې شومې موخې وپاللاى شي. د مارشال فهيم ستونزه هم همدغه ده، نوموړى له خپلو ټولو كمزوريو او غلطيو سره يو داسې افغان دى چې د عبدالله، ضيا مسعود، قانوني او نورو په څېر يې له خپل ملي هويت او غرور څخه تېر نه شو، ځكه دى اوس د غربيانو په تور لست كې پاتې دى.
افغان ولس بايد وپوهېږي چې راتلونكي ولسمشريز انتخابات د يوه ولسمشر د انتخاب خبره نه ده د دې وطن د خپلواكۍ استقلال او حيثيت خبره ده، كه خداى مه كړه بهرنيان او د دوى لاس په نامه كورني نوكران بريالي شول بيا به يو ځل بيا د هېواد هره لوېشت خاوره له موږ نه په وينو د رنګېدو ازمويښت غواړي.